د اطرافي ښځې لپاره د اسلام دوښمنو پلان

مګر هر چې اطرافي (د کليوالو سيمو) ښځه ده : د مسلمانانو د غربي کولو پلان جوړونکي اطرافي ښځه خپل حال او خپل ژوند ته نه پريږدي بلکي کوښښ کوي د ننه په کور کې ورسره جګړه وکړي تر څو پاتې ژوند يې ورنه واخلي ، غواړي د هغې خور سره يې شريکه کړي کومه چې ښاري ده او دا د اطرافي مسلمان پر وړاندې د بنسټيزې تربیه په نوم د ملل متحد تر څارنې لاندې د امريکې جکړه ده .

بنسټيزه يا آساسي تربيه د هغوی له نظره څه ده ؟

دوکتور حامد عمار چې په امريکا کې د ټولنيز بدلون د اصلاح د غوندې کډون وال وو داسې وايي :

بنسټيزه تربیه عبارت ده د ژوند د معيارونو د لوړوالي ، د تعليمي پروسي ارزښت ته پام او د فکرونو ، اختلافاتو او کړنلارو بدلون راوستل دي او همدارنګه د مصر په «سرس الليان» کې د ملل متحد مرکز او همداسې د سوريې په کليو او نورو ځايونو کې د هغوی مراکز کې (همدا فعاليت تر سره کيږي) .

ښکاره خبره ده چې د علم او ترتبيه تر عنوان لاندې د فکرونو او کړنلارو د بدلون څخه د دوی اصلي موخه د کليوالو خلکو ايستل دي له اخلاقو او دين څخه .

د دغه امريکايي تربیه د پوره تفصيل او اهدافو لپاره د دوکتور محمد محمد حسين کتاب «حصوننا مهددة من داخلها- ص ۲۰-۴۵ » ولولئ .

او د ښځې قيضه څه ده ؟

کوم چې دوی يې په قصدي توګه وخت په وخت تحريکوي تر څو ځان د ښځو مدافع او د هغوی له ګټو سره مينه لرونکي څرګند کړي دا داسې ادعا لکه: په کوچنی پیاله کې بړبوکۍ[1]

پس په اسلامي هيوادونو کې د طلاق نسبت لوړ او دوهم واده ډیر نادر دی ، نو د مشکل په صورت کې د آواز پورته کيدل اعتبار نلري ځکه د هر مشکل لپاره يو سبب وي ، کله چې دوی په خپلو کورونو د رسنيو په وسيله وپاشل شول او مشکلات يې لوړ کړل او کله چې دوی ادعا کوي چې د نارينه او ښځې تر منځ پراخه مساوات او برابري ده د کور لپاره به يو مشر نه وي بلکي دوه مشران به وي ، سړی به هم مشر او رئيس وي او ښځه به هم مشره وي لکه : د بيړې چې دوه څلوونکی وي تر څو يې غرقه کړي[2] .

نو کله چې د هغې د اخلاقو د له منځه وړلو سره مرسته وشي او د دين له حدودونو څخه تيښته وکړي نور دی نو سړی د ښځې په باره کې له الله څخه نه ویريږي او ښځه به د سړي په باره کې له الله څخه نه ويريږي نو اختلاف او فساد ته لاره هواره شوه او ددې مشکل حل د دين څخه فرار او د دين څخه آزادۍ کې نه دی بلکي دين ته رجوع کول او د دين په ضوابطو او اخلاقو باندې ټينګ اوسيدلو کې دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [إِنَّ اللَّـهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ][3]

ژباړه: بېشكه الله د هېڅ قوم حالت نه بدلوي تر هغه پورې چې هغوى (پخپله) د خپلو نفسونو حالت بدل كړي.

نو د ښځې د آزادی څخه د اسلام دوښمو مطلب دادی :

تر څو ټولنه په فحشاء او بدکارۍ سره سقوط کړي

او تر څو مو د خپل ځان پوسيله وسوزوي

نو کچېرې دغه بلنې کامياب شي نو زمونږ لپاره به د اسلام څه پاتې وي ؟

 او کچېرې دغه بلنې کامياب شي نو زمونږ په ټولنه کې به نور څه پاتي وي نو آيا بيا پر خپلو پښو ودريدلای شو ؟

نو دغه سوالونو ته دې د واک او قدرت حريصان ځواب ووايي .

او هغه کسان يې دې ځواب ووايي چې د اسلامي خلافت د نړولو غوښتونکی وو چې بيا يې د لوړوالي هيڅ توان هم نه لرلو .

او هغه ناپوهه جاهلان يې د ځواب ووايي کوم چې د اسلامي ختيځ لپاره يې دا يو علاج بللو .

او پاتې شول د اسلامي نړۍ رښتني قيامونه هغوی دې هغه څه تر سره کړي کوم د دوی مخکې پيغمبرانو او رسولان او محمد صلی الله عليه وسلم تر سره کړي دي ځکه چې دوی د هغوی ځای ناستي دي او د دغه رسالت او مسئوليت اميننان دي او دوی د پاتې امت هيله او اميد دي .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي / استاد دوکتور علی جریشه

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – دا عربی متل دی : فزوبعة في فنجان (په پياله کې بړبوکۍ)

[2]أ –  حديث الحبيب بورقيبة بأهرام 20/ 12/ 1975 ،  صرح الرئيس التونسي بأنه أصدر في سنة 1956 قانونًا بمنع تعدد الزوجات ،  يعتبر التعدد جنحة بعاقب مرتكبها بالسجن لمدة سنة ،  وغرامة مالية “240 دينارًا” وفي مقال شيخ الأزهر ذكر أن أحد التونسيين ضبط متلبسًا بجريمة الزواج بثانية، ولم يخل سبيله إلّا بعد أن قرر أن هذه الثانية خليلة وليست زوجة ،  وهكذا يطيب لبعض الحكام أن يحرموا ما أحل الله ،  وأن يحلوا ما حرم الله ،  ألَا ساء ما يزرون.

[3] – سوره الرعد :۱۱ .

Print Friendly, PDF & Email