د آن لاين اسلامي لارښود ادارې ته السلام عليکم : زما کاکا په بهرني هيواد کې اوسيږي چې کله دلته د اختر لمونځ وشي نو مونږ قرباني کوو حال دا چې په هغه هيواد کې څو ساعته يا يوه ورځ وروسته اختر را ځي او د اختر لمونځ کوي ايا زما د کاکا قرباني صحي کيږي ؟
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اصلاً ستا کاکا د قربانۍ لپاره وکيل نيولی دی او د وکيل لپاره د صحت هغه شرايط دي کوم چې قربانۍ کوونکي لپاره وي ، دلته وکيل د اختر د لمانځه وروسته قرباني کوي چې هيڅ ډول خلل پکې نشته او په قربانۍ کې د وکيل نيول جايز دي .
جاء في الموسوعة الفقهية (۵/۱۰۵) :
اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّهُ تَصِحُّ النِّيَابَةُ فِي ذَبْحِ الأُضْحِيَّةِ إِذَا كَانَ النَّائِبُ مُسْلِمًا ، لِحَدِيثِ فَاطِمَةَ السَّابِقِ : ” يَا فَاطِمَةُ قُومِي إِلَى أُضْحِيَّتِكِ فَاشْهَدِيهَا ” لأَنَّ فِيهِ إِقْرَارًا عَلَى حُكْمِ النِّيَابَةِ، وَالأَفْضَلُ أَنْ يَذْبَحَ بِنَفْسِهِ إِلا لِضَرُورَةٍ .
و الله سبحانه و تعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود