د شرق القمر او اسراء او معراج معجزې

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ستره مججزه قرآن مو ولوست د جناب حسيي معجزات او خارق عادت کارونه ډير دي چې دلته يې د بيان توان نشته ځنې په لاندې ډول دي :

۱- د سپوژمۍ انشقاق :

د سپوږمۍ د دوه ځايه کېدلو واقعه چي د هجرت څخه مخکي منځ ته راغلې ده، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د نبوت يو ډير ستر دليل دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[ اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ] .

حضرت انس رضي الله عنه فرمايي: «أَنَّ أَهْلَ مَكَّةَ سَأَلُوا رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم أَنْ يُرِيَهُمْ آيَةً فَأَرَاهُمُ الْقَمَرَ شِقَّتَيْنِ حَتَّى رَأَوْا حِرَاءً بَيْنَهُمَا»[1]

ژباړه: د مکې خلکو د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د علامې او نښانې ليدلو غوښتنه وکړه ، (جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم سپوژمۍ ته اشاره وکړه ) او هغه د الله تعالی په اذن دوه ځايه شوه چې تر منځ يې د حرا

غر ښکاريدو .

۲- د اسراء او معراج واقعه :

د اسراء او معراج واقعه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم معجزه او د الله تعالی د قدرت ستره نښه ده .

لقوله سبحانه وتعالی : [سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِير][2] .

ژباړه: (هغه ذات لره پاكي ده چې خپل بنده يې د شپې په یوه لږه برخه كې له مسجد حرام نه مسجد اقصٰى ته بوتلو، هغه (مسجد اقصٰى) چې مونږ د هغه ګېرچاپېره بركت اچولى دى، د دې لپاره چې مونږ هغه ته له خپلو نښو څخه ځینې وښیو، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لېدونكى دى).

دا نښه د جناب رسول صلی الله عليه وسلم له سترو معجزو څخه ده ، چې هغه د الله تعالی په حکم د شپې په کم وخت کې د کعبې شريفې څخه بيت المقدس او د هغه څخه پاس آسمانونو او د آسمانونو څخه پورته روحاً او جسماً نقل شوی دی او بيا يې بیرته په همدې شپه کې خپل کور ته تشريف راوړی دی ، بيا قريشو ددې خبر تکذيب وکړ او د ده څخه يې نښې وغوښتې ، نو جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم چې مخکې يې بيت المقدس نه وو ليدلی د بيت المقدس په اړه يې د کومو نښو چې له ده څخه پوښتنه وکړه هغه ورته بيان کړې [3].

آن لاين اسلامي لارښود

[1] – رواه البخاري .

[2] سوره الاسراء .

[3] – رواه البخاري و مسلم .



Print Friendly, PDF & Email