د اسلام اقتصادي نظام -متوازن ملکيت

 د اسلام د اقتصادي نظام ضوابط

ددې ضوابطو په وسيله اقتصادي توازن را منځته کيږي او د اقتصاد مختلفو فعاليتونو ته رباني بڼه ورکوي او دلته يوازې په دريو اصلي ليکو يا ضوابطو بسوالی کوو :

۱- متوازن ملکيت :

۲- متوازنه اقتصادي آزادي .

۳- متوازن مصرفي نظام .

۱- متوازن ملکيت :

ملکيت (تملکُ) د انسان فطرې غوښتنه ده ، تر دې پورې چې د نفس علماوو هغه يو غزيره (طبيعې غوښتنه ) بللې ده او علم نفس کې به غريزه نه وژل کيږي  بلکي هغه به رفع کيږي نو په نفسونو کې د ملکيت سره د محبت او مينې د وژلو لپاره کومه لاره نشته نو هر هغه نظام چې دا کار تر سره کوي هغوی اصلاً نفسونه وژني نو په دې ټوګه د کمونستي نظام اصلي خطاء همدا نظريه وه چې تر نن پورې وتوانيدل خپله دا نظريه عملي کړي .

مګر کچرې دغه غريزه او غوښتنه وژل کيږي ضرور به له بلې هرې لارې چې وي پوره کيږي ، انسان له هلاکت سره مخ کوي او هغه ويجاړوي او همداسې ټول سيسټمونه به له ويجاړۍ سره مخ کوي .

او د کمپيټلزم او پانګوالی طاغوتي نظام خطر دا وو چې مکليت ته يې مطلقه آزادي ورکړې وه تر دې پورې چې د غلا او شکونې بڼه يې غوره کړې وه چې خلک يې لوټول او له هر څه څخه يې بې برخې کول  او د هغوی خواري او د تندي خولې خوړلې او حتی د هغوی وينې يې خوړلې .

د هاغه او دغه طاغوتي نظامونو په پرتله د اسلام اقتصادي نظام په ملکيت باندې اعتراف کړی دی او دا کار په اقتصادي نظام کې د لوی بري سبب دی کچېرې کارګر له ملکيت څخه د خپلو هلوځلو د ګټې څخه محروم کړ شي نو دواړه به له کاره ولويږي او بيا به اقتصادي فعاليتونه له مخ په زوړ سره مخ شي او توليدات به کمزوري شي ، هيواد به د بې روزګارۍ او قحط له ګواښ سره مخ شي او وروسته به يې نتجه هلاکت او بربادي وي .

اشتراکي روسيه يې يو لنډ مثال دی ، شوروي انقلاب چې د انفرادي مليکت په له منځه وړلو او کمزوري کولو ولاړ وو د ۵۰ کلونو په تريدو سره يې د توليداتو کچه له ۴٪ څخه زياته نشوه يعنې د سور انقلاب پخوا (قيصري دوره ) کې ۴۶٪ وه او د شروروي انقلاب پر مهال يوازې ۴٪ زيادت پکې راغلی دی نو آيا دا ۴٪ زيادت په دومره خرابي او بربادۍ ارزي کوم چې خشن شوروي انقلاب تر سره کړل ؟

مګر د اسلام اقتصادي نظام پر ملکيت باندې اعتراف کوي خو داسې نه چې د هر ډول قيد څخه آزاد وي بلکي قيدونه د هغه د نظم او انتظام لپاره دي تر څو د فرد او ټولنې تر منځ توازن حاکم شي  .

نو پدې توګه د ملکيت دوې دندې دي :

فردي دنده تر څو د فرد اړتياوې ورباندې پوره شي .

او ټولنيزه دنده تر څو ټولنې ته د هغه ګټه ورسيږي .

په ملکيت کې لومړی قيد دا دی چې په اسلامي اقتصادي نظام کې سود ، احتکار ، چل او فريب او عیاشي حرام دي .

دوهم قيد دا دی چې اسلام کوم ملکيت په ټولنيز بڼه رامنځته کړی نو اسلام د هغه سرپرستي ټولنې ته سپارلې نه افرادو ته ځکه ګټه هم د ټولنيز او ضرر يې هم ټولنيز دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :”الناس شركاء في ثلاث: “الماء والكلأ والنار”

مثلاً : لارې او سړکونه عامه مکليت دی کټه يې عامه ده څوک يې د انفرادي ګټې لپاره نشي کاروی .

دريم قيد د ميراث نظام :

د ميراث نظام د پانګونې سيسم يو مهم ملکيت دی چې د ورثې خاوتدانو ته نقليږي مګر د هغه لپاره قيد دی کوم چې د دغه نظام دقيق ويش دی چې لاندې ټکې تضمينوي:

۱- ددې شتمنۍ ويشل او د يو لاس پر ځای څو لاسونو ته د هغه انتقال .

۲- د اړتيا سره سم ويشل کيږي کچېرې د اولاد حاجت د والدينو په نسبت زيات وي په دې وجه چې هغوی په راتلونکې کې پالوونکي جوړيږي نو د هغوی برخه به زياته وي او کله چې د نارينه حاجت د ښځينه له حاجت څخه زيات وي ، لکه څنګه چې د يوې کورنۍ حال دی نو د نارينه برخه به د ښځينه په نسبت زياته وي .

۳- دا يو ښه اقتصادي ليد دی کچېرې د والدينو پر ځای اولادونو ته مال ورکړل شي نو هغوی د والدينو په نسبت ډير فعال دي ځکه چې والدين غالباً د پوخ سن خاوندان او ضعيف وي ، او همدارنګه د ښځو په پرتله نارينه ته د مال ورکولو اقتصادي فعاليت زيات وي .

په دې توګه د ميراث نظام يو حکيمانه نظام دی چې ستره اقصتادې دنده تر سره کوي مګر ځنې کسان د هغه د درک څخه عاجز دي هغوی د الله تعالی کلام تغير کړ او د الله تعالی حدود يې مات کړل او په ميراث کې يې د نارينه او ښځينه برخې مساوې کړې چې ګواکې دا ظلم دی او هغوی ګمان کولو چې مونږ عدل پلي کړ نو بشر هيڅ کله هم د الله تعالی څخه زيات عادل نه دی هغه ذات چې الحنَّان المنَّان، الرحمن الرحيم، الكريم الودود! دی.

څلورم محدوديت د مال حق دی کوم زکات دی :

کچېرې دغه زکات د هغو کسانو څخه واخيستل شي چې ور باندې واجب وي او د مسلمانان مشر يې په حاجتمنو کسانو وويشي نو ټولنيز عدالت به را منځته شي چې پر بل هيڅ نظام کې داسې څه نشته .

 او همدارنګه په دې کار سره به د نږديوالي او ورورولۍ فضاء را منځته شي بلکي د داسې برابرۍ او توازن نظام به رامخته شي کوم الله تعالی ته به په هر څه کې خوښ وي.

پنځم محدوديت د ضرر حرمت :

ملکيت ستا حق دی او همدارنګه د نورو لپاره هم حق دی تر څو يو حقدار پر بل حقدار تيری ونکړي.

 مسلمان بايد د «الضرر أو الضرار» (ځان او بل ته ضرر رسولو څخه ) ډډه وکړي تر څو د خپل حق له پولو ونه وځي او د نورو په حقوقو باندې تيری ونه کړي نو ځکه د تيري په صورت کې د حق څخه استفاده کول منع دي .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email