د تبشير ځنې غونډې او مقاصد

د تبشير په اړه غونډې او ورکشاپونه زيات تر سره شوي دي چې ځنې يې دا دي :
۱- د قاهرې غونډه چې په کال د ۱۲۲۴ ه -۱۹۰۶م کې د «عرب مسلم انقلاب » د مشر په کور کې د حکومت تر نظر لاندې جوړ شوی وه.
۲- په انګلستان کې د «ادنبرج» غونډه په کال د ۱۳۲۸ هجري – ۱۹۱۰ ميلادي .
۳- د هند په «لکهنو» کې په کال د ۱۳۲۹ هجري – ۱۹۱۱ ميلادي .

۴- د قدس غونډه په کال د ۱۳۴۳هجري – ۱۹۲۴ ميلادي .
۵- د قدس غونډه په کال د ۱۳۵۴هجري – ۱۹۳۵ ميلادي .

۶- د قدس غونډه په کال د ۱۳۸۰هجري – ۱۹۶۱ ميلادي .

د پورته غونډو په اړه مونږ ته ډير لږ څه را رسيدلي چې مشهور يې د «العالم الاسلامي» په مجله کې خپاره شوي وو .

مونږ په دې باور نلرو چې هغه څه چې خپاره شوي دي ټول به هغه څه وي چې دوی ويلي او تر سره کړي وي مګر مونږ ته چې د لومړۍ او دريمې غونډې په اړه څه را رسيدلي دي هغو ته اشاره کوو :

د قاهرې غونډه چې د مسلمان مصري مخور احمد عرابي په کور کې جوړه شوې وه کډون والو ته يې د تبشير وسايل (مسيحيت ته د مسلمانانو د بلنې وسائل) د يو ځانګړې کتاب په توګه وړاندې کړل کوم چې امريکايي کشيش «فليمنج» لخوا برابر شوی وو او دا د مبشرينو د ډلې لپاره د يوه لنديز په توګه ليکل شوی وو .

او بيا غونډې ازهر ته وړانديز وکړ چې د ښوونې دروازه به د ټولو لپاره پرانيستل شوې وي او په ځانګړې ټوګه د ازهر اوقاف به ډیر مرسته کوي له هغه تعليم سره چې هغه مجاني وي .

د غونډې مشر د يوه مسيحي معهد د جوړولو غوښتنه وکړه څو په اسلامي هيوادونو کې د تنصير دنده پر مخ يوسي او ويې ويل : په مصر کې د امريکايي پوهنتون د شتون بنستيز مقصد همدا دی تر څو دغه وصيت عملي کړي .

او وروسته بيا د غونډې لخوا د اسلامي هيوادونو د تنصير نقشه وړاندې شوه او د غونډې مشر «زويمر» د خپل ځنو شاګردانو په مرسته ترتيب کړی کتاب « العالم الإسلامي اليوم » وړاندې کړ او وروسته يې د مسلمانانو د عقيدې سختوالی ته اشاره وکړه چې هغه سختې مقابلي او جګړې ته اړتيا لري او ويې ويل : هيڅکله د اسلام د دين په څير عقيدې شتون نه  درلود د اسلام داسې عقيده ده چې د ستر يووالی پر بنسټ ولاړه ده ، هغه چې د آسيا او افريکا په قارو يې حمله وکړه او په دوو سوو ميليون انسانان کې د هغه عقيده ،شريعت او تقليد خپور شول چې قوي اړيکه يې له عربې ژبې سره ده .

بيا دغه کشيش «زويمر» د غونډې کډونوالو ته څو نصيحتونه وړاندې کړل چې ځنې يې دا دي:

 الف): مسلمانانو ته قناعت ورکول چې نصارا د تاسې دوښمنان نه دي .

ب ): او خطرناک دا چې مسيحي مبشرين ضرور بايد د هغوی (مسلمانانو)  څخه وي ، ځکه ونه بايد د خپل شاخ په وسيله پرې شي .

او په آخر کې يې مبشرينو ته دا زېری وړاندې کړ چې تاسې مه ناهيلي کيږئ !

ځکه چې څيړنه ښيي چې د مسلمانانو په زړونو کې د اورپا د علومو او د ښځو د آزادۍ زيات شوق او ميل دی .

او د هند لکهنو په غونده کې په ډیرو خطرناکو شيان بحث شوی :

  • د مسلمانانو د ټولنې حرکت ، مقصدونه ، لارې او په هغوی کې د تنصير خپرول ، د مسلمانانو او تنصير تر منځ د ارتباط څارنه کول .
  • د مسلمانو ښځو د فردي او ټولنيزې (آزادۍ) لوړول ( دې ته مو بايد پام وي چې د ادبانه کلمې له انتخاب څخه مقصد د اصلي معنی پټول دي حال دا چې مسيحي مبشرين په هيڅ صورت کې د مسلمانو ښځو پرمختګ ته اهميت نه ورکوي) .

او د «زويمر» خطرناکه خبره دا وه چې : عبدالحميد «د مسلمانانو خليفه) په «سلانيک» کې بندی دی او د هغه تر مشرۍ لاندې اسلامي حکومت تر واک لاندې يوازې (۲۷۱۲۸۸۰۰) کسان دي او اسلامي خلافت نورو ته انتقال شوی لکه : انګليس ، فرانسه او روسيه او هالنډ او ددې خبرې څخه يې مطلب دا وو چې د نصاراوو تر واک لاندې حکومت کې د مسلمانانو شمير مخ پر زياتيدو دی کوم چې د نږدې کودتا څخه وروسته ترلاسه کیږي؟؟

د نومړې غونډې نورې پرېګړې دا وې :

  • په مصر کې په عاجله توګه مسيحيت ته د بلنې معهد جوړول .
  • په تبشير کې د ښځو ونډه تر څو مسلمانو ښځو او د هغوی اولادونو ته دعوت ورکړي .

چې هغوی اوس مهال مسيحيت ته دعوت نه ورکوي بلکي مطلب يې د اسلام تحريف او د اسلامي ارزښتونو کمزوري کول دي.

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email