د مصيبتونو او مرضونو د نزول سببونه

لومړی سبب :

د خپل عمل نتيجه ده ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ][1] .

ژباړه: {او تاسو ته چې څه مصیبت هم رسي، نو په سبب د هغو كارونو چې ستاسو لاسونو كړي دي۔ او ډېر (ګناهونه) معاف كوي}.

يعنې : الله تعالی د خپلو بنده ګانو د ډير ګاهونه معاف کوي خو په لږ لږ يې نيسي چې په هغه کې هم الهي حکمت دی.

دوهم سبب :

 د کناهونو کفاره ، او کله د مصيبتونو نازليدل د کناهونو کفاره ګرځي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : «ما يُصِيبُ المُسْلِمَ، مِن نَصَبٍ ولَا وصَبٍ، ولَا هَمٍّ ولَا حُزْنٍ ولَا أذًى ولَا غَمٍّ، حتَّى الشَّوْكَةِ يُشَاكُهَا، إلَّا كَفَّرَ اللَّهُ بهَا مِن خَطَايَاهُ»[2].

ژباړه : يو مسلمان ته هيڅ خستګي ، مرض ، غم ، پريشاني او زیان نه رسيږي حتی دا چې اغږی يې په پښه کې لاړ شي مګر دا چې الله تعالی د هغه په بدل کې د هغه ګناهونه بښي .

او په بل حديث شريف کې راغلي: «عَجَبًا لأَمْرِ المُؤْمِنِ، إنَّ أمْرَهُ كُلَّهُ خَيْرٌ، وليسَ ذاكَ لأَحَدٍ إلَّا لِلْمُؤْمِنِ، إنْ أصابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ، فَكانَ خَيْرًا له، وإنْ أصابَتْهُ ضَرَّاءُ، صَبَرَ فَكانَ خَيْرًا له»[3].

ژباړه : د مسلمان کار د تعجب وړ دی ، ځکه د هغه په هر څه کې خير وي او دا کار د مؤمن پرته د بل چا لپاره ممکن نه دی ، کچيرې هغه ته پراخي او آساني ورسيږي نو شکر باسي نو د هغه لپاره خير دی او که سختي ورته ورسيږي نو صبر کوي چې دا هم د هغه لپاره خير دی .

دريم سبب :

 د مصبت په وجه د مسلمان بنده درجې لوړيږي ، رسول صلَّى اللهُ عليْه وسلَّم فرمايي : «إِنَّ الْعَبْدَ إِذَا سَبَقَتْ لَهُ مِنْ اللَّهِ مَنْزِلَةٌ لَمْ يَبْلُغْهَا بِعَمَلِهِ ابْتَلَاهُ اللَّهُ فِي جَسَدِهِ أَوْ فِي مَالِهِ أَوْ فِي وَلَدِهِ قَالَ أَبُو دَاوُد زَادَ ابْنُ نُفَيْلٍ ثُمَّ صَبَّرَهُ عَلَى ذَلِكَ ثُمَّ اتَّفَقَا حَتَّى يُبْلِغَهُ الْمَنْزِلَةَ الَّتِي سَبَقَتْ لَهُ مِنْ اللَّهِ تَعَالَى»[4]،

ژباړه : الله تعالی د کوم مؤمن بنده په حق کې د کوم اوچت مقام فيصله وکړي مګر هغه يې پخپل عمل سره نشي موندلی – نو الله تعالی هغه په څه جسماني يا مالي تکليف يا د اولاد نه په څه صدمه او پريشانۍ کې مبتلا کوي او بیا هغه ته د صبر توفيق ورکوي نو په هغه مصيبت د صبر په وجه هغه لوړ مقام ته رسيږي کوم چې مخکې دده د پاره فيصله شوی وو .

څلورم سبب :

د الله تعالی د زياتو نعمتونو ياد .

الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ الْإِنْسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ﴾ [العاديات: 6].

ژباړه : يقيناً چې انسان د خپل رب ډير ناشکره دی .

