د نذر مختصر احکام او مسائل

تعريف :

نذر يو عبادت دی چې د الله تعالی لخوا پر بنده باندې نه وي مقرر شوی ، بلکي خپله بنده يې پر ځای مقرر وي چې نذر کوي داسې چې:  زه به روژه ونيسم يا به نفلونه وکړم يا به صدقه کوم او داسې نور .

حکم او مشروعيت :

کوم نذر چې د عبادت او د الله تعالی د خوښۍ په نيت وي په هغه باندې وفا کول واجب دي

الله تعالی په نذرونو باندې وفا کوونکي ستايي او فرمايي:[ يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا] ( سوره الدهر: 7).

رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي دي : «من نذر أن يطيع الله فليطعه» ( رواه البخاري ) .

ژباړه : چا چې نذر وکړ چې د الله تعالی عبادت وکړي پس بايد د هغه اطاعت وکړي.

د نذر ډولونه:

نذر څلور ډوله دی : د عبادت په نيت ، حرام ، مکروه او مباح .

۱- کوم عبادت پر ځان منل : د کوم عبادت ادا کول پر خپل ځان باندې نذر منل ، لکه : لمونځ ، روژه ، صدقه ورکول او نور په دا ډول نذر باندې وفا کول واجب دي .

۲- حرام  : کچيرې څوک په ګناه باندې نذر وکړي لکه : څوک ووايي زه به شراب (خمر ) و څښم ، فلانی کس به ووهم ، په هغه باندې وفا کول حرام دي ، د سوګند کفاره به ادا کوي .

په دليل د دغه حديث شريف : «من نذر أن يطيع الله فليطعه، و من نذر أن يعصيه فلايعصه» ( رواه البخاري) .

ژباړه: چا چې نذر وکړ چې د الله تعالی عبادت وکړي پس بايد د هغه اطاعت وکړي ، او چا چې نذر وکړ چې د الله تعالی نافرماني وکړي ، نو د هغه نافرماني به نه کوي .

۳- مکروه : کچيرې څوک په کوم مکروه کار باندې نذر ومني نو په هغه باندې وفا کول مکروه دي .

۴- مباح : کچيرې څوک په کوم مباح کار باندې نذر ومني لکه : زه به تر فلاني ځايه پورې پياده ځم ، او يا به زه فلانۍ جامې اغوندم نو په دا ډول نذر باندې وفا کول مباح دي کچيرې ترک شي څه کفاره ورباندې نشته .

د نذر الفاظ :

د نذر دوه قسمه الفاظ دي مطلق او مقيد :

مطلق الفاظ : هغه الفاظ دي چې په کوم سبب او شرط پورې تړل شوي نه وي لکه : زه به روژه ونيسم ، زه به دومره صدقه ورکړم .

مقيد الفاظ : هغه الفاظ دي چې پر کوم سبب يا شرط پورې تړلي وي لکه : کچيرې زه له ناروغۍ څخه روغ شوم نو دری ورځې به روژه ونيسم .

د نذر د صحت شرطونه :

۱- اهليت : دا چې د نذر کوونکی به بالغ او عاقل وي ، د نابالغ ماشوم او ليوني نذر نه صحي کيږي ځکه چې دوی مکلف نه دي .

۲- اسلام : نذر کوونکی به مسلمان وي د کافر نذر نه صحي کيږي ځکه نذر عبادت دی او د عبادت د صحت لپاره ايمان شرط دی .

په کوم شي باندې چې نذر منل کيږي د هغه د صحت شرطونه :

۱- په کوم شي باندې چې نذر کيږي هغه به شرعاً ممکن او موجود وي ، نا ممکن او غير موجود به نه وي لکه : يو کس وايي زه به د شپې روژه ونيسم ، او يوه ښځه وايي زه به په حيض کې روژه ونيسم ..

۲- په کوم شي سره چې نذر تړل کيږي هغه به عبادت وي لکه : لمونځ ، روژه ، حج ، صدقه او نور ، د ګناه او نافرمانۍ کار به نه وي .

۳- په داسې شي باندې د نذر منل چې هغه د ده په ملکيت کې موجود وي لکه : صدقه کول ، د خپل هغه مال څخه چې دده په ملکيت کې وي .

