فکري جګړه- د ښځې آزادي

د اسلامي نړۍ پر وړاندې د غرب د فکري جګړې دوه وسايل علمانيت او قوميت مو ولوستل اوس دريمه وسيله چې د ښځې آزادي ده لولو :

څنګه چې علمانيت د اسلام پر وړاندې د جنګ يو غولونکی پټ شعار وو همدارنګه قوميت هم د اسلام پر وړاندې د دوی غولونکی شعار وو ، هداسې د ښځو د آزادۍ له شعار څخه يې مقصد د مسلمانې ښځې جذب او د اسلام پر وړندې کارول دي.

دا ګام لومړی د تبشيري غوندې له لوري تر سره شو چې هدف يې د مسلمانو ښځو مسيحت ته دعوت وو او بيا مستشرقينو د هغه پيروي وکړه ، او بيا (تش په نوم ) د علم او پوهي خاوندانو د هغه پيروي وکړه چې دا کسان زمونږ په اسلامي ختيځ کې ډير وو .

د آزادۍ څخه مطلب څه دی ؟

کيدې شي آزادي يوازې له غلامۍ څخه وي ؟نو آيا مسلمانه ښځه همداسې ده ؟ يو مسلمان د مخلوق غلام نشي کيدې بلکي دا حق يوازې د يو خالق دی ، په دې توګه ډير خلک د مخلوق له اسارت څخه خلاص شوي دي هغه که انسان وي ، يا پيسې ، پانګه او قدرت او نور د دنيا سامان .

مسلمانې ښځې لره هغه څه دي څه چې سړي لره دي :[وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ][1].

او دا درجه هيڅکله هم د بنده ګۍ او غلامۍ درجه نه ده بلکي د نظم غوښتنه ده لکه څنګه چې د کښتۍ لپاره يو چلوونکی وي مګر که دوه وي کيدای شي غرقه شي.

مسلمانه ښځه له نورو ښځو وړاندې ده هغه يو خپلواک قانوني شخصيت لري، د بل د تصرف پرته پخپل نامه سره معامله کولای شي مګر فرانسوۍ ښځه يوازې پخپل نامه نه بلکي د خاوند د اجازې پرته تصرف نه لري او دا کار تر دا نږدې وخته پورې رواج وو .

نو د آزادۍ معنی څه ده ؟ حال دا چې په اسلامي نظام کې چې ښځې ته څه ورکړ شوي هغه بل هيڅ نظام نه دي ورکړي .

(د اسلام دښمنو له آزادۍ څخه مطلب څه دی ؟) دوی وايي : آزادي ، يعنې د کور څخه آزادول ، د لباس او جامې څخه آزادول.
مونږ وايو : د څه لپاره هغوی له کور څخه او له لباس څخه آزادوئ او په بل عبارت ، څنګه ممکن ده چې هلته او دلته امت له اسلام څخه لري کړي ؟

يقيناً ښځه نيمايي ټولنه ده او نيم خطر دی ځکه خطرناک مسئوليت تر سره کوي .

هغه کسان چې د مدارسو او پوهنتونو څخه فاغيږي امکان لري يو تعداد وي او امکان لري داسې کسان هم وي چې د هيڅ مدرسې او پوهنتون څخه فارغ شوی نه وي خو د مور داسې مدرسه او پوهنتون دی چې د هغه څخه هر مسلمان او حتی هر انسان فارغيږي کچېرې دا مدرسه صالحه شوه نو فارغان به يې هم صالح وي او که فاسده شوه فارغان به يې هم فاسد وي او د کور څخه د ښځې د آزادولو او ايستلو معنی د دغه مدرسې او پوهنتون تړل دي .

او کله چې دا لومړۍ مدرسه وي چې مخکې ورڅخه ستر نسلونه فارغ شوي حتی هغه کسان چې تر مونږ پورې يې اسلام را رسولی دی او ټولې نړۍ ته يې دين رسولی دی.

