په اسلام کې د فقيرانو او مسکينانو حقوقه

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : « السَّاعِي علَى الأَرْمَلَةِ وَالمِسْكِينِ كَالمُجاهِدِ في سبيلِ اللَّه » وأَحْسُبهُ قال: « وَكَالْقائِمِ الَّذي لا يَفْتُر، وَكَالصَّائِمِ لا يُفْطِرِ» (متفقٌ عليه).

ژباړه : د ګونډې او مسکين د ژوند د احتياجاتو په رفع کولو کې کوښښ کوونکی داسې دی لکه د الله د لارې مجاهد او يا داسې دی لکه : پرلپسې نفلي لمونځ کوونکی او نفلي روژه نيوونکی .

عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «وأحب الأعمال إلى الله تعالى سرور تدخله على مسلم، أو تكشف عنه كربة، أو تقضي عنه ديناً، أو تطرد عنه جوعاً»(رواه الطبراني وحسنه الألباني).

ژباړه : د الله تعالی په نزد د غوره اعمالو څخه يو دا دی چې ته د مسلمان په زړه کې خوشحالي داخله کړي ، د هغه څخه غم او تکليف لرې کړې او د هغه پور او قرض ادا کړي ( د هغه احتياج رفع کړې) او د هغه څخه لوږه لرې کړې .

د فقيرانو او محتاجو خلکو ځنې حقونه په لاندې ډول دي

۱- د فقيرانو او مسکينانو د احتياج پوره کول :

د ننی نړۍ په هيڅ قانون کې که څه هم د بشر د حقوقو ناري ډنګوي د فقير او محتاج لپاره ادنا حق هم نشته ، په اسلام کې د فقيرانو ، مسکينانو ، کونډو او يتيم لپاره خاص حقونه دي او د هغوی سره د ظاهري او معنوي مدد کولو خيال ساتلو زيات ټينګار شوی دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ] (سوره الذاريات :۱۹)

ژباړه: او د دوى په مالونو كې به د سوالګر او د محروم (مسكین) حق ؤ.

او فرمايي : [يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلْ مَا أَنفَقْتُم مِّنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا تَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ] (سوره البقره :۲۱۵)

ژباړه: دوى له تا نه پوښتنه كوي چې څه شى خرچ (انفاق) كړي؟ ته (ورته) ووایه: څه چې خرڅ كوئ له مال نه، نو (هغه) د مور او پلار لپاره او نژدې خپلوانو او او مسكینانو او مسافر لپاره دي، او تاسو چې څه نېكي هم كوئ، نو یقینًا الله په هغې ښه عالم دى.

په اسلام کې د فقيرانو ، مسکينانو او نورو اړو کسانو لپاره پر غنيانو باندې زکات فرض شوی دی کچيرې ټول هغه کسان چې زکات ورباندې فرض وي په صحې توګه زکات ادا کړي نو هيڅ محتاج به پاتې نشي .

د زکات څخه علاوه صدقه فطر ، قرباني ، کفارات او نور نفلي صدقات دي .

۲- د محتاجو خلکو لپاره د کار او کسب لټول :

د محتاجو خلکو سره اصلي کومک او مرسته دا ده چې هغوی ته يو کار او کسب ولټول شي تر څو دوی پر خپلو پښو باندې ودريږي او د ژوند مشکلات خپله حل کړی شي .

انس بن مالک رضی الله عنه وايي چې نبي صلی الله عليه وسلم ته يو انصاري راغی له هغه څخه يې سوال وکړ ، ويې فرمايل : ايا په کور کې څه لرې ؟ هغه وويل :هو يو وړوکی فرش لرم ، چې يو حصه تر بدن لاندې کوم او يوه حصه را باندې اچوم ، جناب ورته وويل : ورشه هغه راوړه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپل لاس باندې هغه په بازار کې په دوه درهم باندې خرڅ کړ ، انصاري ته يې دوه درهمه ورکړل ، چې لاړ شه يو درهم د اهل لپاره په خوراک و لګوه او په يو درهم باندې تبر واخله او د غره څخه لرګي راوړه او هغه په بازار کې خرڅوه .( رواه ابوداود ) .

زبير بن عوام رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

: «لأَنْ يَأْخُذَ أَحَدُكُمْ حَبْلَهُ، فَيَأْتِيَ بِحُزْمَةِ الْحَطَبِ عَلَى ظَهْرِهِ فَيَبِيعَهَا، فَيَكُفَّ اللَّهُ بِهَا وَجْهَهُ، خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَسْأَلَ النَّاسَ، أَعْطَوْهُ أَوْ مَنَعُوهُ». (رواه البخارى).

ژباړه : که د تاسې څخه څوک رسۍ واخلي او پر خپله شا باندې ( د غره څخه ) لرګي را وړي او هغه په بازار کې خرچ کړي او الله تعالی د هغه په وسيله د ده آبرو او عزت وساتي نو دا کار تر دې څخه ورته ډير غوره دی چې خلکو ته د سوال لپاره لاس اوږد کړي چې معلوم نه وي څه ورکړي او يا يې ور نه کړي .

۳- د محتاجو خلکو معنوي امداد :

معنوي مدد کول يې دا دي چې د هغوی زړونه وساتل شي او زړونه يې ونه داغول شي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم به له فقيرانو سره کيناستلو ، او الله تعالی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته حکم کړی وو چې د هغوی سره کينې [وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا] (سوره الکهف :۲۸ ) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : إنَّ اللَّه لا يَنْظُرُ إلى أجْسادِكُمْ، وَلا إلى صُوَرِكُم، وأعمالكم ولكنْ يَنْظُرُ إلى قُلُوبِكُمْ» (رواه مسلم ).

ژباړه : يقيناً الله تعالی ستاسې بدنونو او شکلونو ته نه ګوري بلکي ستاسې اعمالو او زړونو ته ګوري .

نو په دې باندې پوهيدل پکار دي چې غوره والی په مال ، دارايۍ او منصب کې نه دی بلکي غوروالی په تقوی کې دی.

۴- د هغوی د رټلو څخه ځان ساتل :

الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَأَمَّا السَّائِلَ فَلاَ تَنْهَرْ ( سوره الضحی :۱۰ ) .

ژباړه : او هر چې سوال ګر دی نو هغه مه رټه .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «شر الطعام طعام الوليمة يُدعى إليها الأغنياء ويترك الفقراء»( رواه مسلم).

ژباړه:بدترين خوراک د وليمې هغه خوراک دی چې هغه ته مالداره رابلل کيږي او فقيران پريښودل کيږي ).

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email