۴- په داسې عبادت باندې نذر منل جواز نه لري چې هغه فرض او يا واجب وي لکه : پنځه وخته لمونځ ، د رمضان مبارک روژه او نور .

۵- د ځنو فقهاوو په نزد په هغو اعمالو او اخلاقو چې اسلامي شريعت ورباندې ټينګار کړی دی لکه : د مريض پوښتنه ، د پرنجې ځواب ورکول ، په جنازه کې کډون کول او د جومات جوړولو سره نذر نه صحي کيږي او ځنې فقهاء بيا وايي چې ورباندې صحي کيږي (الموسوعة الفقهية :۴۰/۱۴۷) .

پر ځان باندې د نذر منل څه حکم لري ؟

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد کچيرې د طاعت لپاره وي مباح دی .

د امام شافعي او امام احمد رحمهم الله په نزد مکروه تنزيهي دی ، په دليل د دغه حديث شريف «« إنه لايرد شيئاً، وإنما يستخرج به من البخيل » (أخرجه البخاري ومسلم وأحمد وأصحاب السنن).

نذر که مستحب او مباح هم دی مګر هغه عبادت دی او په هغه باندې وفا کول واجب دي [وليوفوا نذورهم] (الحج:۲۹/۲۲) .

د نذر کفاره :

او که څوک د نذر په ادا کولو و نه توانيږي هغه به د قسم کفاره ادا کوي .

د نذر کفاره د سوګند (قسم ) کفاره ده ، په دليل د دغه حديث شريف : « كفارة النذر كفارة يمين» ( رواه أحمد و مسلم ).

په نذر کې شک کولو سره د قسم کفاره واجبيږي :

جاء في الموسوعة الفقهية :

لو شكّ النّاذر في نوع المنذور هل هو صلاة أو صيام أو صدقة أو عتق‏؟‏ تلزمه – عند جمهور الأئمّة – كفّارة يمين، لأنّ الشّكّ في المنذور كعدم تسميته‏.‏

په غير الله لپاره نذر کول شرک دی

د کوم زيارت ، پير او شخص لپاره د نذر منل شرک دی ځکه نذر عبادت دی د الله تعالی پرته د بل چا لپاره د نذر منل شرک دی .

والنذر عبادة من العبادات، لا يجوز أن يصرف لغير الله تعالى، فمن نذر لمخلوق كأن يقول: لفلان علي نذر أن أصوم يوماً، أو لقبر فلان علي أن أتصدق بكذا، أو إن شفي مريضي أو جاء غائبي للشيخ فلان علي أن أتصدق بكذا، أو لقبره علي أن أتصدق بكذا، فقد أجمع أهل العلم على أن نذره محرم وباطل، وعلى أن من فعل ذلك قد أشرك بالله تعالى الشرك الأكبر المخرج من الملة ، لأنه صرف عبادة النذر لغير الله، ولأنه يعتقد أن الميت ينفع ويضر من دون الله، وهذا كله شرك (درالمحتار مع حاشيه ابن عابدين ۵/۱۹۶-۱۹۷، البحر رائق ۲/۳۲۰ )

ژباړه : نذر د عباداتو څخه يو عبادت دی ، رواه نه ده چې هغه د غير الله د پاره وشي ، پس که چا نذر وکړ د مخلوق لپاره داسې چې ووايي : د فلاني لخوا په ما نذر دی چې يو ورځ به روژه نيسم ، او د فلاني قبر لپاره چې دا رنګه صدقه به کوم ، او کچېرې زما مرض ښه شي او زما مسافر راشي نو زه به د فلاني شيخ يا پير لپاره دا رنګه صدقه کوم ، او د قبر لپاره به دا رنګه صدقه کوم ، پس په يقين سره اجماع د علماؤ ده چې دا ډول نذر حرام او باطل دی ، او چا چې دغه کار وکړ هغه د الله تعالی سره شرک اکبر چې د ملت اسلام څخه د وتلو سبب دی اختيار کړ ، ځکه هغه د نذر عبادت د غير الله لپاره کړی ، او ځکه چې هغه عقېده لري چې مړی نفع رسوي او ضرر دفع کوي پرته له الله تعالی څخه ، او دا ټول شرک دی .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email