د عاشورا روژه د ګناهونو د سيلاب پر وړاندې

وروڼو او خويندو! هرې خواته د ګناهونو سيلابونه روان دي ، هر بنده په ګناهونو مبتلاء دی … زمونږ څخه هره ورځ خطاوې پښيږي ، قدسي حديث شريف دی ، الله سبحانه وتعالی خپلو بنده ګانو ته فرمايي :

«يَا عِبَادِي: إِنَّكُمْ تُخْطِئُونَ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ، وَأَنَا أَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعاً، فَاسْتَغْفِرُونِي أَغْفِرْ لَكُمْ» (رواه مسلم ).

ژباړه : ای زما بنده ګانو ! په حقيقت کې تاسې ټول شپه او ورځ خطا کوئ او زه ګناهونه بښم ، نو زما څخه بښنه وغواړئ چې زه تاسې ته بښنه وکړم .

د ګناهونو د بښنې اسباب صالح او نيک اعمال او توبه او استغفار دی .

او د صالحو اعمالو څخه يو نفلي عمل د عاشورا روژه ده چې د هغه په وجه د يو کال ګناهونه معاف کيږي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «صَومُ يومِ عَاشُوراء يُكَفِّرُ السَّنَهَ التي قَبْلَهُ » (رواه مسلم).

ژباړه : د عاشورا د ورځې روژه نيول د تير يو کال د ګناهونو کفاره ګرځي.

مستحب ده چې د عاشورا د ورځې له روژې سره د نهم يا يوولسم ورځ هم روژه ونيول شي .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email