د ښځې غږ عورت دی ؟ ښځه نارينه ته دعوت او ديني بيان کولی شي ؟

اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته

محترمو الله دی وکړي چی تاسی جور او روغ اوسی او د ایمان په بهترین حالت کی اوسی. امین

یوه پوښتنه می درلوده. ایا د ښځو اواز جایزه ده چی نامحرم یی اوری؟ مثلا دیری خویندی دی چی شیخی دی او یوتوب کی د اسلام په باره کی دعوت کوی یا د تجوید درس ویدیو جوروی او تول یی اوری.

ایا د ښځو اواز ستر دی؟  که دی باره له حدیث اوسند سره معلومات راکری. جزاک الله خیراً

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اصلاً خو د ښځې غږ عورت نه دی بلکي د صوت (غږ) حجاب ورباندې واجب دی هغه دا چې کله د ضرورت پر مهال له نارينه سره خبرې کوي نو په نرمه ، جزابه او مينه ناکه لهجه به نه وي بلکي ځيږې خبرې به کوي[1] ، په دليل د دغه قول د الله سبحانه وتعالی چې فرمايي : :[… فَلاَ تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاً مَّعْرُوفًا] (الاحزاب ۳۲).

ژباړه: په ويلو کې نرمي مه کوئ چې په زړه ناروغه خلکو ته به تمه پيدا شي او سمې روغې خبرې کوئ (ځيږې).

مګر د ضرورت پرته له ځوانې ښځې سره خبرې کول جواز نلري ځکه چې فتنې سبب ګرځي ، کچيرې ښځه پر نارينه باندې سلام واچوي کچيرې بوډۍ وي نو د هغه ځواب به ورکړي مګر که ځوانه وي او د فتنې ويره وي نو د سلام ځواب ورکول مکروه دي په زړه کې به ځواب ورکوي[2] .

ښځه نارينه ته د قرآن تلاوت ، دعوت او ديني بيان کولی شي ؟

ددې څه ضرورت نشته ، چې ښځه نارينه ته قرآن ور زده کړي ځکه ډير قاري صاحبان شته ، او ددې هم څه ضرورت نشته چې ښځه نارينه ته وعظ او ديني بیان وکړي ځکه چې ډير داعيان او واعظان شته ، مګر ښځه کولای شي نورو ښځو ته وعظ او ديني بيان وکړي او دا د ښځينه داعيانو او واعظانو ديني مسوئليت دی (ذَهَبَ الْفُقَهَاءُ إِلَى أَنَّهُ لا يَجُوزُ التَّكَلُّمُ مَعَ الشَّابَّةِ الأَجْنَبِيَّةِ بِلا حَاجَةٍ لأَنَّهُ مَظِنَّةُ الْفِتْنَةِ)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

_________________________

[1] – ليس صوت المرأة عورة بإطلاق , فإن النساء كن يشتكين إلى النبي صلى الله عليه وسلم ويسألنه عن شئون الإسلام , ويفعلن ذلك مع الخلفاء الراشدين رضي الله عنهم وولاة الأمور بعدهم , ويسلمن على الأجانب ويردون السلام , ولم ينكر ذلك عليهن أحد من أئمة الإسلام , ولكن لا يجوز لها أن تتكسر في الكلام , ولا تخضع في القول , لقول تعالى : ( يا نساء النبي لستن كأحد من النساء إن اتقيتن فلا تخضعن بالقول فيطمع الذي في قلبه مرض وقلن قولا معروفا ) الأحزاب/32 لأن ذلك يغري بها الرجال ويكون فتنة لهم كما دلت عليه الآية المذكورة . وبالله التوفيق .ا.هـ . من فتاوى اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء ( 6 / 83 ) .

[2] – ذَهَبَ الْفُقَهَاءُ إِلَى أَنَّهُ لا يَجُوزُ التَّكَلُّمُ مَعَ الشَّابَّةِ الأَجْنَبِيَّةِ بِلا حَاجَةٍ لأَنَّهُ مَظِنَّةُ الْفِتْنَةِ ، وَقَالُوا إِنَّ الْمَرْأَةَ الأَجْنَبِيَّةَ إِذَا سَلَّمَتْ عَلَى الرَّجُلِ إِنْ كَانَتْ عَجُوزًا رَدَّ الرَّجُلُ عَلَيْهَا لَفْظًا أَمَّا إِنْ كَانَتْ شَابَّةً يُخْشَى الافْتِتَانُ بِهَا أَوْ يُخْشَى افْتِتَانُهَا هِيَ بِمَنْ سَلَّمَ عَلَيْهَا فَالسَّلامُ عَلَيْهَا وَجَوَابُ السَّلامِ مِنْهَا حُكْمُهُ الْكَرَاهَةُ عِنْدَ الْمَالِكِيَّةِ وَالشَّافِعِيَّةِ وَالْحَنَابِلَةِ ، وَذَكَرَ الْحَنَفِيَّةُ أَنَّ الرَّجُلَ يَرُدُّ عَلَى سَلامِ الْمَرْأَةِ فِي نَفْسِهِ إِنْ سَلَّمَتْ عَلَيْهِ وَتَرُدُّ هِيَ فِي نَفْسِهَا إِنْ سَلَّمَ عَلَيْهَا ، وَصَرَّحَ الشَّافِعِيَّةُ بِحُرْمَةِ رَدِّهَا عَلَيْهِ (موسوعة الفهية :۳۵/۱۲۲ ).

Print Friendly, PDF & Email