نو کله چې ناروغه شي او زيان وويني د خپل روغتيا او ژوند شکر ايستونکی شي .

پنځم سبب :

د الله تعالی الُوهيت ته تسليم چې د هر څه واکدار همغه پاک ذات دی او د ځمکې او ټولو کائيناتو واکدار او د مرګ او ژوند واکدار همغه پاک ذات دی او د خپلې بنده ګۍ او بې وسۍ او عاجزۍ څرګندول .

ځنې کسان داسې وي چې د پراخی پر مهال غافله وي خو چې کله پر مصيبت او بل مشکل مبتلاء شي نو الله تعالی يادوي د عبادت او بنده ګۍ طرف ته توجه کوي.

شپږم سبب:

 د زړه نرم والی : ځنې انسانان سخت زړې وي چې پر نورو کسانو ظلم او تيری کوي ، د نورو حقوق تر پښو لاندې کوي له خپلوانو سره خپلولي کټ کوي خو کله چې مصيبتونه ورباندې راشي او يا ناروغ شي او پر فرش باندې څملي نو خپله عاجزي او د ځان حقيقت ورته څرګنديږي نو په ده کې تواضع پيدا کيږي او د الله تعالی په توفيق د اصلاح او خير طرف ته توجه کوي چې دا مصيبتونه بيا د ده په حق کې خير وي .

اووم سبب :

د کبر د تباه کوونکي مرض څخه د بنده علاج

کله چې کوم بنده سالم وي ، آسوده وي ، مالداره وي نو له ده سره کله کبر پيدا شي چې له ما څخه بل قوي او سالم ، مالداره نشته نو د مصيبت په وجه دی له کبر څخه منع کيږي او تواضع پکې پيدا کيږي .

آتم سبب:

 د آینده ژوند لپاره د عبرت درس اخيستل او د آینده ژوند او مشکلاتو د مقابلې لپاره د توفيق حاصلول .

نهم سبب:

د خپل نفس سره حساب کول ، ځنې کسان داسې وي چې کله په مصيبت باندې مبتلاء شي نو خپل ځان او خپلو اعمالو ته متوجه شي او له ځانه سره حساب کوي چې ما څه کړي دي .

پس مسلمان بنده لره ښايي چې په ټولو حالاتو کې پر الله تعالی باندې نيک او ښه ګمان ولري ، په قدسي حديث راغلي : «أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي إِنْ ظَنَّ خَيرًا فَلَه وَإِنْ ظَنَّ شَرًّا فَلَه» .

او دا چې الله تعالی پر خپلو بنده ګانو تر خپلو والدينو او ټولو خلکو ډير مهربانه دی .

﴿اللَّهُ لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ﴾ [الشورى: 19]

ژباړه : چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«جَعَلَ اللَّهُ الرَّحْمَةَ مِئَةَ جُزْءٍ، فأمْسَكَ عِنْدَهُ تِسْعَةً وتِسْعِينَ جُزْءًا، وأَنْزَلَ في الأرْضِ جُزْءًا واحِدًا، فَمِنْ ذلكَ الجُزْءِ يَتَراحَمُ الخَلْقُ، حتَّى تَرْفَعَ الفَرَسُ حافِرَها عن ولَدِها، خَشْيَةَ أنْ تُصِيبَهُ»[5].

ژباړه :الله تعالی رحمت سل برخې ګرځولی دی چې ۹۹ برخې يې له ځانه سره ساتلی او يوازې يوه برخه يې ځمکې ته نازله کړې ده  ، پس د همدې برخې په وجه مخلوقات له يو بله رحم کوي تر دې چې حيوان خپله پښه د خپل بچي څخه لرې کوي ددې ویرې نه چې هغه ته ضرر ونه رسيږي .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – سوره الشوری :۳۰ .

[2] صحيح البخاري (5641).

[3] صحيح مسلم (9222).

[4] أخرجه أبو داود (3090)، وأحمد (22392) واللفظ له، صححه الألباني.

[5] أخرجه البخاري (6000) واللفظ له، ومسلم (2752).

Print Friendly, PDF & Email