د کرکټ په لوبه کې عوض ټاکل او د لوبو د سامان را نيولو حيلې

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ يوه آړینه پوښتنه لرم چي نن سبا ټول خلک کي مبتلا دي کرکټ ولیبال پُټ بال وغیره….. لوبو کي شرط لګول چي ځینې ورته حيلې جوړوي مثلاً دواړه مخالف لوري وایي چي موږ یې په ځان نه خوره بل کي بیرته د لوبو وسایل(بال بیټ ) په راوړه او يا وايې چي شرط ما نده لګولی زه خو یوازې له دی سره لوبه کوم نو په مذکورو صورتو کي لوبه کول شرعیت له نظزه څنګه دي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

قمار داسې معامله ده چې د وړلو او کټلو تر منځ وي ګټه او زيان يې معلوم نه وي چې کوم طرف به يې وړي .

د لوبغارو تر منځ د عوض ټاکل که هغه نغدې پيسې وي ، د لوبو کولو سامان وي او يا بل څه وي په دې شرط چې هر طرف لوبه وګټې هغوی ته به ورکول کيږي کله يې چې يوطرف ورکړي او بل لوری يې قبض کړي قمار بلل کيږي او قمار کبيره ګناه او شيطاني عمل دی .

و جاء في الموسوعة الفقهية  الكويتية : اتفق الفقهاء على تحريم ميسر القمار. وقال: إن شرط فيه مال من الجانبين بحيث يكون المال لمن غلب من اللاعبين، فهو القمار المحرم، وصرحوا بأنه حينئذ كبيرة من الكبائر، وقال الرملي منهم: والمحرم العقد، وأخذ المال، لأنه غصب من الجانبين أو أحدهما . اهـ.

د کرکټ او واليبانو لوبو حکم دلته ولولئ :

https://www.dawat610.com/archives/13310

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي