د قرآنکريم د تلاوت پر مهال ژړا

د قرآنکريم د تلاوت او اوريدو پر مهال ژړا عظيم سنت او د پخوانيو صالحو مؤمنان عادت وو ، مګر نن عصر کې د ډيرو مسلمانانو څخه دغه عادت او سعادت کډه شوی دی ، قرآنکريم يې پر زړونو څه خاص اثر نه کوي او کله يې هم له سترګو اوښکې نه توييږي وجه دا ده چې نن عصر کې ډير مسلمانان صوت شيطان (موسيقي ) اوروي او دا ښکاره خبره ده چې د موسيقۍ او قرآن مينه او اثر پر يوه زړه کې نه ځاييږي او بل دا چې د دنيا مشغوتيا د قرآن له حقونو څخه غافله کړي يو لکه : د قرآن په څه نا څه معنی نه پوهيدل او په قرآن کې تدبر نه کول او د قرآن د ستر عظمت او شان څخه بې پروايي کول .

د قرآن د تلاوت پر مهال خشوع او ژړا د الله تعالی د ويرې ژړا ده او د مؤمن د صدق او اخلاص پټ راز دی او د تلاوت پر مهال د زړه خشوع د مؤمنانو صفت دی :

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَاناً وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ](الأنفال:۲).

يعنې : یقيناً مؤمنان هغه کسان دي چې کله الله پاک  ياد کړ شي د دوی زړونه له (الله ) څخه وېرېږي او کله چې د الله پاک آيتونه پرې ولوستل شي نو د دوی ايمان لا پياوړی کوي او دوی پر خپل رب توکل کوي .

او فرمايي : [وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَاجْتَبَيْنَا إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُ الرَّحْمَنِ خَرُّوا سُجَّداً وَبُكِيّاً]  (سوره مريم:58).

او دا عمل ستر فضيلت لري :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ” عينان لا تمسهما النار ، عين بكت من خشية الله ، وعين باتت تحرس في سبيل الله ” . رواه الترمذي ( 1639 ) ، وصححه الشيخ الألباني في ” صحيح الترمذي ” ( 1338 ) .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : دوې سترګې به اور مسحه نه کړي ، يو هغه سترګه چې د الله د وېرې ژاړي ، بله هغه سترګه چې د الله په لار کې ويښه پاتې شوې وي .


او هدارنګه فرمايي : ” ليس شيء أحب إلى الله من قطرتين وأثرين : قطرة من دموع خشية الله ، وقطرة دم تهراق في سبيل الله … ” رواه الترمذي ( 1669 ) ، وصححه الشيخ الألباني في ” صحيح الترمذي ” ( 1363 ) .

او همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله ته هيڅ شی دومره خوښ نه دي لکه دوه څاڅکې : يو هغه څاڅکې د اوښکو چې د الله له ويرې تويېږي او بل هغه څاڅکې د وينو چې د الله په لار کې تويېږي .

وقال عبد الله بن عمر رضي الله عنهما : ” لأن أدمع من خشية الله أحب إلي من أن أتصدق بألف دينار ! ” .

عبدالله ابن عمر رضی الله عنه به ويل : ما ته د الله د وېرې يو اوښکه تويول له زرو دينارو صدقه کولو غوره دي .

کعب الأحبار به ويل : ما ته هغه ژړا چې اوښکې پر ګريوان تويې شي غوره دي له هغه نه که چيرې د هغه برابر سره زر صدقه شي .

و من الله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

 

 

 

Print Friendly, PDF & Email