په لمانځه کې د خوب څپه يا پرکالي چې داسې اندازې ته ورسيږي چې سړی په قرآئت کې سهو شي لمونځ مکروه کوي.
او په داسې حالت کې له لمانځه کولو څخه منع شوې .
له عايشې رضی الله عنها څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « إِذا نَعَس أَحَدُكُمْ في الصَّلاة، فَلْيَرْقُدْ حتى يَذهَب عَنْهُ النَّوم، فَإِنَّ أَحدكُمْ إذا صَلى وهو ناعِس، لَعَلَّهُ يَذهَبُ يَستَغفِرُ فَيَسُبَّ نَفسهُ » متفقٌ عليه.
ژباړه : کچيرې په لمانځه کې يو د تاسې ته خوب ورشي نو بايد بيده شي تر څو خوب ورڅخه لاړ شي ځکه که يو د تاسې څخه د خوب په حالت لمونځ وکړي کيدای شي د بښنې غوښتلو پر ځای خپل ځان ته ښنځل وکړي.
جاء في فقه الاسلامي و ادلته :
وتكره الصلاة حال النعاس الشديد وهو الذي لا يأمن ضبط قراءته والسهو فيها.
و الله سبحانه وتعالی اعلم