د محتاجو د امداد او د بلاوو د دفع لپاره د زکات په ادا کولو کې بيړه

زکات د اسلام دوهم رکن دی چې ادا کول يې د مال زيادت او برکت ، د ګناهونو بښنه او د بلاوو او آفاتو د دفع کولو ستره وسيله ده ، او نه ادا کول يې د مال د تباهۍ ، د آفاتو او وچکالۍ د نزول ، د زيات مړښت سره سره د زړه د لوږې ، حرص او تنګوالي په مرض مبتلاء کيدل او په آخرت کې د سخت عذاب سبب ګرځي .

نو الله تعالی دې زمونږ په ټولنه کې د زکات د ورکړې جذبه قوي کړې څو د مالدارو لپاره د دنيا او آخرت نيکمرغي او د محتاجو او فقيرانو لپاره د ژوند تيرولو يوه توشه شي .

زمونږ په ټولنه کې ډير تجار کرام او نور مالدار خلک د رمضان په مبارکه مياشت کې خپل زکات ادا کوي …. دغو ښاغلو ته يوازې یوه يادونه کوو! که د خپلو زکات څه مال همدا اوس د رمضان څخه مخکې ورکړئ ښه به وي ځکه چې ددې بنديزونو او وبلاء سره د خلکو اقتصادي حالت له يو بحران او خطر سره مخ دی څو دوی هم د رمضان المبارک لپاره د خوراکي موادو څه ضروريات برابر کړي ، ان شاء الله چې تاسې ته به زکات او د روژه نيونکي لپاره د سامان برابرولو اجر وي .

او د بل اړخ څخه به د صدقاتو او زکات د ادا کولو په برکت دغه موجوده وباوې او بلاووې دفع شي ان شاء الله .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email