د وفات شوي کس د روژې فديه او کفاره

د آنلاین لارښود محترمو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته! زما دوې پوښتنې دي
اول: که یو څوک ډیر سپین ږیری او ضعیف وي او دروژې دنیولو قدرت نلري نو څنګه او څومره فدیه یا کفاره به ورکوی
دوهم : یو نفر په ایران کې دوه کاله روژه خوړلې ویل چی کارمې ډیر سخت وو او سخته ګرمي وه روژه مې نشوای نیولای بله خبره داجې همدغه کس په دژوند په وروستیو کې سخت مریض ( سرطان ) شو او یوه میاشت روژه یی ونه شوه نیولای اوس یی فامیل غواړي چی دهغه فدیه ورکړي پدې باره کې که مفصل ځوابونه راکړی مهرباني به مو وي
مننه . ستاسو ورور نیکمل له بدخشان څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : شيخ فاني ضعيف بوډا چې د روژې نيولو توان نلري ، هغه لپاره د روژې نه نيول جايز دي ، د هرې ورځې په بدل کې به فديه ورکوي ، فديه نيم صاع غنم چې 1900 ګرام کيږي يا يو صاع مميز يا خرما [1].

دوهم : کچېرې يو کس وفات شي او په ده باندې د روژې قضايي وي نو دوه حالتونه لري :

۱- کچېرې په داسې حال کې وفات شوی وي چې د روژې د قضايي لپاره يې امکان نه وي موندلی لکه : کم وخت ، يا عذر لکه مرض او سفر نو د جمهورو مذاهبو په نزد په هغه باندې څه نشته [2].

مګر که يې د فديې ادا کولو وصيت کړي وي وصيت يې صحيح دی وارثان به د ده د ترکې له دريمې حصې څخه هغه ادا کړي [3].

۲- مګر کچېرې يو کس په داسې حالت کې وفات شي چې د روژې د قضايي لپاره يې امکان موندلی وي خو قضايي نه وي ادا کړې نو د هغه قريبان به د هرې ورځې په بدل کې فديه ورکوي [4]

۳- کوم عذرونه چې اسلامي شريعت د روژې د خوړلو لپاره جايز ګرځولي دي هغه دا دي :

  • شيخ فاني
  • سفر .
  • سخت مرض .
  • حامله ښځه .
  • مرضعه ښځه
  • حيض او نفاس .

ددې څخه پرته د کار او کسب سختوالی د روژې د خوړلو لپاره عذر نشي کيدای ، کچیرې څوک د شرعې عذر پرته روژه وخوري نو په هغه باندې کفاره او قضايي دواړه لازميږي[5] .

کفاره : د غلام ازادول يا دوې مياشتې پرلپسې روژې نيول او يا هم شپيتو مسکينانو ته دوه وخته خوراک ورکول دي.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – العجز عن الصيام، فتجب باتفاق الفقهاء على من لا يقدر على الصوم بحال، وهو الشيخ الكبير والعجوز، إذا كان يجهدهما الصوم ويشق عليهما مشقة شديدة، فلهما أن يفطرا ويطعما لكل يوم مسكيناً، للآية السابقة: {وعلى الذين يطيقونه فدية طعام مسكين} [البقرة:184/2] (فقه الاسلامي و ادلته).

[2] – قَالَ الْحَنَفِيَّةُ وَالْمَالِكِيَّةُ وَالشَّافِعِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ : مَنْ مَاتَ وَعَلَيْهِ صَوْمٌ فَاتَهُ بِمَرَضٍ أَوْ سَفَرٍ ، أَوْ غَيْرِهِمَا مِنَ الأَعْذَارِ وَلَمْ يَتَمَكَّنْ مِنْ قَضَائِهِ حَتَّى مَاتَ لا شَيْءَ عَلَيْهِ ، وَلا يُصَامُ عَنْهُ وَلا يُطْعَمُ عَنْهُ ، لِقَوْلِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” إِذَا أَمَرْتُكُمْ بِشَيْءٍ فَأْتُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ ” وَلأَنَّهُ حَقٌّ لِلَّهِ تَعَالَى وَجَبَ بِالشَّرْعِ ، وَمَاتَ مَنْ يَجِبُ عَلَيْهِ قَبْلَ إِمْكَانِ فِعْلِهِ ، فَسَقَطَ إِلَى غَيْرِ بَدَلٍ كَالْحَجِّ (الموسوعة الفقهية ۳۲/۶۸ ).

[3] – وَأَمَّا بَيَانُ شَرَائِطِ وُجُوبِهِ فَمِنْهَا الْقُدْرَةُ عَلَى الْقَضَاءِ حَتَّى لَوْ فَاتَهُ صَوْمُ رَمَضَانَ بِعُذْرِ الْمَرَضِ أَوْ السَّفَرِ وَلَمْ يَزَلْ مَرِيضًا أَوْ مُسَافِرًا حَتَّى مَاتَ لَقِيَ اللَّهَ وَلا قَضَاءَ عَلَيْهِ , لأَنَّهُ مَاتَ قَبْلَ وُجُوبِ الْقَضَاءِ عَلَيْهِ , لَكِنَّهُ إنْ أَوْصَى بِأَنْ يُطْعَمَ عَنْهُ صَحَّتْ وَصِيَّتُهُ وَإِنْ لَمْ يَجِبْ عَلَيْهِ (بدائع الصنائع ۲/۱۰۳ ).

[4] – وَأَمَّا مَنْ مَاتَ بَعْدَ تَمَكُّنِهِ مِنَ الْقَضَاءِ فَلَمْ يَصُمْهُ ، فَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ وَالْمَالِكِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ ، وَهُوَ أَشْهَرُ الْقَوْلَيْنِ عِنْدَ الشَّافِعِيَّةِ ، وَهُوَ قَوْلُ اللَّيْثِ وَالثَّوْرِيِّ وَالأَوْزَاعِيِّ وَابْنِ عُلَيَّةَ وَأَبِي عُبَيْدٍ إِلَى أَنَّهُ يُطْعَمُ عَنْهُ لِكُلِّ يَوْمٍ مِسْكِينٌ ، لِحَدِيثِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ” مَنْ مَاتَ وَعَلَيْهِ صِيَامُ شَهْرٍ فَلْيُطْعِمْ عَنْهُ مَكَانَ كُلِّ يَوْمٍ مِسْكِينًا “.

[5] – وَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ إِلَى أَنَّهُ تَجِبُ عَلَيْهِ الْكَفَّارَةُ إِذَا أَفْطَرَ بِإِيصَالِ مَا يُقْصَدُ بِهِ التَّغَذِّي أَوِ التَّدَاوِي إِلَى جَوْفِهِ عَنْ طَرِيقِ الْفَمِ ، لأَنَّ بِهِ يَحْصُلُ قَضَاءُ شَهْوَةِ الْبَطْنِ ، كَمَا يَحْصُلُ بِالْجِمَاعِ قَضَاءُ شَهْوَةِ الْفَرْجِ (الموسوعة الفقهية ۳۱/۷۱).

Print Friendly, PDF & Email