په مسلمانو خويندو کې د کفران ناروغي

په ډيرو مسلمانو خويندو کې د کفران يعنې ناشکرۍ ناروغي شتون لري .

پخپل خاوند باندې ناشکري کوي ، پخپل اولاد باندې ناشکري کوي او پخپل کور او خپل ژوند باندې ناشکري کوي .

تل خپل خاوند ، خپل اولاد او خپل ژوند ورته سپک او بد ښکاري او د بل چا اولاد د بل چا کور او ژوند ورته ښه ښکاري .

د کفران او ناشکرۍ دنيوي عذاب او سزا دا ده چې تل به خفه او پريشانه وي خپل ځان به ورته تر ټول سپک او ذليل ښکاري .

ځکه د خاوند د ناشکرۍ په صورت کې به د هغه د احترام او قدر پر ځای د هغه سپکاوی کوي او د اولاد د قدر پر ځای به د هغه سپکاوی کوي .

عربي مقوله ده :«احترم احترمک» (ته د بل احترام کوه څو هغه ستا احترام وکړي) .

نو کله چې ته د خاوند د احترام او قدر پر ځای د هغه سپکاوی کوې نو بیا د ځان لپاره د څه تمه لرې ؟

د کوم تکليف او مصيبت پرته د غم او پريشانۍ دوه ستر اسباب دي :

۱- پخپله برخه باندې قناعت نه کول.

۲- د الله تعالی د نعمتونو ناشکري کول .

پخپل خاوند او خپل ژوند باندې د ناشکري کول د دنيوي سزا سربيره خطرناکې آخروي پایلي لري.

کچېرې ددغه ناوړه عمل څخه توبه ونه ايستل شي په آخرت کې يې سزا د دوزخ اور دی چې ډير بد او سپک عذاب دی الله تعالی دې مونږ ټول مسلمانان ترې وساتي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

«أُريت النار، فإذا أكثر أهلها النساء، يكفرن قيل: أيكفرن بالله؟ قال: يكفرن العشير، ويكفرن الإحسان، لو أحسنت إلى إحداهن الدهر ثم رأتْ منك شيئاً قالت: ما رأيت منك خيراً قط» (متفق عليه ) .

ماته د دوزخ اور وښودل شو ومې ليدل چې زياته برخه د هغې ښځې وې ،ځکه چې هغوی کفر اختياروي ، چا وويل ، پر الله کفر اختياروي ؟ ويې فرمايل : په خپل خاوند کفر اختياروي ،په احسان کفر اختياوي ،کچيرې يو له هغې سره يوه دنيا نيکی او ښيګڼې وکړې نو کچيرې يوه غلطۍ او بدۍ له تا څخه وويني نو وايې به چې هيڅکله مې له تا نه خير ونه ليدلو .

مسلمانې خويندې دې د دغې خطرناکې ناروغۍ څخه خپل ځانونه وساتي .

کوښښ دې وکړې څو په ځان کې د قناعت او شکر کولو جذبه ژوندی کړي او د هغه د ژوندې کولو لپاره دې دعا وکړې .

و بالله توفیق

آن لاين اسلامي لارښود

أحکام أخوات المسلمات

Print Friendly, PDF & Email