د ذبحې څخه مخکې د حيوان پر سر باندې وهل

د اسلام انلاین د پاڼې چلوونکو سلامونه او احترامات مې پر ځان قبول کړی هیله ده د صحت کالي پر تن ولری بعد پوښتنه کوم هغه دا  چې دلته امریکا کې کله چې ذبح کوې نو ځانټه ځای لري او هلته چې لاړ شې خلک درته غواي را نیسي او بیا یې ګذار په دا سر وهي تر څو حلالولو ته جوړ شي او منډې ونکړي خو غواي نه مړ کیږي اوس پوښتنه داده چې په دا ډول حلالي سره قرباني صحي کیږي او کنه که په دې اړه راته ځواب راکړی منندوی به وم‎

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کچيرې د وهلو وروسته حيوان ژوندی وي او بيا په اسلامي ذبحه سره داسې چې مرۍ پرې کړ شي ، د الله تعالی نوم ورباندې ياد شي ذبح کړ شي نو خوړل يې جايز دي او ذبحه وشوه ، مګر که داسې ووهل شي چې په حيوان کې روح او ژوند پاتې نشي که څه هم د مرګ وروسته ذبح شي خوړل يې جواز نلري او دا «الموقوذة» حکم لري چې په اسلامي شريعت کې ورڅخه منع شوي .

جاء في فتاوی الاسلام سوال جواب :

وأما ضرب الحيوان على رأسه قبل ذبحه ففيه تفصيل :
فإن تم الذبح وفي الحيوان حياة ، جاز أكله ، كأن يكون الضرب خفيفا ، ويبادر الذابح إلى الذبح فورا .
وإن كان الذبح بعد موت الحيوان ، لم يجز أكله ، ويكون في حكم الموقوذة ، والموقوذة “هي التي ترمى أو تضرب بحجر أو عصا حتى تموت من غير تذكية” كما روي عن ابن عباس والحسن وقتادة والضحاك والسدي . انظر : “تفسير القرطبي” (6/46) .
ويدل على ذلك قوله تعالى : ( حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ ) المائدة/3.
فقوله : ( إلا ما ذكيتم ) : استثناء يدل على حل المنخنقة والموقوذة والمتردية والنطيحة وأكيلة السبع إذا أُدركت وهي حية ، وذُكيت .
والمراد بالحياة هنا : الحياة المستقرة ، وتعرف بحركتها أثناء الذبح وبتدفق الدم منها .

مګر دا ډول ذبح کول څه هم خوړل يې جايز دي د اسلامي آدابو خلاف کار دی ځکه چې اسلامي شريعت د حيوان سره د ذبح کولو پر مهال د نرمۍ کولو حکم کړی دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إِنَّ اللهَ كَتَبَ الإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ: …. وَإِذَا ذَبَحْتُمْ فَأَحْسِنُوا الذِّبْحَةَ، وَلْيُحِدْ أَحَدُكُمْ شَفْرَتَهُ، وَلْيُرِحْ ذَبِيحَتَهُ»(رَوَاهُ مُسْلِمٌ).

ژباړه : يقيناً الله تعالی د هر شي سره نيکي کول واجب کړي دي ، …او کله چې تاسې ذبحه کوئ په ښه طريقه يې ذبحه کوئ .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email