په شعائرو او عباداتو کې نيمګړتياوې
اول – په لمانځه کې نيمګړتيا
نن چې د ډيرو مسلمانانو اخلاق او اعمال خراب دي نو يوه وجه يې دا ده چې په لمانځه کې يې نيګړتيا ده ځکه چې کامل لمونځ بنده له ناوړه کارونو څخه ساتي :[ إِنَّ الصَّلاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ][1].
ژباړه: او لمونځ ودروه يقيناً لمونځ د بې حيایی او ناروا کارونو مخه نيسي.
په لمانځه کې کومې نيګړتياوې :
د مثال په توګه :
۱- ډير مسلمانان جومات ته د لمانځه د ادا کولو لپاره نه ځي .
حال دا چې د جماعت لمونځ واجب دی :
الله سبحانه وتعالی خپلو مؤمنو بنده ګانو ته داسې حکم کړی دی :[وأقيموا الصلاة وآتوا الزكاة واركعوا مع الراكعين][2] .
صاحب الدرمختار ابن عابدِين رحمه الله وايي:
“ان صلوة الجماعة واجبة على الراجح فى المذهب أو سنّة مؤكدة فى حكم الواجب كما فى البحر و صرحوا بفسق تاركها و تعزيره و أنه يأثم”[3].
ژباړه : د جماعت لمونځ په راجح قول سره په مذهب کې واجب دی ، سنت مؤکد په حکم د واجب دی لکه څنګه چې په (البحر) راغلی ، ترک کول يې فسق دی او د پرېښودونکې د پاره تعزير دی او هغه ګناهکار دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَنْ سَمِعَ النِّدَاءَ فَلَمْ يُجِبْ فَلاَ صَلاَةَ لَهُ إِلاَّ مِنْ عُذْرٍ»[4] .
ژباړه : چا چي اذان وارويد او هغه ته يې ځواب ورنه کړ (جماعت ته حاضر نشو ) نو د هغه لمونځ ونشو مګر دا چې څه عذر وي ( لکه : ويره او مرض) .
حضرت عمرفاروق پخپل دور خلافت کې خپلو ټولو واليانو داسې ليک وليږه :
: «إنَّ أهم أمركم عندي الصلاة فمن حفظها فقد حفظ دينه، ومن ضيّعها فهو لما سواها أضيع، ومن المحافظة عليها أداؤها جماعة فى المسجد»[5] .
ژباړه : تر ټولو مهم د تاسې له أمور څخه ماته لمونځ دی ،پس هر چا چې د هغه حفاظت وکړ هغې خپل دين وساتلو او چا چې هغه ضايع کړ هغه ته د نورو شيانو ضايع کول آسان دي او د هغه کمال او محافظت دا دی چې لمونځ په جمع په جومات کې ادا شي .
۲- د لمانځه په ارکانو او واجباتو کې نيګړتيا ده ځنې مسلمانان د لمانځه ارکان او واجبات په سکون او آرام او د شرعې موافق نه ادا کوي …
مثلاً : قومه او جلسه صحي نه ادا کوي د ارکان په ادا کې سکون نه وي بلکي په بيړه سره لمونځ ادا کوي .
د پنځو امامانو (امام مالک ، امام شافعي ، امام احمد ، امام يوسف او امام زفر رحمهم الله ) په نزد قومه ( د رکوع څخه پورته کيدل ) او جلسه (د دوو سجدو په منځ کيناستل ) او همدارنګه طمانيه او سکون فرض دي .
د دوی دليل دا دی چې يو ځل يو صحابه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مخکې د سکون او طمانيه پرته لمونځ کولو نو دغه صحابې ته يې وفرمايل :
«ارْجِعْ فَصَلِّ فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ» ( بيرته له سره لمونځ وکړه تا خو لمونځ ونه کړ ) .
۳- د لمانځه د تعليم ، ترغيب (تشويق ) او ترهيب (ويرولو ) په باره کې غفلت کول ، ډير علماء نورو مسلمانانو ته د لمانځه په تعليم ، ترغيب او ترهيب کې غفلت کوي نو هغوی د خپلو لمونځونو د احکامو او ارکانو څخه غافله شوي دي .
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود
[1] – سوره العنکبوت :۴۵ .
[2] – سوره البقره :۴۳ .
[3] – رد المحتار: ۱/۳۳۷، البحر الرائق: ۱/۳۴۱.
[4] – رواه ابن ماجه و ابن حبان .
[5] – رواه امام مالک في موطا و ابن قيم الجوزي .