۱- جهل
د خپلې ديني عقېدې او اساساتو څخه غفلت کول ، او د معاصرو عقيدتي بلاوو او فتنو د پيژندلو په باره کې غفلت کول .
کله چې يو کس د شرعي علم څخه لرې او ايماني تربيه يې سمه نه وي یقين يې ضعيف وي او د غرب د الحادي ثقافت تر سيوري لاندې وي نو لرې نه ده چې د کفر په تيارو کې را ګير شي .
۲- فقر
فقر لویه فتنه ده ،جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه څخه د پناه غوښتلو حکم کړی دی «تعوذوا بالله من الفقر » او خپله يې هم هر وخت دا دعا کوله : « اللهم اعوذبک من الفقر».
دا چې اوسنی مسيحيت د شرک او بطلان په عقيده لړلی دی د بلنې لپاره هيڅ کوم قانع دليل نلري نو ځکه خلک په چل او فريب او د مال په ذريغه جذبوي او د فقيرو خلکو د فقر او محتاجۍ څخه ناوړه استفاده کوي او د خپلو تش په نوم خیريه ټولنو او مؤسستاتو له لارې يې جذبوي .
۳- استعمار
غربي استعمار او تنصير يو له بله سره تړلي دي ، د تنصير آساسي هدف د غرب لخوا د اسلامي هيوادونو استعمار دی ، غربيان لومړی خپل مبشرين او اجنټان ليږي تر څو په هغه هيواد کې چې دوی يې استعمار کول غواړي د خپل نفوذ او اجنټانو روزنې او معلوماتو تر لاسه کولو لپاره کار وکړي او د هغه وروسته عملاً استعمار ته لاس اچوي .
د کفري اشغال تر سيورې لاندې زياته پاملرنه تنصيري او الحادي افکارو ته کيږي او د اسلام پر ضد منفي تبليغات ، د جهادي او دعوتي حرکت مخنوی کول او د هغه پر خلاف هر ډول کفري او الحادي عقائدو او تبليغاتو ته وده ورکول .
د هغوی لپاره د ګومارل شویو اجينټانو روزل ، معاشونو ورکول او د تلويزيون ، راديو ، انټرنټ پر مټ تبليغات کول.
۴- غربي هيوادونو ته د مسلمانانو تلل:
د قوي يقين او شرعي علم پرته د کفر په ديار کې ژوند تيرول .
کله چې يو کس داسې ځای ژوند کوي چې هلته د اسلامي شعائرو د احترام او تعظيم پر ځای د شرق او غرب د الحادي فلاسفه او د هغوی د افکارو احترام او تعظيم کيږي ، د شرعي اعمال پر ځای کفري اعمال تر سره کيږي او د ده سره د کفر د بطلان علم او قوي يقين نه وي نو لرې نه ده چې د کفر په تيارو کې راګير شي .
۵- موجوده ملحدين :
په اسلامي هيوادونو کې د ملحدينو او مسيحيانو موجوديت او د هغوی فعاليت .
آن لاين اسلامي لارښود