د اختلاط ضررونه (ذهني کمزوري)

يقيناً چې د اسلام مبارک دين کوم شی حرام کړي وي نو په هغه کې د انسان لپاره دنيوي او اخروي اضرار موجود وي او څه يې چې حلال ګرځولي دي په هغه کې د انسان ټول مصالح او ګټې خوندې دي .

اوس د تاسې حضور ته د اختلاط څو ضررونه وړاندې کوم په کومو چې غربان هم اعتراف کوي .

۱- د ذهن کمزوري :

په آلمان او بريطانيا کې تر سره شويو څيړنو دا په ثبوت رسولي چې په کومو مکاتبو کې چې نارينه او ښځينه زده کوونکي کډ او مختلط دي نو د هغوی ذهني قوه کمزورې ده .

د «الرياض» جریده ليکي :

د بريطانيا حکومت د داسې مکاتبو د جوړيدو حکم صادر کړی وو چې په هغو کې بايد نجونې او هلکان جلا وي ، ددغه حکم له مخکې په ځنو مکاتبو او تعليمي مؤسساتو کې د نارينه او ښځو تر منځ جلاوالی را منځته او د هغوی ټولګي جلا شول کله چې د ۱۴۱۳/۱۴۱۲ ه.ق تعليمي کال نتايج اعلان شول نو د (۷۵) مکاتبو څخه د (۷) مکاتبو نتايخ ډير ښه وو دا ځکه چې په دغو مکاتبو کې اختلاط نه وو او د پاتې مکاتبو نتايج ښه نه وو ځکه چې په هغو د نجونو او هلکانو تر منځ اختلاط موجود وو ، نو کله دا حيرانوونکي نتايج وليدل شول ډيرو مفکرينو د غير مختلط تعليمي سيستم غوښتنه وکړه [1]

او ددې ذهني کمزورۍ سبب دوه څيزونه دي[2] :

الف):- د يو جنس فکر او ميلان بل جنس ته وي :

د «المصور» مجلې د مصري پوهنتونونو د زده کوونکو په اړه دا مطلب خپور کړی : « د هغوی څخه ۶۵٪ په دې باندې اعتراف کوي چې د اختلاط او کډون پر مهال د خپل مخالف جنس په فکر کې وي چې پر زده کړو يې ژور تأثير کړی دی او د هغوی د فراغت د وخت دريمه حصه د محبت او لهو په خبرو تريږي نو ځکه هغوی د جلا زده کړو غوښتونکي دي »[3]

د فرانسي د علمي څيړنو د وطني مرکز غړی او د ځوانانو او سپورت د وزير پخوانی مشاور (ميشل فیز Michelle fiz) وايي : « په زده کړه کې د هلکانو او نجونو تر منځ جلاوالی د زده کړې لپاره ستر فرصت برابروي نو ځکه مونږ غوښتنه کوو چې غير مختلط نظام را منځته شي تر څو د تعليم سطحه لوړه او نتيجه يې ډيره ښه شي »[4] .

غرب په تعليم د اختلاط څخه مخنوي پيل کړی :

په بريطانيا کې د «شنفليد» په نوم ثانوي مکتب چې د «ايسکس» په ولسوالۍ کې موقعيت لري په کال د ۱۹۹۴ م کې د نارينه او ښځينه زده کوونکو تر منځ ټولګي جلا کړل چې ډيره ښه نتجه يې ورکړه د انګلسي په مضمون ۲۶٪ ممتاز درجه او ۲۲٪ اعلی درجې تر لاسه کړې.

همدارنګه د امريکې رئيس جمهور ۲۰۰۳ د مايو په ۸ نيټه اعلان وکړ چې مونږ په امريکا د لومړي ځل لپاره د داسې تعليمي مؤسساتو پيلول غواړو چې نارينه او ښځينه پکې جلا وي .

دغه بيان د امريکې په رسمي فيدرالي جريده کې خپور شوی او همدارنګه په دغه جريده کې راغلي وو چي : د تربيه وزير نيت لري تر څو په تعليمي سيستم کې نوي تنظيمات رامنځته کړي داسې چې د نارينه او ښځينه تر منځ ټولګي جلا شي تر څو په درسي نظام کې ښه نتجه تر لاسه شي .

همدارنګه نومړي وزير په ۸/۵/۲۰۰۲ نيټه يو بيان خپور شو چې ويلي وو : د تربيه وزارت نيت لري تر څو داسې مکاتب رامنځته کړي چې د يوه جنس څخه وي (غير مختلط) نو وزارت د زده کوونکو له والدينو څخه غواړي چې ددغه موضوع لپاره خپلې نظريات را وليږي .

ب):- د جنسي ميلان پر مهال ذهن سالم کار نه کوي :

الکسيس کاريل (Alexis Carrel) پخپل کتاب کې ليکي :

د جنسي غدې او عقلي پراختيا تر منځ اړيکه ښکاره ده ، کله چې د انسان جنسي غوښتنه په حرکت راشي نو جنسي عده د وينې ليارې يو ډول ماده دوماغ ته افرازوي نو دغه مهال دماغ خمار شي او د سليم او صاف فکر توان نلري او فکر مشوش وي[5] .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – جريدة الرياض : عدد ۱۱۴۴۷ .

[2] – اختلاط / ص ۱۱۹ .

[3] – المصور مجله / ۱۳۷۵/۰۸/۱۸ .

[4] – الاعجاز التشريعي في منع الاختلاط / لقسطاس النعيمي.

[5] – الانسان ذلک المجهول (ص ۱۶۶-۱۶۷) ، اختلاط / ص ۱۲۱.

Print Friendly, PDF & Email