جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «أَفْضَلُ الْأَعْمَالِ: إِدْخَالُ السُّرُورِ عَلَى الْمُؤْمِنِ»
ژباړه : د عملونو څخه غوره عمل د مؤمن زړه ته د خوشحالی داخلول دي .
او په بل حديث شريف کې راغلي : «أَحَبُّ الْأَعْمَالِ إِلَى اللهِ -عَزَّ وَجَلَّ-: سُرُورٌ تُدْخِلُهُ عَلَى مُسْلِمٍ، أَوْ تَكْشِفُ عَنْهُ كُرْبَةً »
ژباړه : الله تعالی ته غوره عمل د مؤمن خوشحاله کول او يا د هغه څخه د غم ، پرشانۍ او سختۍ لرې کول دي.
د مؤمنانو پریشانه کول ، د مؤمنانو په سختۍ او پريشانۍ باندې خوشحاله کيدل ، د حقيقت پرته د خپلې کيډې څخه د بې ځايه اوازو خپرول تر څو د خلکو زړونه ورباندې پريشانه شي ، رياکاري او درواغ ويل د منافقانو صفت دی .
د کورنا وباء په اړه ځنې کسان له خپلې کيډې څخه داسې اوازې خپروي چې په عامو خلکو کې د ويرې او پرشانۍ اچولو پرته بل څه نلري .
او که يې مطلب د دغه وباء په اړه د تدابيرو نيول او عام پوهاوی وي نو دا کار د خير دی په علمي او طبي دلائلو دې خلک وپوهوي نه په درواغ اوازو .
ځنې وايي: چې څو ميليونه کسان به ورباندې اخته شي ، څو لکه کسان به ورباندې مړه شي آیا ته (العیاذ بالله ) علم غيب لري ؟، يا د کومې حقيقي تجربې او مشاهدې څخه خبرې کوې ؟ او که هسې هواوې کزوئ او په خلکو کې ويره او پريشاني خپروئ ؟
هيڅ څوک په دې باندې نه پوهيږي چې سبا ورځ به څه کيږي :
[وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَداً] (لقمان:۳۴ ).
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود