د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د رسالت څخه مخکې به يهوديانو د نوي پيغمبر د راتګ خبر او نښانې بيانولې مګر کله چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم مبعوث شو دا چې له بني اسرائيلو څخه نه وو نو دوی يې پر وړاندې د کنې او حسد لاره اختيار کړه .
که نه دوی پيغمبر عليه السلام داسې پيژندلو لکه خپل اولادونه .
لقوله سبحانه وتعالی :[الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمُ…][1] .
يو ځل د بني قريظه د قوم مشر کعب بن اسد يهوديانو ته وويل : په دې حال کې چې ( د پيغمبر پر وړاندې د جنګ او مخالفت ) په حال کې يو ( نو ښه به دا وي چې )که په محمد ايمان راوړو . په الله قسم چې تاسې ټولو ته ښه څرګنده ده چې دا همغه کس دی کوم چې دده په اړه د تاسې په کتاب کې زيرې ورکړ شوی دی مګر د هغه د نه منلو وجه زمونږ حسادت دی ځکه چې دا پيغمبر د بنی اسرائيلو د نسل څخه نه دی .
[1] – سوره الانعام :۲۰ .