صهيونست او د اسرائيلو د دولت د جوړيدو مراحل

د صهيونست پيژندنه

يهوديانو او نصارا ته اهل کتاب يا د آسماني کتابونو خاوندان وايي .

يهود د «هَادَ ، يهُودُ » کلمو څخه اخيستل شوی چې رجوع کولو ته وايي ، او ځنې وايي : يهود منسوب دی «يهودا» لره کوم چې د يعقوب عليه السلام زوی وو .

يهوديان د موسی عليه السلام پيروان وو ، په موسی عليه السلام باندې تورات نازل شوی وو او يهوديت عقيده په پيل کې له تحريف څخه مخکې پاکه عقيده وه وروسته کاملاً تحريف شوې ده او يهوديان د الله تعالی په غبرګو نازل شويو شريعتونو کافران شوی دي .

مولف استاذ دوکتور  رحمه الله ليکي :

دا څه بهتان نه بلکي حقيقت دی چې صهيونست تر ټولو خطرناک سياسي او ديني مذهب دی کوم چې بشريت د هغه د سياسي تاوتريخوالي ، فکري زور او قهر او نژادي او قومي تبعيض څخه رنج وړي او په ساده کچه يې د فکري او مادي قوو احتکار کړی او هميشه يې په انسانانو کې نفرت او بغض خپور کړی دی د ځان پرته د بل هر چا سختي او بدبختي غواړي .

غواړي له نړۍ څخه انساني لارښوونې پټې او ټول هغه اخلاقي ارزښتونه له پامه وغورځوي چې په آسماني اديانو ، فکري مذاهبو او بشري فطرت کې يو شان  اهميت لري .

هغوی يوازې په فلسطين کې د يهودي دولت جوړول نه غواړي بلکي هدف يې دا ده چې ټوله نړۍ تر خپل واک لاندې راولي او د يهوديانو د قانون تابع يې وګرځوي .

د اسرائيلي دولت د جوړيدو مراحل :

۱- په ۱۸۹۸ کال کې د «سويسرا» په ښار کې لومړنۍ غونډه جوړه شوه او په دغه غونډه کې د يهودو سياسي مشر «هرتزل» لخوا د يهودي دولت د جوړيدو غوښتنه وشو .

۲- په ۱۹۱۰ کال کې د يهودو مشر «قرصو» له  سلطان عبدالحميد څخه غوښتنه وکړه چې فلسطين دوی ته د قومي وطن په حيث وسپاري او سطان رحمه الله د هغه وړانديز په کلکه رد کړ ، ددې څخه وروسته «هرتزل» يهودو ته امر وکړ چې فلسطين ته داخل شي .

او وروسته په کال د ۱۹۱۷ کې د بريطانيا د خارجه چارو وزير هغوی ته د فلسطين د قومي وطن په حيث ورسپارلو وعده وکړه .

۳- په کال ۱۹۴۷ کې فلسطين د ملل متحد لخوا د يهودو او مسلمانانو تر منځ وويشل شو .

۴- په کال د ۱۹۴۸ انګليس پر فلسطين باندې يرغل وکړ او هلته يې يهودويان ځای پر ځای او د هغوی د وتلو سره سم یې په همدې کال اسرائيلي دولت اعلان کړ .

“د اسرائيلو لومړنی رئيس الوزراء « بن غوريون» وايي : صهيونست په ۱۹۴۸ د ۱۴ نيټه د بريطانيا په ملاتړ او «الهاجاناه»[1] فوځونو په برکت خپل هدف ته ورسيد او دا زمونږ د مبارزې پای نه بلکی پيل دی او مونږ بايد د هغه لوی دولت لاس ته راوړلو لپاره مبارزه وکړو چې د نيل څخه تر فرات پورې وي “

يعنې بن غورين وايي چې زمونږ اسرائيلي دولت به د هغه ويش څخه لوی وي کوم چې د عربانو او يهوديانو تر منځ شوی دی .

يقيناً اسرائيل د خپل دولت د پراختيا لپاره کوښښ کوي او که د عربي هيوادونو همدا غفلت وي نو هغوی به سيناء ، جولان او د فلسطين ټولې ځمکې اشغال کړي
د صهيونست بنسټ :

د صهيونيست (Zionism) نوم د صهيون څخه اخيستل شوی دی ، صهيون په بيت المقدس کې له څلورو غرونو څخه د يو غره نوم دی کوم چې په هغه باندې د يهودو دولت قايم شوی وو .

او يهوديان دا عقيده لري چې «مسيح مخلص» به په همدې غره کې ظهور کوي کوم چې يهوديان يې انتظار کوي او دوی ته به د الله تعالی د لورې څخه د بښنې توبې زيری ورکوي او دوی ته به له ګناهونو او لعنت څخه نجات ورکوي او د هغو ګناهونو څخه چې د اوږدې مودې څخه ور باندې اخته وو بښل کيږي .

صهيونيست يو سياسي ، نژادي او متعصب يهودي حرکت دی چې مقصد يې په فلسطين کې د يهودي حکومت جوړول او غواړي خپل پايتخت بيت المقدس ته نقل کړي او له هغه ځای څخه پر ټوله نړۍ باندې واک لرل دي تر څو د نړۍ سياسي نظام کمزوری او خپل يهودي حکومت تر واک لاندې راولي.

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – د اسرائيلو او د هغه د متحدينو کډ فوځونه .

Print Friendly, PDF & Email