ای زما ځوانه وروره !

ای وروره! ټولنیز حالات داسې حساس او بربادونکي پړاو ته رسیدلی دي چه د خیر او فلاح کشتی د فحشا‌ء او فساد په سمندر کې ډوبیدونکې ښکاري د اصلاح امکانات ورځ  په ورځ له مينځه تلونکي بریښي، د زوال نښې رابرسیره شوی د عزت او عفت حقیقت د بداخلاقی او بې عزتی په مجازي پردو کې پټ شوی، د یوې عامې رسوایی او بې حیایی ټول شرایط برابر شوي، نو پداسې حالاتو کې تا ته یو نصحت کوم:
 ای وروره! ځواني د ټول عمر یو نه راګرځیدونکی پسرلی دی د داسې پسرلیو قدر کول د هر ځوان یوه دینی او اخلاقی لویه او مهمه فریضه او زمامداری ده د ځوانی په پسرلی کی د هر چا د ژوند د امیدونو غوټی په غوړیدو شي. له هرچا سره یو نوی احساس اویوه نه ما تیدونکی جذبه پیدا شي. خو نیک بخته هغه څوک وي چه خپل غلط اوشیطاني احساسات را قابو کړي. د چا دکورونو او کنډرونو وهلو ته یی ونه لمسوي، د چا حیاء او عفت پریوتو ته یی مجبور نکړي او د چا د ناموس لوټلو ته یی ونه هځوي .
ای وروره! هغه شیطان چه ته یې پرمخه کړی یې او د ژوند له هسکو او ټیټو څخه یی ناخبره ساتلی یې ډیر مکار هوښیار اوځیرک دی پام کوه که یو ځلی دې ورسره ملګری شو نو بیا به یی له دوستی څخه ترعمره پوری خلاص نه شې. دا د بنګو خمار نه دی همیش په مغزو کی ګرځی او تا به داسې شیانو ته هڅوي چه هغه یوازې نورو ته نه بلکی تاته پخپله هم یوه لویه صدمه اوضربه درکولای شی بس ستا په قیمتی ځوانی اور پوری کولای شي او ټول ژوند دی په غم او ویر اخته کولای شي .

 

ای وروره!  تا به دې ګلونو د ښایست ننداری داسې خمار او بی پروا کړی چه د پټو اغزیو له لاسه به یی زخمی زخمی شې کوم چه تا نه وي لیدلی او دې ګلونو تر پاڼو او څانګو لاندې پټ وي له عفتونو سره لوبې کول دې هغه اغزی لرونکی ګلونو سره لوبی کول دی چه یوه لحظه خمار او زړه وړونکی ښایست یی تاته د ژوند تر پایه اور پورې کولای شي او تا هسې سوځولای شي چه دود اولوګۍ یې څوک نشي لیدای..
ای وروره!  ته چه په کومو ښکارونو پسې وځې او د ښکار کولو کوښښ یې کړې نو هغه پټ دامونه هم له نظره مه وباسه چه تا اوستا پشان ډیر هوښیار ښکاریان یې ترعمره په مضبوطو دامونو کې ښکیل کړي . دا پټ دامونه خو به خامخا یوه ورځ ستا له سره هم هغه خمار اونیشه والوزوي کومه چه ته یې داسې ‌ړوند او بې پروا کړی وې .
عمل ندې بلکه له بلاګانو څخه ځان ساتل د هرهوښیار او ایماندار بنده خورا لویه هوښیاري اوایمانداري ده. دشهوت اوغرور خونړی بلا همیشه وازکومي ګرځی خو پام کوه ددی بلاګانو وازکومی ته د ځان سپارلو او نغړلو موقع او فرصت مه ورکوه.

