لومړي فطري دليل:
هر انسان چې پيدا شوی او پيدا کيږي نو فطرتاً داسې پيدا کيږي چې هغه د تفکر او علم پرته خپل خالق او إله پيژني مګر وروسته يې شيطان يا خپل ګمراه والدين د حقې لارې څخه منحرف کوي .
الله سبحانه وتعالی فرمايي :[فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا][1] .
ژباړه: همغه الهي فطرت ته چي خلك ئې پرې (فطرتاً) پيدا كړي.
ددې خبرې لنډ او واضح ثبوت څه دی ؟ حيا او شرم د ايمان جز دی .
يو کوچنی ماشوم د عورت په لوڅولو شرميږي او حيا کوي ځکه دا دده فطري غوښتنهده ، مګر د فطرت څخه منحرف حيا نه کوي ، د يو رئيس جمهور ښځه خپل پرتوګ باسي او دخلکو پر وړاندې د حيا هيڅ خيال نه کوي ځکه د اصلي فطرت څخه يې انحراف کړی دی اوحيا د انساني فطرت غوښتنه ده .
آن لاين اسلامي لارښود
[1] – سوره الروم :۳۰ .