مسلمان ته د ضرر او آزار رسولو خطرناکې پایلې

د الله تعالی بندګانو! مسلمان بنده د الله تعالی پر وړاندې د خاص حرمت او احترام وړ دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی : د خدای په نزد د دنيا زوال د مسلمان د وينې تويدو نه هم آسان دی (حديث صحيح ترمذي ،نسائی ،ابن ماجه او بيهقي  ).
نن ورځ وګورئ چې د مظلومو خو با شهامتو مسلمانانو وينې په څومره آسانه او بې ارزښته ډول توييږي . 
ای مسلمانانو! ددې حرمت تر پښو لاندې کول چې د الله تعالی لخوا تعين شوی دی او پر مسلمان باندې تيرې هغې ته ضرر او آزار رسول له لویو ګناهونو څخه ده الله جل جلاله فرمايي :
وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا (احراب ۵۸ ) .
‹‹او کوم کسان چې مؤمنو نارينه او ښځو ته بې ګناه اذيت رسوي هغوی د يوه غټ بهتان او سترې ګناه پټی پر خپلو اوږو اخستی دی ››.
دا ګناه هغه وخت نوره هم غټيږي چې کله دغه اذيت او آزار صالحانو او نيکو مسلمانانو ته وي په حديث قدسي کې الله تعالی فرمايي : چا چې زما د دوستانو څخه کوم دوست آزار کړ يقيناً زما له هغه سره د جنګ اعلان دی (رواه بخاري ) .
نوهغه به کوم بدبخت وي د الله د جنګ د پاره پورته کيږي . حال دا چې الله تعالی جل جلاله فرمايي : إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا  (الحج ۳۸ ) . ‹‹يقيناً الله له هغو کسان څخه دفاع کوي چې ايمان يې راوړی دی (مؤمنان دي ) ››.
په هره اندازه چې د يو چا ايمان زيات وي په همغه اندازه به له ده څخه د الله تعالی دفاع زياته وي.
ابن کثير رحمه الله د الله تعالی ددې خبرې په باب چې فرمايي : [او کوم کسان چې مؤمنو نارينه او ښځو ته بې ګناه اذيت رسوي ] يعنی دا چه مؤمنانو په داسې شي باندې متهم کوي چې دوی نه وي کړې او دا همغه ښکاره بهتان دی چې مؤمنو نارينه او ښځو هغه کار نه وي کړی خو هغوی يې عيبجويي کوي او ورپورې تړې يی .
ای د خدای بندګانو ! اسلامې شريعت د هغه څه حرمت هم اعلان کړی دی کوم چې د مسلمان احساس ته صدمه رسوي .رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :کله چې تاسې دری تنه يو ځای وﺉ نو دوه تنه دې يو نه بغير پخپل منځ کې پټې خبرې نه کوي ترڅو چې هلته نور خلک نه وي راغلي ځکه په دې سره به دريم کس ته ضرر او صدمه ورسيږي (بخاري ) .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : يو سړی په داسې حال په لاره تيرېدلو چې د ونې ښاخ په لاره کې پروت وو .له ځانه سره يې وويل : په الله تعالی قسم چې هغه به د مسلمانانو له لارې لرې کوم تر څو هغوی ته اذيت ونه رسوي . پس [ددې کار په وسيله ] جنت ته داخل شو (رواه مسلم ) .
و ګورﺉ اجر او ثواب د هغه چا څوک چې د مسلمانانو له لارې څخه د اذيت شی لرې کوي اګر که هغه کار ډير کم او کوچنی هم وي .
خو نن ورځ ډير مسلمانان د مسمانانو لارې تنګوي ، د اذيت او آزار شی له لارې نه لرې کوي ، دومره نشي کولای چې د خپل کور مخه پاکه کړي ،مردارې اوبه يې د کور مخې ته ولاړې وي او د خلکو د اذيت سبب ګرځي ، بيت خلا (د قضايې حاجت ځای ) يې په يو بد حالت کې وي چې د لويې بد بويۍ سبب شوی وي ، فاضله مواد خپل ځای ته نه انتقالوي بلکي په عامه لار کې يې غورځوي ،په فرعي خامه کوچو کې موټران په دومره سرعت روان وي چې په ګرد او غبار يې خلک سخت په تنګ کړي وي او داسې نور ……
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : خلک دې له خپل شر (اذيت او آزار ) څخه وساته دا هم ستا د پاره صدقه ده (رواه امام مسلم ) .
او کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وشو چې کامل مسلمان کوم دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هغه چې د ژبې او لاس له ضرر څخه يې خلک په امن وي (متفق عليه ) .
له ابې هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل شول :فلانۍ ښځه لمونځ کوي او روژه هم نيسي [حا دا چې ] ګاونډيان يې په ژبه سره آزاروي . پس رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : په هغه کې خير نشته هغه به په اور کې وي – او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : هر څوک چې په الله او ورځ د قيامت ايمان لري ګاونډيان به نه آزاروي (متفق عليه ) .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. دهرڅه له مخی خپل ددمینی ډک سلامونه او دنبی کریم (ص)غوره تحفه السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وړاندی کوم.
    پسله سلامه الله (ج)دی موږاوټوله مسلمانان وړونو اوخویندوته دنورومسلمانانووړونواوخویندوله ازارولوڅخه پنا راکړی.
    محترم وروره ډیر ښه مطلب ته مو اشاره کړیده الله (ج)دی خیردرکړی خو زه یوه پوښتنه لرم هغه داچه دیوی مزری حشری یا خزندی(غوماشه،مچ،غالبوزه،مار،لړم…..نور)وژل څنګه کاردی.اوکه یو مسلمان ورور یومزره حشره یاحیوان(غوماشه،غالبوزه،مچ،مار……نور) له دی لپاره پریږدی چی ددالله پاک مخلوق دی اوپه هغه ځای کی نورمسلمانان هم نه وی چی دغه مزره حشره یاحیوان ازار ورته ورسوی.ددغوحشرووژلاویاهم ژوندی پریښول څنګه کاردی که یی دشرعت په ړنا کی راته روښانه کړی خیربه مووی…مننه
    ستاسووړونودلازیاتی کامیابی په هیله ستاسووروراحمدیسار(خجندی)

    مهرباني وکړئ خپل ځواب دلته وګورئ http://dawat.katib.org/archives/1614