حقيقي ډاډ او حقيقي نيکمرغې په څه کې ده ؟

ټول بشر او ټول انسانان سعادت ، نيکمرغي او کاميابي ، خوشحالي او سکون او د زړه ډاډ غواړي مګر سوال دا دی چې حقيقي سعادت ، کاميابي خوشحالي او د زړه سکون او ډاډ په څه کې ده او چيرې يې ولټوو ؟

آیا نيکمرغي ، خوشحالي او آرام په ډير مال او ډير جايداد کې دی ؟

آيا نيکمرغي په منصب کې ده تر څو په خلکو لوړ او پر ضعيفو خلکو قوي شي او هغه لره ډير چوکيداران ، خادمان او باډيګاردان وي ؟

آيا نيکمرغي د بدن په روغتيا کې ده چې هيڅ مرض ، تکليف او درد  ورباندې را نشي ؟

 او يا نيکمرغي او خوشحالي په ښايسته ښځه ، آرام او لوړ ماډل موټر او ځمکه کې ده ؟

د پورته سوالونو ځواب د مؤمن لپاره آسانه دی ، لومړی دا چې د زړه ډاډ او سکون په څه کې دی ؟

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [ الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللَّهِ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ] ( الرعد :۲۸).

ژباړه: هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د هغوى زړونه د الله په ذكر سره مطمئن كېږي، خبردار شئ! د الله په ذكر سره زړونه مطمئن كېږي.

د ذکر څخه مطلب ، لمونځ ، تلاوت ، تسبيحات ، دعا ، شکر او په ټولو معاملاتو او چارو کې د الله تعالی ياد ساتل يعنې د اسلامي شريعت موافق ژوند تيرول دي.

خلاصه دا چې ذکر عبارت دی له عبادت څخه د ژوند په ټولو چارو کې د شريعت پابندي کول.

اطمنان د زړه ثبات او سکون دی چې د اضطراب ، ويرې او تشويش ضد دی .

 د ايمان او صالح عمل پرته په هيڅ شي کې د زړه ډاډ ، نيکمرغي او خوشحالي نشته .

الله تعالی فرمايي : [ وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى ] (طه: 124).

ژباړه : او چا چې زما له ياد څخه مخ واړاوه ، نو بې شکه چې د هغه ژوند به تنګ وي او مونږ به هغه د قيامت په ورځ ړوند را پاڅوو . ،

امام شنقیطي رحمه الله وايي يو څوک چې په هره اندازه له شريعې احکامو لرې وي په هماغه اندازه به يې زړه تنګ ، ژوند به يې سخت او د زړه ډاډ او سکون به يې له لاسه ورکړی وي .

سعادت او نيکمرغه ، آرام او با سکونه ژوند په څه کې دی ؟

الله سبحانه وتعالی فرمايي : الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ طُوبَى لَهُمْ وَحُسْنُ مَآبٍ (سوره الرعد) .

ژباړه : هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره ښه حال دى او ښه استوګنځاى دى.

يعنې : په دنيا کې د دوی لپاره پاک او ډاډه ، د سکون ، عزت او وقار څخه ډک ژوند دی او په آخرت د دوی لپاره لويه ميلمستيا (جنت) برابره شوې ده.

 او فرمايي: ﴿ مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴾ (النحل: 97).

ژباړه: چا چې نېك عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول.

{إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلاَئِكَةُ أَلاَّ تَخَافُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ * نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ } (سوره فصلت : 31-۳۰).

ژباړه : بېشكه هغه كسان چې (په رښتیا) يې ویلي دي: زمونږ رب الله دى، بیا ټینګ ولاړ وي (، نو) په دوى ملايك نازلېږي چې تاسو مه وېرېږئ او مه غمګین كېږئ او تاسو د هغه جنت زېرى واخلئ چې تاسو سره به يې وعده كولى شوه ، مونږ ستاسو دوستان یو په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې (هم) او تاسو لپاره په دغه (جنت) كې هر هغه (نعمتونه) شته چې ستاسو نفسونه يې خوښوي او تاسو لپاره په دغه (جنت) كې هر هغه څه دي چې تاسو يې غواړئ

يعنې : د مؤمنانو لپاره په دريو سختو وختونو کې زیری دی چې مه ويرېرئ او مه غمجن کيږئ او د جنت زيری ورکول کيږي چې يو د ځانکندن وخت دی او بل د قبر پر مهال او بل د قيامت په ورځ ، دا دری سخت وختونو دي په دغو سختو وختونو کې د دوی لپاره پوره پوره ډاډ او زیری ورکول کيږي.