 نو د داسې مدرسې تړلو معنی د دا ډول فارغانو نشتوالی دی يعنې ددې پرته د نورو ډولونو فراغت دی کوم چې زمونږ په زمانه کې يې پايلې ليدل کيږي هغه کسان مو وليدل چې په همدې مفکوره روزل شوي وو او حتی د واک خاوندان هم وو مور به يې په نيمه شپه کې په کلپ کې نچا کوله او هغې بلې به سندرې ويلې او ددې دواړو تر منځ زيات فرق نشته نو د څه لپاره د جامې او حجاب څخه آزادي ؟

 يعنې د هغه څه لوڅول کوم الله تعالی يې د پټولو حکم کړی دی او د هغه څه ماتول د کوم چې الله تعالی يې د ساتنې حکم کړی دی ، يعنې ډير قيمتي شی په ارزانه قيمت وړاندې کول کوم رب (جل جلاله) او اسلام د هغه د ساتنې حکم کړی دی .

يعنې : دا کار د غوښې او وينې کډول دي چې د کوم احمق پرته هيڅ څوک انکار ور څخه نشي کولای ،نو کله چې ښځه له کور څخه آزاده شوه د شک پرته د ټولنې سقوط د اخلاقو او ارزښتونو سقوط دی .

مګر که له کور او حجاب څخه آزاده شوه نو خطر يې نور هم زيات دی چې د فحاشت خپرول دي .

غير اسلامي فرانسه د يوې سترې امپراتوری خاونده وه د آلمانيانو پر لاس په يوه اونۍ کې سقوط شوه ، د فرانسې وزيز اعظم په دې اقرار کوي چې فرانسه مخکې په فساد او انحراف اخته وه تر څو اشغال شوه .

 د اسلامي امت بنسټ عقيده او اخلاق دي او د اسلامي امت په اړه چې مونږ فکر کوو هغه څه ته چې په مادي قوت کې فرانسه او امريکا لاس رسی لري مونږ هغه ته لاس رسی نلرو .

 په اسلامي امت کې د فساد خپرول لکه د ښځې آزادول له خپل کور او حجاب  څخه ددې نتيجه به دا وي چې بيا به اسلامي امت پر خپلو پښو ونشي دريدلای لکه : يو طفل چې په خطرناک مرض اخته وي نو هغه به څنګه د يو لوی سړي مقابله وکړي ؟

(د فساد خپرول ) ستر جرم او خيانت دی هغه که په هر شکل او طريقه سره وي په ۱۳۹۵ ه کال د اطفالو د پالنې مدير”جوزيف ريد” د هغو کسانو لپاره د سختې سزا غوښتنه وکړه کوم کسان چې په تور بازار کې د اطفالو د خرڅلاو کاروبار کوي چې په کال کې تقريباً پنځوس زره اطفال خرڅيږي او دا ټول هغه دي چې ځوانو نجونو څخه چې واده يې نه وي کړی د مال په بدل کې دجنسي اړيکې نيولو په نتيجه پيدا شوي وي چې دا د داسې نسل رامنځته کول دي چې نه به مور پيژني او نه هم پلار او آیا دا هماغه د غلامۍ زماني ته ور ګرځيدل نه دي ؟

دا هغه څه نه دي چې اطفال پکې خرڅيږي او اخيستل کيږي ؟

 آیا تاسې په اسلامي ختيځ کې د ښځو آزادي وينئ چې عربي صليبيانو څه په لاس راوړي ؟

آيا غرب زمونږ څخه بد وړي او مونږ ته په عصه دی او زمونږ پر وړاندې يې د دوښمنۍ لاره غوره کړې ده ځکه چې د الله په اذن سره زمونږ کورنۍ اړيکې قوي او ټولنه مو قوي جوړښت لري ؟

او يا يې په دې وجه زمونږ پر وړاندې د بدبينی او دوښنمۍ لاره غوره کړی چې مونږ د (برحق) دين خاوندان يو .

 دا زمونږ د سفر يو راز دی د يوې زمانې څخه بلې زمانې ته او د خپل سفر په اړه وويريږئ او مونږ يې ناچاپه پدې نچا کې را ګير کړو چې نه بيا ولاړ شوای شو او نه هم حرکت وکړای شو ؟

د ښځې د بې واکه آزادی په اړه د غربي ښځو فريادونه

بې حجابه ښځه نه شخصيت لري او نه کرامت

مسلمانو ښځو ته د يوې ديموکراسۍ ځپلې ښځې نصيحتونه

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود

[1] – سوره البقره :۲۲۸ .

Print Friendly, PDF & Email