د فرنګۍ ديموکراسۍ ځنو عَلمبرداران غواړي په تذکره کې د مور نوم زيات کړي ….
په اسلام کې د نسب د ثبوت په اړه او د دغه فرنګي پلان په اړه څو لاندې ټکې در سره شريکوو :
اول – په اسلامي شريعت کې د اولاد نسب پلار ته کيږي نه مور ته
په دليل د قول د الله سبحانه وتعالی چې فرمايي: «ادعوهم لآبائهم» (سوره الأحزاب).
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
«من ادعى إلي غير أبيه وهو يعلم، فالجنة عليه حرام » (رواه أحمد والبخاري ومسلم)
يعنې : يعنې څوک چې چا ته د هغه د پلار پرته نسبت وکړي حال دا چې ده ته علم وي نو په هغه باندې جنت حرام دی .
مګر کچيرې ښځه زانيه وي نو د هغې د اولاد نسب مور لره دی .
پلار ته د نسب د ثبوت حکمت څه دی ؟
-کچيرې يو کس د يوې پرته دوو يا دريو ښځو سره نکاح وکړي او نسب يې مور لره شي نو په دې سره د نسب سلسله له کډوډۍ سره مخ کيږي او په ټولنه کې د نسب په اړه تشويش را منځته کيږي، چې يوه کورنۍ او خاندان به په يو نوم بلکي څو مختلفو نومونو ياديږي .
-اسلامي شريعت د جاهليت د زمانې هغه رواج نه تايدوي چې د مور د نوم يادول به يې شرم او عار بللو بلکي اسلامي شريعت د مور د عزت او اکرام په خاطر د هغې نوم نه يادوي څو په هره لاره او کوڅه کې د هغې نوم د هر چا په خوله باندې جاري نه وي .
ددې کار څخه د فرنګۍ ديموکراسۍ هدف څه دی ؟
۱- غواړي د اسلامي شريعت په ثابتو حدودو او احکامو کې تغير را ولي يا د هغه پر ځای د طاغوت او فرنګ قانون عملي کړي .
۲- د خپلو غربي او فرنګي استادانو او بادارانو تقليد دی ځکه په غرب کې د زياتو کسانو پلرونه معلوم نه وي حراموني وي نو د هغوی نسبت مور ته کوي ، آیا تاسې په پټو سترګو د هغوی تقليد کوئ او يا مو په نسب څه مشکل دی ؟
په دې کار سره دوی په رښتيا د مور حق پر ځای کول غواړي ؟
په فرنګۍ ديموکراسۍ کې ښځه د نفقې پيدا کولو لپاره له کور څخه ايستل کيږي چې دوی دا د هغې حق بولې دا حق نه بلکي د هغې د فطرت خلاف ، د خپلې کورنۍ دندې ، اولادونو خدمت سربيره د نفقې پيدا کولو يو بل مسئوليت پر غاړه کې ور اچول او بيا د نارينه سره د هغوی اختلاط او کډون حق بلکي چې دا حق نه بلکي د نارينه او ښځينه تر منځ د جنسي فساد اور ته لمن وهل دي .
او بيا چې ضعيفه نا توانه او محتاج شي نو يې د سالمندان زندان ور اچوي چې د خپلو اولادونو او خپلوانو له خدمت ، منې ، احترام او محبت څخه بالکل محرومه وي …
آيا د ښځې او مور حق همداسې وي ؟ اوس غواړئ چې اسلامي ټولنه هم په داسې آفاتو او امراضو اخته کړئ ؟
و بالله توفيق – و ما علينا الا البلاغ
آن لاين اسلامي لارښود