د اسلام د اقتصادي نظام ځانګړتياوې

په غور يې ولولئ او بيا يې د غربي طاغوتي سودي اقتصادي نظام سره پرتله کړئ کوم چې د طاغوتي ډيموکراسۍ رکن او شعار دی

۱- رباني نظام :

يعنې ددې نظام مصدر الله سبحانه وتعالی دی ، د هغه کتاب قرآن ، او د هغه د رسول سنت او مسلمانو علماوو اجماع ده او د رباني نظام حکمتونه دا دي:

الف): د خلكو لپاره د هغه ساتل او يادول او حمايت کول ډير آسانه دي چې ډيرو پيچلو او دروندو وسائلو او دولتي بوديجو ته ضرورت نلري چې خلک د هغه دروند بار پورته کړي.

او مونږ دلته د عمر بن عبدالعزيز د خلافت دورې د زکات د عوايدو او (اوسني مالياتو) تر منځ توپير درک کوو :

هغه پر ټولو محتاجو فقيرانو او مسکينانو د زکات مالونه وويشل او بيا يې د زکات ټولوونکو ته ورکړل او بیا يې د زکات په نورو مصارفو کې خرڅ کړل تر دې چې تر پوروړو پورې خبره ورسيده او دولت د پوروړو کسانو پورونه خلاص کړل .

اوس پورته بيان شوی مثال د مالياتو د ټولې مجموعې سره پرتله کوو چې د پورته مصارفو څخه يې يو مصرف هم نه دی کړی ( مونږ وينو چې اوسني حکومتونه په بيلا بيلو نومونو څو فصيده ماليات ټولوي او آيا له دغو مالياتو څخه يې د کوم فقير ، مسکين او پوروړې سره څه مرسته کړې ؟ ).

ب): پاچا او رعيت يا حکومت او عام خلک هغه ته يو شان احترام لري او يو شان ورته تسليم دي ځکه چې مصدر يې تر ټولو لوړ دی .

ج): د اقتصادي نظام ، ټولنيز نظام او سياسي نظام تر منځ يو ځای والی قبلوي ځکه مصدر يې يو دی او هيڅ ډول ويش او تجزيه نه مني .

۲- د کمښت ټاکنه :

د معاصر اقتصادي نظام له مشکلاتو څخه يو مشکل دا دی چې هغه ته (کمښت) وايي په دې معنی چې د خلکو يا نفوس د زيادت سره منابع له کمښت سره مخامخ کيږي چې هغوی ورته د جمعيت انفجار وايي مګر د اسلام په اقتصادي نظام دغه مشکل لره هيڅ وزن نشته .

  • ځکه چې د اسلام اقتصادي نظام پر دغه عقيده باندې ولاړ دی چې :[ إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِين ][1] .

ژباړه: بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى.

او په دې باندې ولاړ دی چې :[وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا ][2]

ژباړه: او په ځمكه كې هېڅ خوځنده (ذي روح) نشته مګر د هغه رزق خاص په الله باندې دى.

او الله تعالی رزق داسې تقسم کړی دی لکه څنګه يې چې اجل تقسيم کړی دی .

نو دا ممکنه نه ده چې داسې وخت راشي او يا داسې ځای پيدا شي چې هلته کمښت را منځته شي مګر دا چې هغه به د الله تعالی د جانبه ابتلاء او يا بلاء او عذاب وي .

[وَلَقَدْ أَخَذْنَا آَلَ فِرْعَوْنَ بِالسِّنِينَ وَنَقْصٍ مِنَ الثَّمَرَاتِ ][3]

ژباړه: اویقینًا یقینًا مونږه فرعونیان په وچكالۍ سره او د میوو په كم والي سره نیولي وو، د دې لپاره چې دوى نصیحت ومني.

او کله چې يو امت الله تعالی ته خوښ شي نو د هغه په رزق کې زيادت راولي .

[وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آَمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ][4]

ژباړه: او كه چېرې د كلیو اوسېدونكو ایمان راوړى وَى او پرهېزګاره شوي وَى (، نو) مونږ به خامخا په دوي باندې د اسمان او ځمكې نه بركتونه پرانستلي وى .

[اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا، يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا، وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا][5]

ژباړه: او تاسو ته به مالونه او زامن درزیات كړي، او تاسو ته به باغونه پیدا كړي او تاسو ته به ولې پیدا كړي ، په تاسو څه شوي دي چې د الله لپاره د لويي عقیده نه ساتئ؟

او ددې څخه وروسته د حکيم او خبير رب دغه قول ور زياتوو چې فرمايي :[وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا ][6] .

ژباړه: او كه تاسو د الله نعمتونه وشمېرئ (نو) تاسو به هغه ونشمېرلى شئ.

پس د الله تعالی نعمتونه کم او نادر نه دي بلکي د حساب څخه وتلي دي .

الله تعالی په اسلامي امت باندې لوی احسان کړی دی د اسلامي امت سيمي د کرهنې لپاره بډايه سيمې دي .

د اسلامي امت ځمکې تر ټولو ځمکو د لومړنيو موادو بډايه ځمکې دي ، لکه :په لومړی درجه کې سر زر ، يورانيم او نفت .

اسلامي امت د نړۍ مرکز دی چې يو استراتژيک او سوداګريز ځای دی پر بحري او اقیانوسي بندرونو نظارت او کنترول لري او له بله اړخ څخه د نړۍ د براغظمونو (قارو) په منځ کې موقعيت لري چې د زیاتو هيوادونو په پرتله په سم او معتدله توګه د هر ډول توليداتو صلاحيت لري .

او که وروسته د ځتيځ يا لوديځ د ځنو سيمو په اوسيدونکو کې د ګناهونو په وجه څه کمښت شتون لري چې د هغه په نتجه کې هغه مقام او مرتبه له لاسه ورکړی کوم چې الله تعالی د محمد صلی الله عليه وسلم د امت لپاره خوښ کړی  نو د هغه علاج به خپل مسير ته رجوع کول وي .

۳- دريمه ځانګړتيا د آخرت غوښتنه :

او هر چې د آخرت غوښتنه ده دا يوه مهمه ځانګړتيا ده .

او د مرګ څخه وروسته ژوند لپاره اوسني هغو رژيمونه فضاء را ټيټوي چې د ژوند تعامل يې يوازې ماده ده او داسې ګمان کوي چې د مرګ څخه وروسته به حساب نه وي.

[فَأَمَّا مَن طَغَى * وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا * فَإِنَّ الْجَحِيمَ هِيَ الْمَأْوَى * وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى * فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى ][7].

ژباړ: نو هر چې هغه څوك دى چې سركشي يې كړې وي * او دنيايي ژوند ته يې ترجیح وركړې وي * نو بېشكه چې هم دا دوزخ (د ده) استوګنه ده * او هر چې هغه څوك دى چې د خپل رب په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېدلى وي او نفس (ځان) يې له خواهشاتو نه منع كړى وي * نو بېشكه چې هم دا جنت (د ده) استوګنه ده.

دنيا وسيله ده مقصد نه دی ، هدف ته د رسيدلو يوه لاره ده :[ وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الآخِرَةَ وَلاَ تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلاَ تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ ][8].

ژباړه: او ته په هغه (مال) كې چې تا ته الله دركړى دى؛ د اخرت كور (جنت) لټوه، او له دنیا نه خپله برخه مه هېروه، او احسان كوه، لكه چې تا سره الله احسان كړى دى، او په ځمكه كې فساد مه غواړه، بېشكه الله فساد كوونكي نه خوښو.

