د تعويذ ځړول د اسلامې شريعت له مخې څه حکم لري ؟

دهرڅه له مخی خپل دمینی ډک سلامونه او دنبی کریم (ص)غوره تحفه السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وړاندی کوم
که یو څوګ دکمپیوټراویا بلی الکترونی وسلی په ذریع قران کریم تلاوت ته غوږوی اوپدی وخت کی په بل عمل یا هم په خبرو مشغول وی داڅنګه کاردی اوبل داچی که یوڅوک دقرانکریم ایتونه پریوه ورقه نویشته کړی اوهغه ته بیا دری،اوه دټوکره پوښونه ورکړی اودتعویز په شکل یی په غاړه اویایی هم دکور په یوکنج کی وزړوی نوداڅنګه کاردی  اوکه یوڅوک ویوچاته ووایی چی پیر،ملا اویوتعویزګرته دتعویزلپاره مه ځه اوهغه په جواب کی ورته ووایی چی (څه کوه چی پلار ونیکه دی کول ) نوداسی ویل څه زیان لری اوبل داچی پرمنبرباندی دنصیحت اووعض کولوپه وخت کی دغلتوالفاظو استعمالول (سپی،………) څنګه کار دی،نوکه ددی سوالو مطابق ځواب داسلامی ړنا اودشرعت مظابق راکړی مهربانی به مووی.
ستاسو وړونو د لازیاتی کامیابی په هیله ستاسو ورور احمدیسار(خجندی)
بسم الله الرحمن الرحيم
د اول سوال ځواب : د کمپیوټراو یا بلی الکترونی وسلې ليارې د قرآنکريم د تلاوت احکام دلته وګورئ
دوهم ځواب : دا خويو څرګند حقيقت دی چه قرآن کريم سراسر د مؤمنانو لپاره شفاء او رحمت دی جناب رسول الله ص او صحابه کرامو د قرآن کريم په آيتونو خلک دم کړی دی په سنن ابوداود او صحیح ابن حبان کې دي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم ،به په ابو باندې قرآن ويلو او بيا به يې په ثابت بن قیس چې مريض ؤ پاشلې . (سنن ابوداود 4/214 و صحیح ابن حبان 7/623 ).
 ولې تعويذ په غاړه يا بل اندام ځړول نه په قرآن کې شته اونه هم په احاديثو کې خو ځنی علماء پدی نظر دي چه تعويذ هم د دم يو شکل دی .
که دغه تغويذ د قرآن او شرعی اذکارو بغير نور شرکيات وي نو داسې کول شرک دی په دليل ددې حديث شريف :
« من علق تمیمة فقد اشرک» (مسند احمد). يعنی څوک چې تغويذ وځړوي ( د دفع ضرر يا جلب منفعت د پاره ) يقيناً چې هغه شرک اختيار کړ .
دا چې دغه تغويذ د قرآني آيتونو او شرعي اذکارو وي څه حکم لري په دې اړه د علماؤ تر مينځ اختلاف دی ځنې علماء يې جايز بولي خو د لاندې شرايطو په صورت کې : فتاوی يوسفيه د تعويذ دجواز لپاره دري شرطونه ضروری بولې :
۱- د يوه جايز اوروا عمل لپاره به وي
۲- دتعويذ الفاظ به واضح وی د کفر او شرک په الفاظو به مشتمل نه وي .
۳- تعويذ به موثر بالذات نه ګڼی .
همدارنګه فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي : داسې تغويذونه چې په هغه کې د الله تعالی د نومونو او يا د طهارت او غيره پريښودل پيښيږي سخته ګناه او فسق دی بلکه په ځنو حالاتو کې د کفر ويره هم شته نو فقهاؤ په دې کې ډير احتياط کړی دی چې داسې تغويذونه منع دي چې په هغه کې داسې الفاظ ليکل شوی وي چې نه لوستل کيږي او نه يې معنی معلوميږي يا د عربي نه بغير بله ژبه ليکل شوی وي (کما فی الشامي : قالو وانما تکره العوذة اذا کانت بغير لسان العرب و لا يدری ما هو لعله يدخله کفر او غير ذالک )
فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۱۵۳ – شامي ج ۵ ص ۲۵۳ ) .
او ځنې علماء بيا د تغويذ ځړول جايز نه بولي د دوی دليل پاسنۍ حديث شريف دی چې په هغه کې ظاهر د حديث په عموم باندې دلالت کوي يعنی هر ډول تميمة (تعويذ ) .
حافظ حکمي رحمه الله وايي زمونږ په زمانه کې د فساد او مصيبتونو په وجه او بل د قرآني آيتونو د احترام په وجه (ځکه چې له هغه سره قضايې حاجت ته ځي ) د هغه ترک غوره دی (يعنی د تغويذ ځړول ) .
دريم سوال ځواب :
پر چا باندې داسې القاب او نومونه ايښودل يا خطاب کول چې هغه ورباندې خفه او په عصه کيږي حرام دي  قوله تعالی :
وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ .. (الحجرات ۱۱ ) او یو بل په بدو لقبو مه بولې .
يعنی داسې لقب چې يو مسلمان ورباندې خفه او په عصه کيږي لکه یهودۍ ، خره ،خوګه  سپی وغيره
 
آن لاين اسلامې لارښود
 
Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. سبحان الله ښی موضوع ته مو اشاره کړئ
    مننه
    په مينه

  2. Thanks a lot regarding your most benefitfull informations especialy about Tamima, it is infact a big decieting of our ignorant muslim brothers and sisters by many astrayed by name ullama or pious of Dini Islam. Wish the rightous Ulama will begin their struggle against this Bidiyat or Shirk because if they don’t begin it then the other factions like Wahabis, Ahli Hadis and others are compelled to do it. Unfortunatly our Hanafi Ulama are not effectively struggling against these Ghair Sharia activities nor they let other Muslim factions to do it.