 

ای وروره ! هرې دروازې ته نا منا سب ودریدل او په هره کوڅه کې د عفتونو د لوټلو په غلطو ارادو ګرځیدل به تا تر کومه وژغوري اودا لوټلی مال به ستا د کوم درد دوا شي. پداسې حال کې چه خپله دروازه کوڅه او خپل عفتونه هم دریاد کړه.آیا ته به هغو غلو او داکوانو ته هم غلی او بی تفاوته پاتې شې ستا ناموس ته بد نظر کوي ؟ ووایه آیا داسې څوک شته چه په دومره آسانۍ او بې پروایۍ له خپلې حیا او آبرو  څخه لاس په سرشي او د داسې کړو ننداره وکړي چه نه عقل نه ایمان او نه یی غیرت منلای شي . او داسی غلو او فاحشو انسانانو ته څوک سکوت کولای شی چه هغه یی د کور مال او متاع په ډیره بی رحمی او بی ایمانی غلاکوی .
ای وروره ! ته چه د ځان لپاره پرده ، عزت او حیاء غواړې نو دا څه درباندې کیږي چې د نورو لپاره ستا په زړه کې د رحم  او کرم ټکی نه پیداکیږي او که نه یې د ځان لپاره غواړې او نه د نورو پروا لرې نو لږ او ډیر خو له هغو خونړیو بلاګانو څخه وویریږه چه د داسې کسانو لپاره یې خوله خلاصه نیولې اوپه یوه ساه هرڅه له خپله حلقه په ډیره بې رحمۍ تیرولای شي .
ای وروره! د بدکارۍ او بداخلاقۍ په دور زنګ وهلو ځنځیرونو چې څوک تړل شوی او یا یې ځانونه پری تړلی وو یوازی توبه یا مرګ ورته خلا صون او امان ورکولای شی. او که نه ځان د زنا کارۍ او بدکارۍ په دامونو کی تړل او ایسارول او دا ورته نوره لمن وهل به یوازی تا او ستا ملکری ونه سوځوي بلکې ډیر نور به هم ددې بربادونکې اور خس او خاشاک شي او دا زموږ اجتماعی ژوند به هم  د ځنګلی ځناورو په شان د بی رحۍ او بد اخلاقۍ ښکار شی.
ای وروره ! ددې نیشو تور لوکی او دفحاشی سره اورونه هغه دوی توری بلاکانی دی چه ځانونه کورونه کلی اواولسونه سوځوي . نیستۍ او بربادی زیږوي . د نیشی اورهمداسې لکه څنګه چه یی ګوری تن اووجود لوګن کوي دې ته ورته زموږپه مادي معنوي، ایمان، اخلاقي او اجتماعي هستیو اور پورې کوي . او د فحشأ اورهغه د سرې پټ اور دی چه کله غرغړاندې شي نو بیا یې را قابو کول او یا له منځه وړل مشکل وي . داسې لوی هستي د تورولو خړو خواراک شي چه په نوم یادولو یې هم د چا زړه له درده نه قراریږي داسې وبا خوره شي چه زمونږ هرڅه پکې پردي نیست او نابود شي .
نو ته لږ د خدای پخاطراو ددې کړېدلي او ځوریدلی اولس په حال رحم او کرم وکړه اوځان په سوچه اسلامی اخلاقو سمبال کړه چه له یوی خوا زموږ اسلامي او اخلاقي تشخص هم وشي اوله بلی خوا زموږ دیني اواخلاقي زمه واري ترسره شی.
ای وروره! څومره به ووایو تر څو به یی ولیکو خو له دې دواړو غوره دا ده چه لمړی پرې عمل وکړو او د خپلو اسلام او اخلاقو پواسطه د خلکو زړونه تسخیرکړو په نتجه کې به مونږ ټولې ایماني ،اخلاقي او اجتماعي ښیګڼې ترلاسه کړی وي  او زمونږ غوره اسلامي اخلاق اوکړنلاره به د نورو لپاره پند او عبرت شي دی لویدلې او کږې ټولنې لپاره به یوه تکیه شي ، په نتجه کی به د آدم اولاد ته د خیراو فلاح زمینه برابره او ټول به سعادت او اطاعت په یوه ښکلي چاپرچل کې د آرام سکون،اطمینان او راحت ساه واخلي      (آمین)

آن لاين اسلامې لارښود ټيم – داکترعبدالحق فرقانيار    کمپوز – محصل محمد طارق

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. مننه د تاسی ټولو نه چې داسی په زړه پوري مطالب په ليکه کوی الله ج مو په دواړو جهانونو کې بريالي او سرلوړي لره امين
    په مينه

  2. دیر شه مطلب ته مو اشاره کری خوشاله اوسی