په سود باندې ګټلي مال څخه د خلاصون لاره

اسلام علیکم ورحمته الله و برکاته!

محترمو خدای دی وکری چی روغ او جور به یاست،ما یو چاته پیسی په مضاربت ورکری وی بیا چی کله حساب ته ورغلم نو هغه زما په حساب کی هره میاشت معلومه گته جمع کری وه چی معلومه گته سود دی نو اوس دغه گته چی زما په حساب کی جمع سوی ده زه خیرات کرم صحیح دی ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په مضاربت کې چې کله مخکې له مخکې ګټه ثابته شي نو مضاربت باطل او دا ګټه يو ډول سود دی چې مصرفول يې حرام دي او خيرات او صدقات هم نه صحي ځکه چې دا په نا جايز طريقه سره ګټلي مال دی ، بلکي د حرام مال څخه د خلاصون په نيت به فقيرانو ، مسکينانو او نورو عامه ځايونو کې ورکول کيږي .

لا يجوز لك بأي حال امتلاك الفوائد الربوية، والانتفاع بها على أي وجه من الوجوه، ويجب الإسراع في التخلص منها وصرفها إلى مصالح المسلمين المختلفة، وليس لك ثواب الصدقة في ذلك، وإنما تثاب من ناحيتين أخريين:

الأولى : التخلص من المال الحرام، والقذف به بعيداً عنك، ليبقى مالك حلالاً طاهراً، وحياتك منزهة عن هذا الحرام.

الثانية: أنك بهذا الفعل كنت وسيطاً في نقل المال ” الفوائد الربوية ” من المصرف ( البنك ) إلى جيوب الفقراء، خاصة إذا كان المصرف يتولاه جهة غير مسلمة، فبهذا تكون قد ساهمت في انتزاع هذا المال من أيدي غير مسلمة وجعلها في قبضة مصالح المسلمين. (المجلس الاسلامی لأفتاء – فتاوي البلدالحرام )

(ستا لپاره په هيڅ صورت روا نه ده چې د سود ګټه واخلې او د هغه څخه په کومه طريقه استفاده وکړې ، پر تا واجبه ده چې هغه د ګناه څخه د خلاصون په نيت د مسلمانانو په مصالحو ولګوي په دې کې تا ته د صدقې ثواب نشته بلکي دوه مقصده دي :

اول : د حرام مال څخه خلاصون او د حلال مال پاتې کېدل .

دوهم : د سودي بانک د ګتې پر ځای د فقيرانو جيبونو ته د ګټې انتقال ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email