په ديموکراسۍ نظام باندې د مسلمانانو د قانع کولو وسائل

ديموکراتان په اسلامي هيوادونو کې د اسلامي نظام د له مينځه وړلو او تغيرولو لپاره د زياتو وسائلو څخه کار اخلي تر څو هلته بيا اسلامي نظام رانشي .

چې ځنې وسائل يې په لاندې ډول دي :

۱- د اسلامي نظام پر وړاندې جنګ :

په دې اړه د دوی وسائل مخکې بيان شول ، اسلامي نظام د نورو نظامونو په پرتله د مسلمانانو په زړونو کې خاص ځای لري نو دا هيڅ امکان نلري چې مسلمانان دې مخالف نظام ته اجازه ورکړي او يا دې هغه ته تسليم شي مګر دا چې په اسلامي نظام باندې هجوم وکړي او يا هغه تغير کړي تر څو مسلمانان پر خپلو ځانونو باندې اعتماد له لاسه ورکړي او په آسانۍ سره يې هغه نظام ته چې د دوی مخالف وي قانع کړي .

او د اسلامي نظام پر وړاندې د دوی جنګ سخت (او هر اړخيز) وي چې له دوکې ، فريب او درواغو څخه کار اخلي مګر الله سبحانه وتعالی پخپل کار باندې غالب دی [يُرِيدُونَ لِيُطْفِؤُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ][1] .

ژباړه : غواړي چې مړ کړي نور (اسلام) په خپلو خولو سره او الله پوره کوونکی د نور خپل دی که څه هم بد ګڼې (دغه کار) کافران .

۲- د ديموکراسۍ نظام لپاره تبليغات کول :

د ديموکراسۍ نظام ته داسې انځور ورکول چې دا يوازنی نظام دی چې خلکو ته يې د کوم قيد پرته د خپلو مشرانو د ټاکلو اختيار ورکړی دی او همداسې د هغه د تغيرولو امکان شته کله چې د ژوند په چارو کې د نظم او امن کې د قانون او دستور څخه ووځې مګر :

اول : آیا دا يوازنی نظام دی چې بديل نلري ؟ مونږ د حق (اسلامي نظام) او باطل (ديموکراسۍ ) تر منځ د مقايسې کولو اراده نلرو مګر يوازې دومره وايو چې : که په دغه نظام کې څه ظاهري غوروالی وي نو زمونږ په نظام کې داسې سراسري ښه والی دی چې هغه د هر ډول بدۍ او غيب څخه پاک دی خو د ډيموکراسۍ نظام له غيبونو او بدويو سره کډ دی .

يقيناً اسلامي نظام يوازنی نظام دی چې هغه د ژوند په ټولو چارو کې

خير وړاندې کوي او له شر او غيب څخه پاک دی .

او په دې اړه د قرآن او سنتو زيات نصوص راغلي نشم کولای دلته يې بيان کړم ، الله تعالی ته سوال کوم چې ماته د اسلام د سياسي نظام په باره کې د مفصل او آسانه کتاب د ليکلو توفیق راکړي تر څو د دغه موضوع حقيقي او کامل درک ورباندې وشي .

دوهم : په ديموکراسۍ کې آزادي حقيقي آزادي نه ده ، ځکه چې د هغه بنسټ د خلکو په خاصې ډلې او طائفې ايښودل شوی دی هغه که لږ وي يا ډير ، اربابان او خدايان وي چې د دوی لپاره شرع او قانون جوړوي چې دا په حقيقت کې د بشر د يوې طائفې عبادت کول دي د بشر بلې طائفې ته که څه هم په ظاهره آزادي ده .

دريم : آيا دا د قيدونو پرته مطلقه آزادي کوم چې ديموکراسي يې وړاندې کوي د انسان کرامت پکې ساتل شوی ؟

ځواب : هيڅکله نه ، ځکه د انسان کرامت دا دی چې د هغه سره د انسان تعامل او سلوک وشي نه د حيوان ، دا د انسان کرامت نه دی چې د ديموکراسۍ په نظام کې د مجلس نمايده ګان راټول شي مناقشې سره وکړي او خپلې رأی وړاندې کړي او بيا داسې يو قانون تصويب کړي چې نارينه له نارينه او ښځه له ښځې سره نکاح کولای شي او ددې مو مخکې مثالونه بیان کړل دا لوی او پراخه فساد دی چې همجنس بازي يې مباح کړه نو چېرې دی انساني کرامت ؟

نو ويلای شو چې : دا کرامت چې ديموکراسي يې د انسان لپاره وړاندې کوي داسې چټل کرامت دی چې د انسان قيمت له منځه وړي که يو طرف ته انسان ته د انسان په سترګه کتل کيږي خو بلخوا په ډيرو چارو کې د هغه سره د حيوان څخه هم پست سلوک کيږي ؟ نو په کومو اسلامي هيوادونو کې چې استبدادي نظام حاکم دی د هغه بديل دا نشي کيدای بلکي مونږ د هغه بديل اسلامي نظام غواړو چې د هر ډول بدۍ پرته حقيقي آزادي پکې ده هغه نظام چې بنسټ يې د الله تعالی فرمابرداري او د ټول د عالم پالونکی الله دی .

