د حلال رزق ګټلو اهميت

د خوراک او څښاک په وسيله د انسان بدن تغذیه کيږي او د انسان پر اخلاقو او سلوک باندې اثر کوي نو د پاک خوراک پاک او ښه اثر وي او د ناپاک او خبيث خوراک بد او ناوړه اثر وي ، نو ځکه د حلال رزق طلب او حاصلول فرض دي الله سبحانه وتعالی فرمايي: [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُلُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَاشْكُرُواْ لِلّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ] (البقره :۱۷۲).

ژباړه : اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي، او د الله شكر وباسئ، كه تاسو داسې یئ چې خاص د هغه عبادت كوئ.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من أكل طيبًا وعمل في سنة ، وأمن الناس بوائقه ، دخل الجنة ، قالوا يا رسول الله : إن هذا في أمتك كثير ، قال : وسيكون في قرون بعدي » (رواه الترمذي وقال: حديث حسن صحيح غريب، والحاكم وقال: صحيح الإسناد، سلسلة الأحاديث الصحيحة).

ژباړه : د چا چې خوراک پاک او عمل يې د سنتو موافق وي ، او خلک د ده له ضرر څخه په امن وي داخل به شي جنت ته، صحابه کرامو وويل : دا قسم خلک په امت کې ډير دي ، ويې فرمايل : او وروسته پيړيو کې به هم وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إن كان خرجَ يسعى على وَلَدِه صِغارًا، فهو في سبيل الله، وإن كان خرج يسعى على أبوين شيخين كبيرين، فهو في سبيل الله، وإن كان خرج يسعى على نفسه، يَعُفُّها، فهو في سبيل الله، وإن كان خرج يسعى رياء ومُفاخرة، فهو في سبيل الشيطان» ( رواه الطبراني، وقال المنذري والهيثمي: رجاله رجال الصحيح، وصححه الألباني).

ژباړه: کچېري څوک د خپلو وړو اولادونو د د حلالې نفقې لپاره ووځې نو د الله په لاره کې دی ، او کچيرې څوک د خپلو ضعيفو او سپين سرو والدينو د نفقې لپاره ووځې هغه د الله په لاره کې دی او کچيرې څوک د خپل ځان د نفقې حاصلولو لپاره ووځي څو د خلکو د احتياج څخه خلاص شي هغه د الله په لار کې دی او کچيرې څوک د رياء او فخر کولو لپاره ووځي نو هغه د شيطان په لاره کې دی .

د رزق د طلب په باره کې حضرت عمر فاروق رضی الله څه ښه وينا کوي :«لا يقعدن أحدكم عن طلب الرزق وهو يقول: اللهم ارزقني، وقد علم أن السماء لا تمطر ذهبًا ولا فضة».

ژباړه : د تاسې څخه دې څوک نه کينې چې ووايي : ای الله ما ته رزق راکړه ، او هغه دې پوه شي چې د آسمان څخه سره او سپين زر نه اوريږي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email