د غسل کولو په حالت کې د وينې وتل

لسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
زما پوښتنه داده که د يو چا مخکي د جنایت له غسل څخه کوم ځاي ويني شي او وينه ورڅخه روانه وي په دي حالت کي دي غسل ته ادامه ورکړي غسل يي کيږي او که نه؟ او دوهم دا چي که د يو چا کومه برخه د غسل په جريان کي ويني شي دي‌ به خپل غسل ته ادامه ورکوي او که د سره به يي شروع کوي؟ دريم دا که يو چا غسل وکړو خو اودس يي ورسره ونه کړو آيا دي لمونځ ورباندي کوولي شي که نه؟ مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د وينې د وتلو سره غسل نه واجبيږي بلکي اودس ورباندې واجبيږي .

د غسل تفصيل دلته ولولئ : https://dawat610.com/archives/4579

کچېرې د غسل په جريان کې وينه ووځي يوازې هماغه ځای به ووينځي او کچېرې د غسل څخه وروسته وينه ووځي غسل يې صحي دی يوازې اودس به کوي او کچيرې وينه نه دريږي نو دا کس معذور دی د هر فرض لمانځه لپاره به جلا اودس کوي او کله چې د فرض لمونځ وخت ختم شي نو د هغه اودس هم ختم دی نور د لمانځه په ټول وخت کې به يوازې يو ځل اودس کوي په هغه سره به لمونځ ، نوافل ، تلاوت ادا کولای شي .

کچېرې په هيره سره په غسل کې اودس پاتې شي لمونځ صحي کيږي لکن قصداً داسې کول د سنتو خلاف دي .

جاء في الموسوعة الفقهية :

فَقَدْ ذَكَرَ الْحَنَفِيَّةُ أَنَّ الْمُسْتَحَاضَةَ ، وَمَنْ بِهِ سَلَسُ الْبَوْلِ ، أَوِ اسْتِطْلاقُ الْبَطْنِ ، أَوِ انْفِلاتُ الرِّيحِ ، أَوْ رُعَافٌ دَائِمٌ ، أَوْ جُرْحٌ لا يَرْقَأُ ، يَتَوَضَّئُونَ لِوَقْتِ كُلِّ صَلاةٍ ؛ لِقَوْلِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” الْمُسْتَحَاضَةُ تَتَوَضَّأُ لِوَقْتِ كُلِّ صَلاةٍ ” (1)

وَيُقَاسُ عَلَيْهَا غَيْرُهَا مِنْ أَصْحَابِ الأَعْذَارِ ، وَيُصَلُّونَ بِذَلِكَ الْوُضُوءِ فِي الْوَقْتِ مَا شَاءُوا مِنَ الْفَرَائِضِ وَالنَّوَافِلِ ، وَإِنْ تَوَضَّأَ عَلَى السَّيَلانِ وَصَلَّى عَلَى الانْقِطَاعِ ، وَتَمَّ الانْقِطَاعُ بِاسْتِيعَابِ الْوَقْتِ الثَّانِي أَعَادَ ، وَكَذَا إِذَا انْقَطَعَ فِي خِلالِ الصَّلاةِ وَتَمَّ الانْقِطَاعُ .

وَيَبْطُلُ الْوُضُوءُ عِنْدَ خُرُوجِ وَقْتِ الْمَفْرُوضَةِ بِالْحَدَثِ السَّابِقِ ، وَهُوَ الصَّحِيحُ وَهُوَ قَوْلُ أَبِي حَنِيفَةَ .

الموسوعة الفقهية (۲۵/۱۸۸ ) ،الفتاوی الهندية ۱/۴۱ ، الدرالمختار ۱/۳۳۹ ).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email