د استشراق تکامل

د دريارلسمې هجري پيړۍ په پيل او د آتلسمې ميلادي پيړۍ په آخر کې مستشرقينو د خپلو طريقو او لارو د تغير قصد وکړ او ويې وغښتل تر څو په نوي بڼه ځان څرګند کړي هغه دا چې ادعا يې وکړه چې استشراق له تبشير او مسيحيت څخه جلا دی او هغه ته يې د علمي څيړنې شکل ورکړ ،نو د اورپا په مرکزي ښارونو کې لکه : لندن ، پاريس ، برلين ، پترزبورګ اونورو کې د ختيځو او نورو اسلامي ژبو د زده کړې لپاره يې پوهنځۍ جوړې کړې په خاص ډول د عربي ژبې او نورو اسلامي ژبو لکه :ترکي ، فارسي او اردو او ددې کار څخه يې هدف دا وو تر څو خپل استعماري اهداف په اسلامي امورو کې ځای پر ځای کړي ، او وروسته يې مسلمان زده کوونکي اورپا ته د تحصيل او زده کړې لپاره بوتلل تر څو د مسلمانانو د دغه ليږل شويو بچيانو اذهانو ته د استشراق فکر داخل کړي او د دغه (استشراقي فکر ) په وسيله يې اسلامي فکر اغيزمن کړي .

او ددې څخه وروسته يې نور عملي ګامونه هم پورته کړل په غرب کې يې داسې استشراقي ديني ، سياسي او اقتصادي مؤسسات جوړ کړل تر څو د دوی راتلونکي حاکمان اسشتراق عملي کړي او د مستشرقينو احترام او مدد وکړي.

 او همدارنګه استعماري دولت په اسلامي هيوادونو کې يو شمير مؤسسات جوړل کړل چې د دوی تر نفوذ لاندې وو او ظاهراً يې هدف د استشراق خدمت وو مګر اصلي هدف يې استعمار او کاتوليک او پروستانت [1]مسيحت ته دعوت کول وو .

 له دغو مؤسساتو څخه په مصر کې :شرقي معهد « بدير الدومينکان » فرانسوي معهد «ندوة الکتاب» او «دارالسلام» او امريکايي پوهنتون او په لبنان کې د کاتوليک پاپانو پوهتنون «القديس يوسف» چې اوس د «اليسوعية» پوهنتون په نوم شهرت لري .

او په بيروت کې امريکايي پوهنتون چې مخکې د سوريې د انګليسې پوهنځۍ په نوم ياديدلو .

او په سوريه کې د «اللاييک ، الفرير ، دارالسلام » او نور مکاتب او همداسې په ټولو اسلامي هيوادونو کې .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – کاتوليک او پروستانت د مسيحيت فرقې دي ، د نور وضاحت لپاره مسيحيت وپيژنئ کتاب ولولئ / ژباړه حمدالله شاکري .

Print Friendly, PDF & Email