سليمان بن الملک ته د ابوحازم نصيحت

يو ځل سليمان بن عبدالملک د حج په سفر مدينې منورې ته لاړ او هلته څو ورځې پاتې شو ، له خلکو يې پوښتنه وکړه دلته داسې څوک شته چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له اصحابو سره يې ملاقات شوی وي ، خلکو ابی حازم ور وښود .

سليمان بن عبدالمالک هغه را وغوښت .

عبدالملک ورته وويل: مونږ ولې د مرګ څخه بد وړو (مرګ نه خوښوو)؟

ابي حازم په ځواب کې وويل: ځکه چې آخرت مو خراب کړی او دنيا مو آباده کړې ده نو ځکه دا بد ګڼو چې د آبادۍ څخه خرابې ته لاړ شو .

عبدالملک پوښتنه ورڅخه وکړه ! د الله تعالی سره به مو وړاندې والی څنګه وي ؟

ابی حازم ويې ويل: ای امير المؤمنين ! نيک کس به داسې وي لکه غايب او مسافر چې خپل اهل ته ور ګرځي او بد کس به داسې وي لکه تښتيدلی غلام چې خپل بادار ته ورګرځي .

نو سليمان وژل او ويې ويل : نه پوهيږم چې د الله تعالی په نزد به څنکه وم ؟

ابو حازم وويل : خپل ځان د الله تعالی کتاب ته وړاندې کړه چې فرمايي :
” إِنَّ الأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ، وَإِنَّ الْفُجَّارَ لَفِي جَحِيمٍ ”  .

سيلمان وويل : د الله رحمت چیرته دی ؟

ابو حازم وويل : نيکانو ته ډير نږدې دی .

او ددې څخه وروسته يې پوښتنه وکړه زما د خطاء او غلطۍ په اړه څه وايي (ما ته خپله غلطي را وښيه ) ؟

ابو حازم وويل : ستا پلورونو د مسلمانانو د مشورې پرته د تورې په زور له خلکو څخه پاچاهي اخستې او خلک د تاسې څخه خوښ نه دي[1] .

الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – تفصيل ذلك في تفسير القرطبي.

Print Friendly, PDF & Email