په دې ټوکه روښانه ده چې د اقتصاد وضعيت ته اهتمام کول واجب دی مګر داسې نه چې د آخرت څخه د غفلت سبب او آخرت ورباندې برباد شي او چي د انسان مطلب آخرت وي او اقتصادي چارې د اسلام د حکم سره سم وي هغه که فرد وي يا دولت نو د شک پرته چې د عباداتو څخه يې يو عبادت ادا کړ ځکه عبادت خو يوازې په نسوکو او لمانځه کې نه دی بلکي عبادت د ژوند ټولو فعالتونو او اړخونو ته شامل دی .

۴- تعادل او برابري :

د اسلام اقتصادي نظام پر تعادل او برابرۍ باندې ولاړ .

په انفرادي ټوګه يې د تعادل تأکيد او ټينګار کړی دی :

 [وَلا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ][9] .

ژباړه: او مه كوه خپل لاس تر خپلې غاړې پورې تړل شوى او مه هغه غځوه، بېخي پوره غځول .

په ټولنيزه ټوګه يې د تعادل ساتلو ټينګار کړی دی :

 [وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا][10] .

ژباړه: او هغه كسان دي چې كله انفاق كوي (مال لګوي نو) اسراف نه كوي او بخل هم نه كوي او د دغو (دواړو حالتونو) په مینځ كې میانه حاله وي.

او بيا يې په پای کې دا ځانګړتيا د يو امت لپاره صفت ګرځولی کوم چې د هغه په خير کې اضافه والی دی :

[وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا][11]

ژباړه: او همدارنګه مونږه تاسو غوره امت جوړ كړي یئ، د دې لپاره چې تاسو په خلقو باندې شاهِدان (ګواهان) شئ، او رسول پر تاسو باندې ګواه شي.

نو په دې توګه د توازن او تعادل حلقه بشپړه شوه .

۵- د اسلام اقتصادي نظام عيش ردوي:

د اسلام اقتصادي نظام اسراف ، عيش سستي ، ټمبلي او عياشي ردوي .

کچېرې عيش له واک سره جمع شي نو د هغه نتجه د فسق پرته بل څه نه وي .

کوم شی چې د خپل حد څخه واوړي نو د هغه پر ضد بدلييږي او عیاشي د اقتصادي ضرر سبب ګرځي کچېرې پراخه شي نو د توليد په برخه کې د زيات مصرف سبب ګرځي چې د تورم او د اقتصادي تعادل د کډوډی سبب جوړيږي او د اقتصادي بحران سبب ګرځي  چې بلاخره د ټولنيز ضرر او تر هغه لوړ سیاسی ضرر سبب ګرځي او په سر کې يې د عياش هيوادونو کافر کمونست او کپيلیزم وو چې دا ضرورنه پکې جمع شوی وو او ددې ټولو اضرارو په اړه قرآنکريم خبرداری ورکړی دی : چې نتجه يې هلاکت او بربادي ده او د عياشي او په عیاشی اخته کسانو پر وړاندې سکوت څخه يې منع کړې ده .

 او د عیاشو خلکو لپاره پکار ده چې په هغه څه باندې وخاوندې مخکې لدې چې هر څه له لاسه ورکړي او غوره ورته دا ده چې په انصاف خپلې خيټې ډکې کړي پخوا لدې چې د ذوزخ د زقوم او شرابو يې ډکې کړي .

كَالْمُهْلِ يَغْلِي فِي الْبُطُونِ، كَغَلْيِ الْحَمِيمِ

أساليب الغزوه الکفري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره الذاريات :۵۸ .

[2] – سوره هود :۶ .

[3] – سوره الاعراف :۱۳۰ .

[4] – سوره الاعراف :۹۶ .

[5] – سوره نوح :۱۲-۱۳ .

[6] – سوره ابراهيم :۳۴ .

[7] – سوره النازعات :۳۷-۴۱ .

[8] – سوره قصص :۷۷ .

[9] – سوره الاسراء :۲۹ .

[10] – سوره الفرقان :۶۷ .

[11] – سوره البقره :۱۴۳ .

Print Friendly, PDF & Email