مظاهرې کول په اسلام کې څه حکم لري ؟

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته! ورسته : نن ورځ چې کفارو یو شی رواج کړی په نامه د مظاهری . پوښتنه داده چې ایا په اسلامی کې ددی کوم اصل شته او که نه؟ دویمه پوښتنه د اسلامی شریعت له نظره ددی مظاهرو حکم څه ده ؟

صلاح الدين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

مظاهرې کول په اسلام کې اصل نلري ځکه په اسلام کې د کفر ، فساد او يرغل پر وړاندې جهاد دی ، د ګناهونو ، فساد او منکراتو د له منځه وړلو لپاره امر بالمعروف او نهی المنکر دی چې هر يو قواعد او ضوابط لري او په اسلام کې نصيحت دی نصيحت هم په ښه شان په ژبه يا ليکلي شان سره تر سره کيږي په چيغو وهلو ، شورماشور جوړولو ، عامه خلکو ته ضرر رسولو او ښکنځلو سره نه کيږي خلاصه دا چې اوسنی مروجې مظاهرې د کفارو تقليد دی په اسلام اصل نلري .

په دې باره کې معاصرو فقهاوو ډيرې ليکلې کړي دي .

فتاوی اللجنة الدائمه په فتاوی رقم ۱۹۹۳۶ کې مظاهرې حرام بللی دي او ليکي چې مظاهرې په اسلام کې هيڅ اصل نلري دا هغه غوغا ده چې نه د چا د مال ، نه د چا د عزت او نه د نفس احترام پکې شته .

د مسجد نبوي مدرس شيخ عبدالمحسن العباد رحمه الله په اړه ليکي :

لا أعلم شيئا يدل على مشروعية هذه المظاهرات ، لا نعلم أساساً في الدين يدل على هذه الأشياء،
وإن هذه من الأمور المحدثة ، التي أحدثها الناس والتي استوردوها من أعدائهم من البلاد الغربية والشرقية ، يعني ليس لها أساس في الدين ، ولا نعلم شيئاً يدل على جوازها وعلى مشروعيتها ، لهذا الناس يسلكون المسالك الشرعية التي شرعت لهم ويتركون الأشياء التي ليس لها أساس ويترتب عليها أضرار ، ويترتب عليها مفاسد ويترتب عليها قتل ويترتب عليها تضييق ، لو لم يكن من أضرارها إلا التضييق على الناس في طرقاتهم وفي مسيراتهم لأن ذلك يكون كافياً في بيان سوءها وأنه ليس لأحد أن يقدم على مثل هذه الأشياء .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email