څلورم : په ډيموکراسي نظام کې اکثره آزادۍ فساد او رذالت او د دين او اخلاقو ماتوونکي دي مګر دا آزادي ظاهري بڼه لري ،وګورې چې د هغوی يو څيړونکی څه وايي : په غربی ديموکراسۍ کې آزادي د زور واکو په حق کې آزادي ده د بيان ، تبليغاتو او ګوندونو آزادي او د عامو خلکو رأيې د دوی لپاره د حکومت ته د واک د رسيدو وسيله ده او د ټولو ستنې مالي لګښت دی .

او دا دوه عناصر د څو مالدارو سره دي چې دوی د کوم جنجال پرته د حکومت واک تر لاسه کوي .

۳-  او د دوی د وسائلو څخه بله وسيله داده چې ديموکراسي ته يې د اسلام جامه ور اغوستې ، وايي چې ديموکراسي د شوری عصري شکل دی چې د دغه درواغجنې ادعا لپاره د شريعت له ځنو قواعدو څخه کومک اخلي لکه : «المصالح المرسلة » او د اسلام صلاحيت د هر ځای او وخت لپاره .

او دا وسيله اکثراً په هغو هيوادونو کې کاروي چېرې چې اسلامي خوځښتونه موجود وي نو دوی مجبور دي څو ديموکراسۍ ته اسلامي رنګ ورکړي .

د شوری بحث او خبره اوږده ده ، دلته يوازې دومره ويل پکار دي چې : د ديموکراسۍ او شوری تر منځ هيڅ نسبت نشته بلکي داسې دی لکه : اسلام او کفر .

د شوری او ديموکراسۍ تر منځ فرق 

۱- شوری اسلامي لفظ دی د يو کامل نظام برخه ده هغه نظام چې په دې باندې ايمان لري چې حکم هغه شريعت لره دی چې د الله تعالی له طرفه په ورستني پيغمبر د آدم عليه السلام د اولادې سيد محمد بن عبدالله صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوی دی چې ټول امر الله لره دی ، ټول حکم الله لره دی ، ټول تشريع حلال او حرام ګرځول الله لره دی .

مګر د ديموکراسۍ مذهب په دې باندې باور لري چې ټول حکم بشر لره دی چې مخلوق دی ، ټول امر دوی لره دی ، تشريع او قانون جوړول ټول دوی لره دي ، د حلال ګرځولو او حرام ګرځولو صلاحيت دوی لره دی ، د دوی په نزد ښه هغه دي چې د دوی هوا او حوس يې ښه وګني او  او خبيث هغه دي چې د دوی نفسونه يې خبيث وګڼي .

۲-  د اسلامي نظام په شوری کې د ټولو خلکو لپاره چې د مختلفو استعدادونو او توانايي څښتنان دي حق نشته بلکي د شوری لپاره اهليت شرط دی کوم چې ثقه ، عادلان او په هر هغه څه کې چې د دوی څخه مشوره غوښتل کيږي په هغه باندې پوه وي.

مګر په ديموکراسي نظام کې د عالم او جاهل ، اهل خير او اهل شر ، د دانا او او احمق هيڅ فرق نشته بلکي هر چا چې زيات شمير تر لاسه کړ ولو که فريب او درواغو هم وي هغوی د دوی په اصطلاح اهل شوری بلل کيږي او هغوی لره د قانون او تشريع حق دی .

۳- په شوری کې عدد معتبر نه دی بلکي هغه رأی د منلو وړ ده چې د شرعې موافق وي ، مګر په ديموکراسۍ کې عدد معتبر دی کچيرې د اکثرو رأیې په باطل او ناروا کار ورکړ شي هغه د منلو وړ ده .

۴- په شوری کې يوازې په اجتهادي مسائلو کې مشوره او رأی ورکول کيږي د دين په ثابتو احکامو کې هيڅ څوک د مشورې او رأی حق نلري ، مثلاً : د شرابو ، زنا او لواطت حرمت ثابت دی نه پکې څوک د مشورې ورکولو حق لري او نه هم څوک د رأی ورکولو حق لري .

مګر ډيموکراسي چې عصري شرک بلل کيږي ځانته د قانون جوړولو حق ورکوي کولای شي حلال حرام وګرځوي او په حرام باندې د حلال حکم ورکړي .

۵- د شوری منهج او قانون اسلامي شريعت دی، کچېرې د چا رأی او مشوره د شرعې خلاف وي د اسلامي اخلاقو خلاف وي هغه لره هيڅ وزن او هيڅ اصل او اعتبار نشته .

 مګر په ديموکراسۍ کې دينې منهج ته اعتبار نشته ، مطلق اخلاق وجود نلري، حتی که چېرې د حيوان څخه يو پست او رذيل کار باندې اکثريت رأی ورکړي د منلو وړ دی لکه د اشرف مخلوق انسان نکاح د سپي او خره سره ، او يا د نارينه واده له نارينه او د ښځينه له ښځينه سره چې داسې عمل پر حيواناتو کې هم وجود نلري [2] .

حقيقة الديمقراطية / محمد بن شاکر الشريف

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره الصف : ۸ .

[2] – د نور تفصيل لپاره وګورئ : «الشوری المفتری عليها».

Print Friendly, PDF & Email