قدرمن ورور شاکری صيب سلامونه
د روژې مبارکي مياشتي د مبارکيو ترڅنګه د دغه ورور پوښتنه تاسو ته درلېږم که تاسو وکړای شئ ځواب ورته برابر کړئ
<div align="rig

د روژی په اړه څو پوښتنی

قدرمن ورور شاکری صيب سلامونه
د روژې مبارکي مياشتي د مبارکيو ترڅنګه د دغه ورور پوښتنه تاسو ته درلېږم که تاسو وکړای شئ ځواب ورته برابر کړئ
آبادي مو غواړو  غورځنګ ويب پاڼه
پوښتنه پّ لاندي ډول ده
 

ګرانه اسلام علیکم…

زه له ستا سو څخه داپوښتنه لرم چه که زه په روژه کی دورځی دخپلی ښځی سره
مستی وکړم مذی می ووځی روژه پری ماتیږی اوکه نه؟ 2 : یایی په روژی حالت
کی خپله ښځه چپ (مچو)کړم روژه پری ماتیږی اوکه نه ؟  3 : یا خپله ښځه دور
ځی  په مهال غیږه کی ونیسم اویوځای ورسره څملم ایا په دی روژه ماتیږی او
که نه؟
4: انزال څه شی ته وایی؟
5:که روژه مکروه شی څه حکم لری؟

"په درناوی"
 

لومړی : د تاسی مستی چې د مذی د وتلو تر حده رسيږي نو د شهوت قوي خطره ده دا مستی روژه مکروه کوي

دوهم : که چيری روژه لرونکې په ځان ډاډمن نه وي مچی روژه مکروه کوي او که پر ځان ډاډمن وی باک نلری

دريم : څملاستل او په غيږ کې نيول هم د ډاډ په حالت کې پروانه لری خو که سړی بې واکه وي نو روژه مکروه کوي

څلورم : انزال هغه سپينی اوبه يا منی دي چې د جماع په وخت کې په خوند توپ او تيزي سره وځی او ورسته له انزال څخه    ستړيا محسوسيږي او شهوت په پوره ټوګه له منځه ځی

 پنځم :

د روژی په مکروهاتو روژه نه ماتيږي ولی ثواب يې کميږي    

 


 

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 154 times, 1 visits today)