په موټر کې د تللو پر مهال لمونځ کول څه حکم لري ؟

داسلامی  لارښود کارکونکو اسلام علیکم زمایوه پوښتنه ده چی آیا دضرورت په وخت کی د سورلی موترکی د روان حالت کی لمونځ کیژی یا نه.

حبيب پتمن زوی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په موټر کې فرض لمونځ کول نه صحي کيږي مګر د سفر په وخت کې سنت او نفل سړی په سورلۍ کې ادا کولای شي ، د فرضو د ادا کولو د پاره به له سورلۍ څخه ښکته کيږي او لمونځ به کوي .

جابر رضی الله عنه وايي چې : «كان رسولُ اللهِ يُصلِّي على راحلتِه حيثُ توجَّهتْ به – أي في جِهة مَقصدِه – فإذا أراد الفريضةَ نزَلَ فاستقبلَ القِبلةَ» [1] .

ژباړه : رسول الله صلى الله عليه و سلم به د سفر په وخت کې په سپرلۍ باندې لمونځ کولو په هر طرف به چې تللو په همغه طرف به يې لمونځ کولو ، او هر کله به يې چې فرض لمونځ ادا کولو نو له سپرلۍ نه به پياده شو او مخ به يې قبلې ته کولو.

مګر که څه عذر وي چه د سورلۍ نه په کوزيدلو سره د سر او مال زيان وي مثلاً د دوښمن ويره وي د سامان د ورکيدو ويره وي نو بيا په سورلۍ کې لمونځ کول جايز دي[2] .

په موټر کې د لمونځ ادا کولو طريقه :

که په ريل ، کښتۍ ، الوتکه او يا بس کې خالي ځای وي د سر ګرځيدلو او چپه کيدو ويره نه وي نو په ولاړه لمونځ کول پکار دي مګر که ددې امکان نه وي په ناسته سره لمونځ ادا کيږي د سجدې او رکوع په ځای به اشاره کوي چه د سجدې د پاره به د رکوع په نسبت لږ څه ډيرښکته کيږي .

په لومړی سر کې به خپل مخ د قبلي طرف ته کوي وروسته چې سورلۍ هرې خواته درومې همغه خواته به لمونځ کوي ځکه چې دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم عادت شريفه وو چې کله به يې د سفر په حالت کې په سورلی لمونځ کولو نو خپله سورلی به يې د قبلی طرف ته برابره کړه تکبير تحريمه به يې وويلو او وروسته به چې هرې لورې ته تله همغه خواته به يې لمونځ کولو[3].

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه البخاري و مسلم .

[2] – ومن الاعذار ان يخاف لونزل عن الدابة علی نفسه او علی ثيابه او دابته لصاً او سبعاً او عدواً (فتاوی هنديه ج ۱ ص ۹۲ ، شرح التنوير ج ۱ ص ۷۳۳ ).

قال ابن نجيم الحنفي رحمه الله تعالى: “من به أدنى علة وهو في طريق، فخاف إن نزل عن المحمل للصلاة بقي في الطريق، فإنه يجوز أن يصلي الفرائض على محمله، وكذا المريض الراكب إذا لم يقدر على النزول ولا على من ينزله، بخلاف ما لو قدر على مَن يُنزله” انتهى (البحر الرائق:2/122).

([3]) – رواه أحمد و ابؤداود .

Print Friendly, PDF & Email