د کمونيزم  په اړه د اسلام موقف

 په مسيحي دين کې چې کوم شرايط او حالت وو چې کمونيزم يا مارکسزم ته يې اجازه ورکړه يا هغه دين چې د هوا او خواهشات موافق تحريف شوی وو چې د مارکسزم د پيدایښت لپاره يې زمينه برابره کړه نو هغه ډول شرايط زمونږ په دين کې نه وو.

مارکسزم به مسيحي دين ته د بشر په لاس د جوړ شوي دين په سترګه کتل (ځکه چې دوی به د خپلي خوښې موافق تغیرات او تحريفات پکې راوستل) .

 نو زمونږ د دين موقف د هغوی د موقف سره فرق لري او مارکسزم چې کله د اسلام د کلکې عقيدې سره مخ شو نو په چل او فريب سره يې دا هڅه وکړه چې اسلام يوازې د عقيدې په توګه قبول کړي او کومونيزم او اشتراکيت د عمل او منهچ په توګه چې دا يوه باطله او مردوده هڅه ده :

اول : ځکه اسلام هم عقيده او هم د ژوند د ټولو چارو لپاره کامل منهج دی

او په هيڅ صورت کې ويش او تجزيه نه مني او نه د بل طاغوت سره جوړ جاړی او يو ځای والی مني بلکي دا هر څه کفر فتنه او جاهليت دی او د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم سره دوښمني ده [أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ]  (البقره :۸۵ ).

ژباړه : ایا نو د كتاب په ځينې (حكمونو) ایمان راوړئ او په ځینو يې كافر كېږئ؟

وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ ”  (المائده:۴۹ ،

ژباړه: او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته له دوى نه محتاط اوسه (هسې نه) چې دوى تا له ځینو (حكمونو) نه واړوي، چې تا ته الله نازل كړي دي.

 ” أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْماً لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ ” (المائده :۵۰) .

ژباړه: ایا نو دوى د جاهلیت فیصله غواړي؟ او په فیصله كولو كې له الله نه (بل) څوك ډېر ښه دى، د هغه قوم لپاره چې یقین كوي!

او همداسې اسلام د سودي اقتصادي نظام پر وړاندې د جنګ اعلان کړی دی:

 ” اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ، فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ ”  (البقره :۲۷۹،۲۷۸(.

ژباړه: له الله نه ووېرېږئ ، که په رښتيا مؤمنان ياست کوم سود مو چې پر خلکو پاتې دی هغه پرېږدئ ، نو که (دا کار) مو و نه کړ (سود خوړل مو پرې نه ښودل) د الله تعالی او د هغه د رسول له خوا جګړې ته چمتو شئ.

نو دوی خو هغه کسانو وو چې د انسان لپاره يې دين او قانون جوړ کړ حال چې دوی خپله انسانان وو ، لکه نن چې غربي ديموکراسي د قانون ، شريعت ، حلال او حرام ګرځولو صلاحيت بشر او انسان ته ورکوي.

زمونږ په دين کې د شرعې او قانون جوړولو حق يوازې الله سبحانه وتعالی لره دی.

” أَلا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ” (الاعراف :۵۴ (.

ژباړه: خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله چې رب العلمین دى.

[إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ] سوره يوسف

[وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ اللّهُ]  (سوره المائده :۴۹) .

پس اسلامي شريعت د ژوند د ټولو برخو لپاره شامل دی لکه : سياسي ، ټولنيز او اقتصادي او دا هيڅ امکان نلري چې د ژوند يو اړخ ورڅخه ويستل شي نو مارکسزم دې د کوم بل (باطل او شيطاني ) دين په هڅه کې ووسي .

دوهم :اسلام له هر ډول تحريف او تجزیه څخه پاک دی او د باطل له هر ډول جوړ جاړي او يو ځاوالی سره مخالف دی لکه مخکې چې قريشو په دې اړه وړانديز کړی وو : الله سبحانه وتعالی يې په اړه فرمايي : قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ، لا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ، وَلا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُد، وَلا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ، وَلا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ، لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ (الکافرون).

خلاصه : اسلام شامل دين دی چې هيڅ ډول ويش او تجزيه نه مني او اسلام له هيڅ طاغوت او باطل سره يو ځای والی نه مني .

 أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email