د تلاوت سجده

د سجدی د آیت په اوريدلو او لوستلو دواړه سجده تلاوت واجبيږي .

په قرآنکريم کې ټول څوارلس ځايونه دي چې په اورېدلو او لوستلو يې د تلاوت سجده واجبيږي دغه ځايونه په قرآنکريم کې په نښه شوی دي .

د سجده تلاوت د وجوب شرطونه :

کوم شيان چې د لمانځه د پاره شرط دي لکه : طهارت ، ستر عورت … هغه د سجدې تلاوت د پاره هم شرط دي .

سجده تلاوت په مسلمان ، عاقل ، بالغ او طاهر باندې واجب ده په کافر ، ليوني ، نابالغ ، حائضه او نفاسه باندې واجب نه ده .

د سجده تلاوت نيت :

یوازې په زړه کې د سجده تلاوت اراده او نيت کول کافي دي .

او په الفاظو سره نيت داسې دی : نويت ان اسجد لله تعالى , لسجدة تلاوة القرآن , آمنت بالرحمن , ورضيت بالاسلام ,متوجها الى جهة الكعبة الشريفة ( نيت کوم دا چې خاص د الله د پاره سجده کوم ، سجده د تلاوت ، ايمان لرم پر الرحمن خدای (جل جلا له ) او خوښ يم پر اسلام ، مخ د کعبې شريفې لورې ته کوم ) .

د سجده تلاوت وخت او طريقه :

که په لمانځه کې د سجدې کوم آيت ولوستل شي نو فوراً به الله اکبر ووايي سجده به وکړي الله اکبر به ووايې قيام ته به لاړ شي په کوم ځای کې يې چه قرأيت پريښی وي له همغه ځای نه به يې شروع کړي .که امام وي نو ټول مقديان به ورسره يو ځای سجده کوي.

او که د لمانځه نه بهر تلاوت کوي د سجدی آيت ولولی بهتره خو دا ده چې فوراً سجده تلاوت وکړي خو که له ختم څخه ورسته وشي هم صحي ده ،که په ناستې سره د تلاوت سجده وشي هم روا ده ، که پر يو ځل ټول ختم وشي بيا ټولي سجدې يو ځل وشي هم روا دي .

طريقه يې دا ده : د لاسونو پورته کولو بغير به الله اکبر ووايي سجدې ته به لاړ شي دری ځله سبحان ربی الاعلی ويل ورسته الله اکبر ويل او پورته کيدل نه پکې قعده شته او نه د سلام ګرځول .

سجده تلاوت بدون له مکروهه وختونو نور هر وخت ادا کيږي .

د سجده تلاوت ځنې احکام :

۱- په تلاوت کې د سجدې د آیت ترک کول مکروه تحريمي دي .

۲- تلاوت کوونکي ته مستحب ده چې د تلاوت آيت ورو ووايي تر څو هغه کسان چې په کار مشغول وي وا يې نه وري .

۳- د کمپيوټر او موبايل نه د قرآنکريم په اوريدلو سجده تلاوت نه واجبيږي .

ځکه چې دا د قاري اصل تلاوت نه وي او د څه ذريعو په وسيله د ننه آواز صوت شوی وي .

فتاوی الاسلام سوال جواب د الفتاوی هندية په قول فتوی ورکړی :

وأما سجود التلاوة إذا كنت تستمع آية فيها سجدة من الكمبيوتر أو جهاز التسجيل ، فالذي يظهر أنه لا يشرع السجود لذلك . وقد نص العلماء المتقدمون على قريب من هذه المسألة . فمن ذلك : ما جاء في “الفتاوى الهندية” (1/133) وهو من كتب الأحناف :
” إن سمعها ( يعني آية السجدة ) من الصَّدَى ( وهو ارتداد الصوت من مكان بعيد ) لا تجب عليه ” انتهى .
فمثله : إذا سمعها من جهاز تسجيل ونحوه .

د شکر سجده :

د شکر سجده کول د ښه خبر اورېدو او نعمت پر مهال مستحب ده د تلاوت د سجدې په شان ادا کيږي لکن په لمانځه پسې پيوسته کول مکروه دي ځکه چې بيا ځنې نا پوهه کسان په هغه باندې د وجوب ګمان کوي .

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 229 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. دوست عزیزمیشه وب من را درج وب خو دنمای یعنی لینگ نمای ؟
    http://mehrullah.blogfa.com