د کمونيزم څلن له اسلامي نړۍ سره

او اوس دلته د شوروي د «کمونيست» مجلې هغه بيان را نقلوو کوم چې د جنوري په اول ۱۹۶۴ کال خپور شوی وو :

د عملي اشتراکيت او آسماني اديانو تر منځ دوامداره جګړه ده.

لينن دا سپارښتنه کړې چې : د ديني عقيدې او مفکورې بيا راتلل داسې دي لکه د دين اصلاح او تنظيم چې د علمي اشراکيت لپاره يو تحديد دی .

او بيا وايي :

اشتراکي باور به تر هغه وخته پورې د ديني عقيدې سره په ټکر کوي څو پورې چې سم اشتراکي بدلون را نشي او اشتراکيت پر دين باندې واکمن نشي .

او بيا وايي : که د اشتراکيت د بدلون مرحلې د ديني عقيدې سره همغږۍ ته اړتيا ولري يا په ځنو حالاتو کې هغه ته پاملرنه وشي لکه څنګه چې د اسلامي سيمو همدا حال دی نو دغه پاملرنه او اهتمام به مؤقتي تدبیر او پلان وي.

او بيا وايي :

او په ځنو نويو اشتراکي رژيمونو کې مونږ هغه چارواکي وينو چې هغوی د فکر له مخې اشتراکي (کمونستيان) دي خو دوی ځنې ديني مراسم تر سره کوي او دا کار ددې لپاره کوي څو ديني او مذهبي قووې تر خپل واک لاندې راولي څو هغوی تحدید کړي .؟؟؟

او نومړې مجله زياتوي :

په دا ډول اسلامي سيمو کې مو د اشتراکت پر ځای ځنو مذهبي مراسمو ته اجازه ورکړه چې زمونږ لپاره يې هلته اشتراکيت ته د ور اوښتلو کار آسانه کړ  .

مګر د علمي الحاد دنده دا ده چې د انقلاب د شعار پورته کولو ته وده ورکړي او د مادي پوهاوې را منځته کولو ته وده ورکړي ،لکه د عامو خلکو په زړونو کې د علم او ساينس غوښتنه او بلنه تر څو د روحي بلنې څخه خلک متنفر شي کوم چې د ايمان ماهيت دی .

أسليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email