او الله تعالی فرمايي : [أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ] (سوره يونس :۶۲).

ژباړه : اګاه شئ! بېشكه د الله دوستان چې دي؛ پر هغوى باندې نه څه وېره شته او نه دوى غمژن كېږي.

نو آيا سعات او نيکمرغي همدا ده ؟

وروڼو او خويندو ! اصلي سعادت او نيکمرغې په ايمان او عمل صالح کې ده چا چې ايمان راوړ او خپل ژوند يې د شريعت موافق تير کړ هغه په دنيا او آخرت کې خوشحاله ، آرام او کامياب شو .

 سعادت ، خلاصون او کاميابې يوازې په ايمان او صالح عمل کې ده ، يونس عليه السلام د درياب په منځ کې په دريو تيارو کې د ماهي په ګيډه کې په څه باندې نجات وموند ، ايمان او عمل صالح په عاجزی سره ويل : ﴿ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ ﴾ (الأنبياء: 87)، نو سعادت يې وموند.

 او موسی عليه السلام د دوو بلاوو تر منځ محاصره شو مخې ته يې درياب او د شا څخه د فرعون لښکرې ، هغه الله وو چې د ايمان او عمل صالح په سبب يې نجات ورکړ :

: ﴿ كَلَّا إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ ﴾ (الشعراء: 62).

ژباړه: (موسٰى) وویل: هیڅكله داسې نشي كېدى، بېشكه زما سره زما رب دى، هغه به ضرور زما لار ښوونه كوي.

او جناب محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کور يې د کافرانو لخوا کلک محاصره او بيا د غار تر خولې پورې کافران ورپسې راغلل او خپل مرګ يې پر سترګو ليدلو او خپل ملګري ابی بکر رضی الله عنه ته يې ويل : ﴿ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا ﴾ (التوبة: 40).

ژباړه: غم مه كوه، بېشكه الله زمونږ سره دى.

واروئ اي خلکو ! د ايمان او صالح عمل پرته په هيڅ شي کې سعادت او کاميابي نشته هغه که ډير مال وي ، ډير اولاد او جايداد وي ، د کافرانو او فاسقانو دوستي او ملګري وي ، د کافرانو سوغاتي ذليل او بې وجدانه منصب وي هيڅ سعادت به و نه مومي بلکي پايله يې ذلت او هلاکت دی .

د ډير مال ، منصب او شهرت سره سره به پريشانه ، نا آرام او بې سکونه وي او دا يې د دنيا حال دی مګر د آخرت عذاب سخت دی.

ډيرو کسانو او ډيرو قومونو د خپلو ساختګي خواهشاتو  له مخې د نيکمرغۍ غوښتنه وکړه خو په کږه او منحرفه طريقه په داسې طريقه چې د آسمانونو او ځمکو د رب حکم نه وو .

فرعون د پاچاهۍ غوښتنه وکړه خو د ايمان پرته پاچاهي نتيجه يې هلاکت شو .

ژباړه: زه تاسو لپاره له خپل ځان نه غیر بل هېڅ معبود نه پېژنم.

او الله تعالی قارون ته ډير مال ورکړی وو ، ده ګمان کولو چې نيکمرغي په ډير مال کې ده او د الله د نعمت څخه يې انکار وکړ ، د ايمان څخه پرته مالداري نو نتجه هلاکت شو.

 او همداسې ځنې بيا خپله نيکمرغي په شهرت کې غواړي .

او ځنې بيا خپله نيکمرغي په کسب او فن کې غواړي نو هغوی خپلو شهواتو ته لبيک وويل او په احساساتو يې لوبې وکړې او زړونه يې په فتنه اخته کړل نو د ډيرو کسانو ګناهونه يې پر خپله اوږه بار کړل .

آن لاين اسلامي لارښود

 

 

Print Friendly, PDF & Email