کورنا ناروغي يوه ابتلاء ده چې الله تعالی خپل بنده ګانو ورباندې آزمايي او مونږ او تاسې وليدل چې ددې ناروغۍ پر مهال ډير نا څرګند پکې را څرګند شول ، ډير ذليل او شرميدلي نور هم پکې ذليل او شرمينده شول :
۱- هغه کسان پکې څرګند شول چې د خلکو له بد حال څخه يې استفاده وکړه ، په تجارت کې یې احتکار وکړ او خپل مالونه يې په څو څنده ګټه پر مظلومو خلکو خرڅ کړل ، د ولس وينې يې وخوړلې او خپله خيټه يې د خبيث مال څخه ډکه کړه ، ځکه احتکار په اسلامي تجارت کې حرام دی او د هغه څخه ګټل شوی مال حرام او خبيث دی .
۲- هغه کسان هم پکې څرګند شول چې د الله تعالی د بنده ګۍ پر ځای يې د کورنا بنده ګي غوره کړه ، له کورنا څخه دومره ويره کول چې د کورنا له ناروغانو سره يې خپل ټول اسلامي اخلاق او اسلامي خواخوږي تر پښو لاندې کړه ، د کورنا ناروغ يې له خپل درملتون او روغتون څخه وشړلو ، د خپلو خپلوانو د ناروغۍ پوښتنه او د هغوی هر ډول مرسته کول يې ترک کړل او دوی يې يوازې پريښودل ، که څه هم د لازمو تدابيرو په صورت کې يې د هغوی سره هر څه کولای شوی .
۳- هغه کسان هم پکې څرګند شول چې د ولس د خدمت او بشر پالنې ناری به يې ډنګولي ، د ناروغانو او عامو اړو کسانو سره د شوي څه کومک لپاره يې خپلې خولې خلاصې کړې او هغه يې پخپلو مردارو کيډو کې واچول .
د بل کس د ناحقه مال خوړل خو اصلاً د اور خوړل دي .
ای کاش د دوزخ د اور او زقوم پر ځای يې نن په انصاف سره خپلې ګيډې ډکې کړی وی ، همدا نن يې له ځانه سره حساب کړی وی او د آخرت د سخت سفر لپاره يې څه تياری نيولی وی ، دا کسان دې پوه شي چې نن تاسې د بيت المال او مظلومو خلکو د مال په چور او خوړلو دومره تيز ورځئ نو تاسې اصلاً د دوزخ په لوري ډير تيز ور روان ياست ، نن به نه پوهيږئ کيدای شي نفساني خواهشاتو خمار کړئ وئ خو ګورئ چې کله مو د ځنکندن نښې ښکاره شي نو ډير ژر به پوه شئ خو هغه وخت به ستاسې دغه پوهاوی څه ګټه ونه لري نو همدا نن پوه شئ ، همدا نن توبه وباسئ ، خاورې وخورئ خو ګورئ د دوزخ اور مه خورئ ځکه چې ددې د هضم توان نلرئ .
فکر وکړئ ای د عقل خاوندانو !
آن لاين اسلامي لارښود