د عاشورا په اړه هر اړخيره مسائل

د عاشورا په ورځ روژه نيول ؟

د عاشورا په ورځ روژه نيول سنت ده او دا روژه زیات ثواب لري په حديث شريف کې راغلي دي چې:«صَومُ يومِ عَاشُوراء يُكَفِّرُ السَّنَهَ التي قَبْلَهُ »([1]) .

ژباړه : د عاشورا د ورځې روژه نيول د تير يو کال د ګناهونو کفاره ګرځي.

 مستحب ده چې د محرم د نهم ورځ هم روژه ونيول شي تر څو د يهودو سره مخالفت وشي .

د روژې نيولو علت دا دی چې کله پيغمبر صلی الله عليه وسلم مدينې ته هجرت وکړ د مدينې يهودو به د عاشورا په ورځ روژه نيوله او علت يې د موسې عليه سلام نجات له فرعون څخه ؤ نو پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چې مونږ تر دوی نه اولاتره يو مګر دا چې د يهودو سره مخالف وشي د محرم نهم روژه نيول مستحب دي .

د عاشورا ورځ د کربلا د واقعې سره څه ربط لري ؟

د عاشورا ورځ د امام حسين رضی الله عنه له شهادت سره کوم ربط نه لري دا د الله تعالی تقدير ؤ چې امام حسين د محرم په لسم شهيد شوی دی ، دا ورځ د امام حسين د شهادت په خاطر فضيلت نه لري بلکې دا ورځ د اسلام نه مخکې هم وه رسول الله صلی الله عليه وسلم د عاشورا د ورځې فضيلت هغه وخت بيان کړی چې امام حسين ماشوم ؤ.

د شعيه ګانو د خواراک خوړل څه حکم لري ؟

نذر يو عبادت دی چې د الله تعالی لخوا څخه مقرر شوی نه وي بلکي خپله بنده يې پر ځای مقرر وي چې نذر کوي داسې چې:  زه به روژه ونيسم يا به نفلونه وکړم  الله تعالی فرمايي : {يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا}([2]).

نذرونه او ذبح کول دواړه عبادت دی چې يواځې د الله تعالی د پاره وي .

د امام په نوم خوراک يا ذبح کول شرک دی او داسې خوراک خوړل حرام دي .

په عاشورا کې شله پخول څه حکم لري ؟

بدعت دی هر هغه شی چې د ثواب په نيت تر سره شي او د دين جز وګڼل شي او په هغه شي باندې الله تعالی او پيغمبر صلی الله عليه وسلم حکم نه وي ورکړی بدعت دی .

«مَن أحدثَ في أمرِنا هذا ما لَيسَ فيهِ فَهُوَ رَدٌّ»([3]).

د شعیه ګانو روان اعمال په اړه د اسلام حکم څه دی ؟

شعيه ګان چې کوم اعمال تر سره کوي لکه په کوڅو او لارو کې د شرکي

دروازو درول ، د تورو جنډو ځړول ، تر نيمو شپو نعت خانې کول او د ځانونو ټکول زخمي کول دا ټول هغه ګمراه کونکي د اسلامې شريعت خلاف کارونه دي چې په اسلامې شريعت کې هيڅ اصل نه لري دا نني روان باطل کارونه کوم چې شعیه ګان يې په محرم کې تر سره کوي د اهل تشيع په مشهورو مراجع کې لکه  کتاب نهجة البلاغه ، منتهی الأمال ، من لا يحضره ،الفقية ابوجعفر او نورو کې هم باطل بلل شوی دي .

د اهل تشع يو عالم د شعیه ګانو د دغو خرافاتو په اړه په خپل کتاب « التنزیه لأعمال الشبیه » کې ليکلي : ( قمه زنی و برخی دیگر از اعمال رایج در عزاداری امام حسین نه تنها ثوابی ندارد، بلکه از نظر شرع مقدس حرام است .

