عابس الغفاري رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «بادِرُوا بِالأعمالِ خِصالا سِتًّا : إمارةُ السفهاءِ ، و كَثْرَةُ الشُّرَطِ ، و قَطِيعَةُ الرَّحِمِ ، و بَيْعُ الحُكْمِ ، و اسْتِخفافًا بِالدَّمِ ، ونَشْوٌ يَتَّخِذُونَ القرآنَ مَزَامِيَرًا ، يُقَدِّمُونَ الرجلَ ليس بأفقهِهِمْ و لا َأعْلَمِهِمْ ، مايُقَدِّمُونَهُ إلَّا لِيُغَنِّيَهُمْ»[1] .
ژباړه : د نيکو عملونو په کولو کې بيړه وکړئ مخکې له چې تاسې د شپږو شيانو سره مخامخ شئ : د نااهله کسانو واکمني ، د پوليسو زياتوالی (د بې امنۍ او فساد له وجې)،او ناحقه وينو تويدل، او دا چې قرآن به د سندرو په شان تلاوت کوي،او سړی به د علم په وجه نه بلکي د خولې په چالاکی فصاحت او د ښه غږ په وجه مخکې کوي .
مګر حرام مال بقا نه لري پايلې يې خطرناکې دي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ لَحْمٌ نَبَتَ مِنْ سُحْتٍ ، النَّارُ أَوْلَى بِهِ»[2].
ژباړه : کومې غوښې ( کوم بدن) چې په حرامو باندې وده کړې وي جنت ته به داخل نشي او د هغه څخه اور غوره دی.
د «سُحت» څخه مطلب رشوت او په نورو حرامو لارو باندې د مال ګټل او خوړل دي.
او همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « لا يدخلُ الجنَّةَ جسدٌ غُذِيَ بحرامٍ »[3].
ژباړه : هغه بدن به جنت ته داخل نشي کوم بدن چې په حرامو باندې تغذيه شوی وي .
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إِنَّ رِجَالا يَتَخَوَّضُونَ فِي مَالِ اللَّهِ بِغَيْرِ حَقٍّ، فَلَهُمُ النَّارُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»[4].
ژباړه : ځنې کسان د مسلمانانو په مالونو کې په ناحقه سره تصرف کوي نو په دې وجه يې د قيامت پر ورځ اور په نصيب کيږي.
آن لاين اسلامي لارښود
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – رواه السلسلة الصحيحة :۹۷۹.
[2] – سلسلة الصحیحة :۲۶۰۹ .
[3] – صحيح الترغيب :۱۷۳۰ ، الترغيب او الترهيب :۳/۲۱.
[4] – رواه البخارى:۳۱۱۸.