د نن د ذوالحجې ۸ د حج مناسک پيل او سبا د عرفې ورځ ده

جريدة الرياض : نن د یکشنبې ورځ چې د ذوالحجې له ۸ او د اسد د مياشتې له ۲۸ سره سمون خوري د حج مناسک پيل سبا دوشنبې د عرفې ورځ او سه شنبه به لوی اختر ورځ وي .

نن سهار د حجاج کرامو کاروانونه د منی په لورې روان شول ، دوی به په منا کې شپه سبا کوي او بيا به د عرفات صحراء ته ځي ورځ به هلته تيروي د لمر پريودلو وروسته به مزدلفې ته ځې هلته به شپه تيروي او سهار به د لمر ختلو وروسته چې د اختر ورځ ده منا ته ځي د عقبې جمرې به ولي او د حج نور مناسک به ادا کوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email