د شعيه مشهور کتاب اصول کافي د عاشورا د عزاداري اعمال بدعت او خرافات بللي دي او داسې ليکي : (چرا که حضرت رسول اکرم (صلی الله عليه وسلم) فرمودند: «اذا ظهرت البدع فی امتی فلیظهر العالم علمه، فمن لم یفعل، فعلیه لعنه الله»؛ هنگامی که بدعت هایی (نوآوری های باطلی) در امتم ظاهر شد، عالم دین باید علمش را اظهار کند و کسی که چنین نکند، لعنت خدا بر او باد. (اصول کافی، ج1، ص 54).

رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه چا باندې لعنت ويلې چې د مصيبت په وخت کې په زوره ژړا کوي ،ګريوان او جامې څيروي ويښتان شکوي :«لعن النَّائِحَةُ وَالْمُسْتَمِعَةَ».([4])

عبدالله ابن مسعود روايت کړی چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي : « لَيْسَ مِنَّا مَنْ ضَرَبَ الْخُدُودَ , وَشَقَّ الْجُيُوبَ , وَدَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ »([5]).

ژباړه: زمونږ د سنتو موافق نه دي هغه څوک چې د مصيبت په وخت کې خپل مخ وهي او ګريوان څيروي او جاهليت غوښتنې ته بلنه کوي .

 په اسلام کې د غم په تغر کيناستل دری ورځې وي هغه هم د اسلامې اصولو په چوکات کې نه 14 پيړی هغه هم د داسې خرافاتو په استقبال

سره چې په هيڅ مذهب کې جواز نه لري .

مخکې مو وويل چې بدعت تر ګناه بدتره دی ځکه ګناه کونکی خپل ځان

مجرم بولي خو بدعت کونکي خپل ځان پر حق بولي نن شعیه ګان شپې رڼي کوي او ټول شپه يې لاوسپکر چالان وي دوی پر اهل سنتو ځان غوره هم بولي او دا ګمان به هم کوي چې ډير ثوابونه مو يوړل .

ولی بدعت سراسر ګمراهۍ ده بل څه نه دي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«إيّاكُم وَ مُحدَثاتِ الأُمورِ؛ فإنَّ كُلَّ مُحدَثَةٍ بِدعَةٌ، و كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَةٌ، وَ كُلَّ ضَلالَةٍ في النّارِ»([6]):

ژباړه: په دين کې د نو پيدا شی نه پرهيز وکړﺉ چې هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او دهرې ګمراهی انجام اور دی ) همدارنګه فرمايي : «مَن أحدثَ في أمرِنا هذا ما لَيسَ فيهِ فَهُوَ رَدٌّ»([7])  .

او پيغمبر صی الله عليه وسلم فرمايي : «إن الله حجب التوبة عن صاحب كل بدعة حتى يدع بدعته»([8]) .

الله تعالی تر هغې پورې د هر بدعت کوونکې توبه نه قبلوي تر څو چې هغه ترک نه کړي .

د ظالم پر وړاندې د انقلاب ياد :

په هغه عصر کې د ظلم په وړاندې مبارزه د هغه عصر د خلکو مسئوليت ؤ چې دا مسئوليت امام حسين رضی الله عنه  تر سره کړ په نن عصر کې د ظلم پر وړاندې مبارزه زمونږ مسئوليت دی ، اهل شعیه دې له ځانه سره خپله قضاوت وکړي چې دوی په نن عصر کې په اسلامي امت باندې د نړيوال کفري يرغل پر وړاندې څه کړي دي ؟.

آن لاين اسلامي لارښود

([1]) – رواه مسلم : ۱۱۶۲ .

([2]) – سوره الدهر : ۷ .

([3]) – رواه البخاری و مسلم .

([4]) – رواه مسلم .

[5]) ) – عمدة الاحکام حديث نمبر ۱۷۵ .

([6]) – رواه ابؤداود و الترمذي.

([7]) ـ رواه البخاري و مسلم .

([8]) – رواه الطبراني .

Print Friendly, PDF & Email