د قربانۍ کوونکي کس لپاره مستحب ده چې خپل ويښتان کټ نه کړي

دعوت اسلامي لارښود کارکوونکو ته سلامونه او احترامات وړاندې کوم!

پس له سلامه غواړم پدې اړه معلومات ترلاسه کړم چې آيا هغه کسان چې اختری کوي کولای شي چې د باړخوګانو ویښتان د اختر د میاشتې پدې لسو ورځو کې کم کړي او کنه آیا حکم يې دئ؟

مننه ستاسو کشر ورور احمدالله 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

څوک چې د قربانۍ نیت لري هغه ته په کار ده چې دلوی اختر دمیاشتې (ذوالحجه)له
پیل کیدو وروسته خپل وېښتان اونوکان پرې نه کړې ترهغوپورې څو یې قربانې نه وې ذبحه
کړې ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : “إذا رأيتم هلال ذي الحجة وأراد أحدكم أن يضحي فليمسك عن شعره وأظفاره حتى يضحّي” (أخرجه مسلم من أربعة طرق)
یعني: کله چې تاسو د لوی اختر میاشت (ذوالحجه ) ووینئ او ستاسو کوم یو د قربانې
کولو نیت لرې نو دبدن هیڅ ډول وېښتان او نوکان دې نه پرې کوي .مګر د دغه عمل په حکم کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی ، د امام ابوحنيفه په نزد مستحب ، امام شافعی او امام مالک په نزد سنت او د امام احمد په نزد واجب دی .

أحکام الأضحية علی المذاهب الاربعه ليکي: چې د استحباب حکم راجح دی

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email