د نبي صلی الله علیه وسلم د سنتو اتباع او پیروی (۲)

         له ابو نجیح عرباض بن ساریه رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته نصيحت واورولو چې زړونه په ویره کښې او له سترګو اوښکې وبهیدې، ومې ویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! داسې ښکاري چې د یوه چا نصيحت وي لکه خداي پاماني چې کوي، پس مونږ ته وصیت وکړي.

ویې فرمایل: تاسې ته په تقوی او له الله جل جلاله څخه په ویره وصیت کوم، او په اوریدلو او اطاعت باندې وصیت کوم اګر که ستاسې امیر حبشي غلام هم وي، او بې له شکه څوک چې له تاسې ژوندی پاتې کیږی زر به ډیر زیات اختلافات وویني پس تاسې به زما او زما د راشده خلفاؤ چې هدایت کوونکی دی د سنتو پیروی کوئ او هغه په خپلو غاښو کلک ونیسئ، او تاسې به له بدعاتو ځانونه ساتئ، ځکه هر بدعت نوي پیدا شوي امر ګمراهی ده.  رواه أبو داود

عَنْ أَبِي نَجِيحٍ الْعِرْباضِ بْنِ سَارِيَة رضي اللَّه عنه قال: وَعَظَنَا رسولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم مَوْعِظَةً بليغةً وَجِلَتْ مِنْهَا الْقُلُوبُ وَذَرَفَتْ مِنْهَا الْعُيُون، فقُلْنَا: يا رَسولَ اللَّه كَأَنَهَا موْعِظَةُ مُوَدِّعٍ فَأَوْصِنَا. قال: « أُوصِيكُمْ بِتَقْوى اللَّه، وَالسَّمْعِ وَالطَّاعَةِ وإِنْ تَأَمَّر عَلَيْكُمْ عَبْدٌ حبشي، وَأَنَّهُ مَنْ يَعِشْ مِنْكُمْ فَسَيرى اخْتِلافاً كثِيرا. فَعَلَيْكُمْ بسُنَّتي وَسُنَّةِ الْخُلُفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيِّين، عضُّوا عَلَيْهَا بالنَّواجِذ، وإِيَّاكُمْ ومُحْدثَاتِ الأُمُورِ فَإِنَّ كُلَّ بِدْعَةٍ ضلالَةٌ » رواه أبو داود، والترمذِي وقال حديث حسن صحيح.

 بل حدیث شریف کښې راځي:

له ابي هریرة رضی الله عنه څخه روایت دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: زما ټول امت به جنت ته داخلیږی، مګر هغه چې انکار کوی.

چا وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم څوک به له جنت تللو انکار کوی؟

ویې فرمایل: چا چې زما اطاعت او پیروي وکړه جنت ته به داخلیږی، او چا چې زما نا فرمانی وکړه په حقیقت کښې انکار کوی. رواه البخاري

عَنْ أَبِي هريرة رضي اللَّه عنه أَن رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: كُلُّ أُمَّتِي يدْخُلُونَ الْجنَّةَ إِلاَّ مَنْ أَبِي » . قِيلَ وَمَنْ يَأَبى يا رسول اللَّه؟ قال: « منْ أَطَاعَنِي دَخَلَ الجنَّةَ ، ومنْ عصَانِي فَقَدْ أَبِي » رواه البخاري.

نور بيا …

صهيب داعي

آن لاين اسلامي لارښو

Print Friendly, PDF & Email