د سر د ويښتانو د اصلاح مسنونه طريقه

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته هيله ده روغ به يې ! زما يو څو پوښتني دي  د سر د ويښتانو د جوړولو سنت طريقه څنګه ده؟

هيواد خان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سر د ويښتانو په خريلو او يا کمولو کې اصل دا دی چې مساوي او په يوه اندازه به وي ، داسې چې يوه برخه وخريي او بله برخه پريږدي او يا يوه برخه کم کړي او بله برخه زيات وي داسې کول حرام دي په سنتو کې (قزع) بلل کيږي چې منع ورڅخه شوي .

دا عمل چې اوس په اکثرو ځوانانو کې رواج لري د سر يو برخه ويښتان کموي او بله برخه پريږي د کافر قوم او فاسقانو تقليد دی ، ګناه ده او په دې کار هيڅ زينت او ښايست نشته .

فقد روى البخاري (5921) ومسلم (2120) عَنْ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( نَهَى عَنْ الْقَزَعِ ) ، قال نافع – أحد رواة الحديث – في تفسير القزع : يُحْلَقُ بَعْضُ رَأْسِ الصَّبِيِّ وَيُتْرَكُ بَعْضٌ .
وقال مفسر المسجد النبوي الشيخ محمد المختار الشنقيطي حفظه الله : ” ومن يقصّر أطراف الشعر ويجعل الشعر كثيفاً في منتصف الرأس فإنه يشمله هذا ؛ لأن فيه تشبهاً بأهل الفساد , وقد أشار إلى ذلك بعض العلماء رحمة الله عليهم ، وكنا نعهد مشايخنا رحمة الله عليهم من الأولين أنهم كانوا يشددون في تخفيف الشعر بعضه دون بعضه وكانوا يعدون ذلك من القزع , وقالوا : إما أن يخفف كله أو يحلق كله ، وهذا هو الأصل الذي عليه العمل عند أهل العلم ، أن السنة في الرأس أن يحلق كله أو يخفف كله ، لا أن يفعل ببعضه ويترك بعضه ؛ لما فيه من مشابهة أهل الفساد “

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email